له پروازه وړاندې څه وخورئ او څه نه؟!

الوتکې ته له ختلو وړاندې یعنې له پروازه مخکې باید د سفر پوره تابیا ونیسئ. په دې چمتوالي کې دا هم راځي، چې څه باید وخورئ او څه نه!

په دې مقاله کې موږ یو څو مهمو غذاګانو ته اشاره کوو، چې په مطلق ډول يې باید الوتکې ته له ختلو څو ساعته وړاندې مخنیوی وکړئ.

شحمي خواړه:

غوښه، سور شوی چرګ، هګۍ، برګر، پیزا او پنیر باید چورلکې ته له ختلو څه ساعته وړاندې ونه خوړل شي. دا غذا د انسان په بدن کې د وینې جریان ور (سلو) کوي او په چورلکه کې د انسان پښې پړسوي. ددې ترڅنګ یاده غذا ژر نه همضیږي او د مسافر لپاره په الوتکه کې ستونزې جوړوي.

هیڅ ډول بادګیره خواړه ونه خورئ! په دې ډول خواړو کې:

پیاز، ګلپي، کرم، لوبیا او تر څنګ يې ټول سره شوي خواړه شامل دي. دا ډول خواړه د انسان معده خرابوي او په چورلکه کې مو د سفر په مهال ناراحته کوي.

الکول:

الوتکې ته له ختولو وړاندې ډیر زیات مضر دي، که څه هم په کمه اندازه وي. الکول په چورلکه کې د انسان معده او کولمې وچوي.

ددې برسیره کاربن لرونکي مشروبات لکه:

پیپسې له سفر څخه مخکې مه څښئ. دا تاسې او ستاسې خواته ناست مسافر نارامه کوي.

په یو څيړنه کې چې د ساینس په نوم ژورنال کې خپره شوې هم ده، راغلي چي له سفر ۱۶ ساعته وړاندې هیڅ هم مه خورئ!

خو څیړونکي په دې باور دي، چې په الوتکه کې له سفر څخه وړاندې په زیاته انداره اوبه وڅښئ، کازرې او یا هم د هغې حلوا او جوس وخورئ او یو څه چارمغز، پسته، بادام او یا هم ورته زړي وخورئ.

ژباړه: شریف شاهین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب