د چايو تاريخ

چاى له چيني ژبي څخه اخيستل سوى لفظ دى. د چايو ونه تر درو مترو پوري جګيږي، زرغونې دندانې لرونكي پاڼي لري، دانې يې كرل كيږي، دوه كلن نيالګي يې ايږدي، پر څلورم كال حاصل ځني اخلي او تر پنځوسو كالو حاصل وركوي. خو ځيني ځايونه يې وني تر شل كلنۍ وروسته كاږي او نوي وني يې پر ځاى ايږدي. د چايو پاڼي تر ټولولو وروسته په ځانګړو ماشينونو او آلو كي وچوي او تخميروي. خو د شنو چايو پاڼي تر ټولولو وروسته سمدستي په آزاده هوا كي وچوي او نه يې تخميروي.

ويل كيږي چي د چايو كښت لومړى په چين كي پيل سو. د چايو په هكله يوه لرغونې چيني كيسه مشهوره ده. وايي چي يوه  بودايي مذهبي ته د نفس لېزيمه كولو لپاره د عبادت پر مهال خوب ورغى. كله چي را كښېنستى د خپلو سترګو جږمي يې پرې كړې او پر مځكه يې وغورځولې. بيا له  هغو جږمو څخه د چايو بوټۍ راو ټوكېد او يوه كوچنۍ اغزنه ونه ځني جوړه سوه. چي بيا د دغي وني په پاڼو كي د خوب د تښتېدو ځانګړنه وليدل سوه. دغه راز د نورو افسانوي رواياتو له مخي ويل كيږي چي چاى په چين كي د عيسٰى  علیه السلام تر زېږېدو ۲۷۰۰ كاله د مخه لا د درمليز چيښاك په توګه پېژندل سوي وې، چي په اوبو كي به يې د هغو تازه پاڼي تر ايشولو وروسته استعمالولې. خو د دريمي عېسوي پېړۍ په بهير كي چاى هلته ورځنى چيښاك وګرځېد او د  هغو كښت او پروسيس پيل سو. بيا د چايو د كرلو، پروسيس او څښلو د لارو چارو خپرېدل په ۳۵۰ع.كال په پراخه پيمانه پيل سول. په ديارلسمه عېسوي پېړۍ كي د هغو تخم جاپان ته ورسېد او هلته هم د هغو كرل پيل سول.

په شپاړسمه پېړۍ كي چاى په اروپا كي د يوه فيشني چيښاك په توګه استعمالېدلې او سمدلاسه په امريكا كي هم د هغو څښلو رواج وموند. په ۱۶۵۱ع.كال په انګلستان كي د يوه پاونډ( نژدې نيم كېلو) چايو بيه لس پونډه وه. په هغه زمانه كي دا ډېره لوړه بيه وه. دغه مهال په يوه كور كي د چايو شتون د شتمنۍ نخښه ګڼل كېده. پوهو ښځو به چاى په ځانګړو لوښو كي د ګېڼو غوندي ساتلې. په ۱۷۲۴ع.كال په برما او د هند په آسام كي د چايو كرل پيل سول، خو ډېري ګراني وې. بيا كله چي په ۱۸۲۸ع.كال د چايو بوټي د ځنګلي ونو غوندي ډېر را شنه سول د هغو كښت هم ډېر سو او بيه يې هم را كښته سوه. په دې ډول د چايو كرل او څښل په نورو ډېرو ځايونو كي دود سول.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب