سګریټ څکونکي تر نورو ډير په نري رنځ (سل) اخته کیږي!

 

د برتانیې ځینې څیړونکې او پوهان دې نتیجې ته رسیدلې چې سګریټ څکونکې د نورو په پرتله ډیر د نري رنځ (توبرکلوز-سل) مرض سره مخامخ کیږي، دوی وایې د تنباکو لوګی په بدن کې د معافیتي حجرو (immune cells) د بندیدو سبب ګرځي او د هغو باکتریاوو سره د مبارزې وړتیا کمزورې کوي چې ددې وژونکي مرض لامل ګرځي.

د برتانیا د کامبریج پوهنتون یو شمیر څیړونکو او پوهانو د یو لړ تجربو او څیړنو وروسته پخپلو څرګندونو کې ویلي چې د انسان د وجود دفاعي سیستم د غیر ضروري او بې ګټې موادو په وړاندې د برقي جارو په څير کار کوي او روزانه د ملیاردونو مړو حجرو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

څیړونکي او پوهان د تنباکو لوګی د هغه چټک ماشین سره پرتله کوي چې په بدن کې دفاعي او معافیتي حجرې چې ماکرو فاګس نومیږي خوري او له منځه یې وړي، د مړو حجرو په له منځه وړلو کې معافیتي او دفاعي حجرې د برقي جارو په څیر کار کوي، او ددې حجرو څخه یې یو هم د نري رنځ (سل) بکتریاوې دي.

معافیتي حجرې په بدن کې د بکتریاوي حجرو په وړاندې مقاومت کوي او له بدنه دفاع کوي، دفاعې حجرې بکتریاوي حجرې خوري او د ماتولو هڅه یې کوي چې په ډیر وخت دا حجرې د ناروغۍ او انتنان (عفونت) څخه د بدن په ساتنه کې بریالۍ وي خو کله بیا د سل (نري رنځ) بکتریاوي د دفاعي حجرو په وړاندې مقاومت کوي تردې چې بکتریاوې دا حجرې په بدن کې د ناروغۍ او انتنان د خپرولو لپاره کاروي.

دې نویو څیړنو جوته کړې چې د ماکرو فاګس دفاعې حجرې د تنباکو لوګي له امله بندیږي، کمزورې کیږي او له منځه ځي او د سل (نري رنځ) بکتریاوي حجرو مقابل کې د مقاومت وړتیا له لاسه ورکوي.

څیړونکي وایې د سګریټ او تنباکو لوګي پریښودل هغه دفاعي حجرې چې د تنباکو لوګي کمزوري کړي وژني خو ځای یې نوې دفاعي او معافیتي حجرې نیسي چې دا نوې او قوي حجرې بیا کولی شي له بدنه دفاع وکړي.

سل د هغو مضرو بکتریاوو مجموعه ده چې عموما په سږو حمله کوي، خو د بدن نورو غړو ته هم ضرر رسولی شي، دا بکتریاوې ټوخی رامنځته کوي، وزن کموي، اشتها له منځه وړي، تبه رامنځه کوي، د ټوخي سره د وینې د راتګ خطره وي، ددې ترڅنګ د ځیګر، هډوکو او جوړونو ناروغي هم رامنځته کوي او ډیر وخت یې پاې مرګ کیدلی شي.

ژباړه: محمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب