د نړۍ د مشهورو ملحدينو أفسوس د ژوند په وروستیو شېبو کې!

۱- سيرز بورجيا:
(په خپل ژوند کې مې د هر راتلونکي لپاره تياری نيولی وو بغير له مرګه، مګر أوس مرم خو تياری مې ندی کړی، زړه مې ویره لري)

۲- توماس هيس: سياسي فيلسوف.
(زه أوس د تیارو پر قفس ور وران يم، که زه د ټول عالم مالک وای ما به يې په بدل کې د يوې ورځې ژوند رانيولی وای)

۳- توماس باین: دا ملحد لیکوال وو په أتلسمه پيړۍ کې يې ژوند کړی دی.
(هیله کوم ما تنها مه پريږدئ، أی ألله د کوم جنايت له أمله زه ددې حالت مستحق شوم، که زه د ټولې نړۍ د دوه چنده جایداد مالک وای، ما به نن د هغه په بدل کې ځان له دې عذاب خلاص کړی وو؛ خو پوهیږم چې خلاصون نلرم، هيله کوم ما تنها مه پريږدئ، یو ماشوم بيا راسره پريږدئ، زه د جهنم پر غاړه یم، زه د شیطان ملګری وم، اوس مې روح ناقراره ده)

۴- السیرتوماس سکوټ: دا أنګريز پوهاند وو، په 1594 م کې ومړ.
(تر دې وخته پورې، تر دغه لحظې پورې ما د خدای او دوزخ په وجود باور نه لاره، مګر أوس داسې احساسوم چې، دا دواړه واقعيت دی، اوس زه د جهنم پر غاړه یم، د رب د عدالت منتظر يم)

۵- فولتیر : دا فرانسی ملحد فيلسوف وو په 1777 م کې ومړ، خپل ډاکټر ته یې وويل.
(زه أوس ټولو خلګو تنها پريښودم، زه أور ته ورتلونکی یم، زه به خپل ټوله شتمني درکړم که دې زه شپږ مياشتې ژوندی پریښودم) د فولتیر ډاکټره وايي (که ماته د أروپا ټوله شتمني راکول شي زه بیا نه غواړم چي ملحد ووينم، فولتیر به ټوله شپه چيغې وهلې، ما به دده تر څنګ ویره احساسوله)

your ads

۶- دیفيد هیوم: دا أسکلندي ملحد دی، په 1976م کې ومړ، کوم چا چې دده د مرګ لحظه ليدلې وه داسې حکايت يې ځینې کاوه.
(ټوله شپه يې چيغې وهلي، ویل به یې داسې احساسوم لکه د أور لمبه چې را باندې چاپيره وي، ډیر مایوس ښکاريده، د ترحم وړ وو)

۷- نابلیون بونابرت: دا د فرانسې امپراطور وو، د مليونونو انسانانو قاتل وو.
(دا یم زه أوس مرم، د ځمکې خيټې ته ور روان یم، زه ستر أمپراطور وم، څومره سره لرې دي، د هغه جهنم کنده چې زه ور روان یم او أبدي جنت)

۸- السیرفرنسيس نیوبرت: دا د برطانيوي ملحدانو د شورای مشر وو، کله چې مړ کيده دا يې وویل.
(تاسې مه راته واياست چې رب نشته، زه فعلاً د هغه په دربار کې پروت يم، تاسې مه راته واياست چې دوزخ نشته، زه فعلاً داسې احساسوم، لکه زه چې دوزخ ته ور ښوئيږم، آه زه ضائع شوم، آه هغه دوزخ ته ور روان یم، که زه زر کاله ژوندی وای ما به دده په حقیقت اعتراف نه وای کړی، مګر اوس په دې اعتراف مجبور یم)

۹- نهم ملک شارلز: دا فرانسوي باچا وو، زرګونه مسیحیان يې په 1572م کې ووژل، ده خپل ډاکټرانو ته وویل.
(کوم کسان چې ما وژلي دي، ټول زه وینم زما مخ ته روان دي، زه یې زخمونه وینم وینې ترې روانې دي، زه أوس خپل أنجام وینم، زه خطاء شوی وم، زه د أبد لپاره ضائع شوم)

۱۰- ديفيد ستراوس: دا ملحد ألمانی ليکوال وو، په 1874م کې ومړ.
(زه خپلې فلسفې غلط کړم، په هره لحظه کې د کبابونکي اور احساس کوم)

۱۱- جوزيف ستالین:
دده لور سفتلاناستالین د خپل پلار د ځنکدن حالت د《نيوزويك》مجلې سره په مرکه کې داسې بيان کړ.
(زما پلار د خپل ژوند په آخره کې ډير ويره وونکي او غیر انساني حرکات کول، او شنیع غږونه يې ویستل، یو ځل يې سترګې لوڅې کړې په قهرجن هيئت سره يې خپل شاوخوا ته وکتل، بیا یې په خپل لاس داسې اشاره راکړه چې، پر سر مې يو ویره ونکی ذات راته ګرځي، په همدې حالت کې یې سترګې پټې کړې چې بیا يي لوڅې نکړي)

ملحدینو! تاسې ته هم دا ورځ انتظار کوي…

«لَّقَدْ كُنتَ فِى غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ»

ژباړه:
-په یقیني توګه، د دغې (ورځې) له پلوه ته په غفلت کې وې. موږ هغه پرده لرې کړه چې، ستا په مخکې پرته وه؛ او نن ستا نظر ښه تيز دى.
(سُوۡرَةُ قٓ: ۲۲)

ژباړه: عبدالرحمن “محمود”

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب