په دغه ۵ شرایطو کې د وزن کمولو له رژیم څخه ډډه وکړئ!

 ډېری خلک د وزن کمولو لپاره د خوړو رژیم نیسي. خو کله کله د خوړو دغه رژیم انسان ته ګټې پر ځای زیان اړوي.

کمزوري، بې حوصله گي، د وينې د فشار د کچې ښکته راتلل او ډېری نورې ستونزې د ډنګروالي د رژیم له امله رامنځته کېږي او کېدای شي خطرناکې پایلې ولري.

که غواړئ خپل وزن کم کړئ، نو ښه ده چې د ډنګروالي هغه اصول مراعت کړئ چې ستاسو روغتیا ته ګټه رسوي او که چېرې تاسو د ډنګروالي رژیم نیولی او لاندیني شرایط لرئ نو ښه به وي چې له رژیم نه لاس پر سر شئ.

لومړی: د اومېندواري او یا د اومېندوارۍ لپاره د چمتوالي پر مهال؛

د خوړو د نړيوال سازمان د څېړنو پر بنسټ، د ډنګروالي رژیم لپاره تر ټولو ښه وخت د اومېندوارۍ څخه وړاندې وخت دی.

په حقیقت کې د خوړو رژیم د هغو اومېندوارو میندو او یا هغو مېرمنو لپاره چې د اومېندوارۍ هڅه کوي ډېر خطر لري ځکه دوی نه باید له پیاوړو او ويټامين لرونکو خوړو څخه ځان محروم کړي.

له فسفر، اسیدفولیک، ويټامين B6 او د اومېګا۳ غوړيو څخه د اومېندوارې مېرمنې لرې والی ډېر خطر لري. نو له همدې امله د اومېندوارۍ پر مهال او هغه مهال چې اومېندوارۍ ته تیارۍ نیسئ د ډاکټر له مشورې پرته د ډنګروالي رژیم مه نیسئ.

دویم: هغه مهال چې په خوب کې ستونزه لرئ

ډېری خلک د دې لپاره چې ډنګر شي له کافیين څخه ډېره ګټه پورته کوي خو هغه خواړه او څښاک چې په ډېره کچه کافئين لري لکه چای، قهوه او خالصه خواږه خواړه کېدای شي د بې خوبۍ لامل شي. کافیين کیمیاوي ماده ده او تر اتو ګړيو لپاره انسان ويښ ساتلای شي. نو که چېرې سم او پوره خوب نه لرئ د ډنګروالي له رژیم څخه ډډه وکړئ.

درېیم: د ستړيا پر مهال

د ډنګروالي رژیم پر مهال د کالوري له ګټې اخیستنې څخه لرې والی کېدای شي ستاسو د ستړيا لامل شي. د هر بالغ انسان بدن ګټورو غوړيو، پروټین، ويټامينونو، او بېلابېلو مغذيي او معدني موادو ته اړتيا لري. نو کله چې د یوه اوږد مهال لپاره ځان له مغذي او معدني خوړو څخه لرې کوئ په حقیقت کې ځان د ستړيا او کمزورتیا په خطر کې اچوئ.

څلورم: د معدې د درد پر مهال

د ډنګروالي رژیم کولای شي په معدې ډېر فشار راولي. ان تر دې چې کولای د‌ معدې زخم هم پیدا کړي.

د ډنګروالي رژیم کولای شي د معدې لپاره ډېرې ستونزې وزېږوي، د بېلګې په توګه کولای شو له دغو ستونزو څخه د معدې سوزش، د معدې د اسید ريفلاکس او دې ته ورته نورو ستونزو یادونه وکړو.

که چېرې د ډنګروالي رژیم لپاره د درملو او مرچو په خوړلو کې زیاتی وکړئ، کېدای شي خپله معده له ډېرو ستونزو سره مخ کړئ.

پینځم: د ناروغي پر مهال

که چېرې ناروغ یاست، او ناروغي مو هېڅ لامل نه لري نو د دې شونتیا شته چې بدن مو ډېر کمزوری شوی وي او یا هم د ویټامینونو له کمښت سره مخ شوی وي. نو په دې وخت کې باید ارام وکړئ او مېوو، سبزيو او قوي خوړو څخه ګټه واخلئ.

په پای کې یو ځل بیا یادونه کوو چې په دوامداره توګه د ډنګروالي رژیم کولای شي ستاسو روغتیا لپاره ډېر خطرناکه وي.

ژباړه: عایشه حیدري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب