په افغانستان کې د باغونو ۱۱ مهمې ستونزي

۱ – د باغونو غير مناسب او غير مسلکي ډیزاین : د هیواد اکثره ميوه يي باغونه د بي سوادو او غیر مسلکي اشخاصو له خوا چې بزګران دي ډیزاین کيږی ، چې د باغ په راتلونکي ژوندانه او توليدي پرسه باندي بده غيزه لري.
د باغ د ډیزاین په وخت کي باید څو مهمو ټکو ته جدي پاملرنه وشي، لکه اقلیمي شرایط ، د خاوري حالت ، د ابو اندازه او کيفت ، د بازار تقاضا او داسي نور.

۲- د نوعي او ورایټي انتخاب: دا چي په هیواد کي مو کرنه اوس هم عنعنوي بڼه لري نو اکثریت باغونه اوس هم په عنعنوي او پخواني شکل پاتي دي او بدبختانه په ځينو ساحاتو کي د ميوه جاتو هغه نوعي کرل شوي او کرل کيږي چې هم په توليدي برخه کي او هم په بازار موندنه کي ډیر شمير ستونزي لري ،
د تخمی نیله بوټو څخه د استفادی او د نامعلومو ونو څخه د زخو د راټولولو له امله،د ونو د تکثیر او پیوند زیاتره وسایل او مواد صحتمند او یونیفارم یا اصلی نه دی

۳ -غیر مناسبه کرنه:دا چي زموږ بزګران او باغداران اکثره د زده کړو له نعمت څخه محروم دي او په کرنه کې هم پوره معلومات نه لري نو د نباتانو په فزيالوژيکي خواصو نه پوهيږي ، ځکه خو د کرلو په وخت کي د هغوي اړينو اړتياوو ته خاصه پاملرنه نه کيږي او په عير مناسب ډول يې کښينوې چې وروسته له ناسازګاري او نورو ستونزو سره مخ کيږي .

۴- د میوو د د بوټو د ښاخه برۍ او روزنه : په دي باره کې لازمه پوهه شتون نه لری باغداران په دي نه پوهيږي چې ښاخه بري د څه لپاره کوې ، دوې خپل ميوه يې بوټي داسي جوړوې چې ښه ډیره ميوه وکړې نور يې د ډيري ميوې په بدو عواقبو نه دې خبر چې په روان نمويې موسم او راتلونکو فصلونو کې به زموږ ميوه بوټي او باغ له کومو ستونزو سره مخ شي ، جالبه خو لا داده چې کندهار په هيود کې د انارو د روزني ستر مرکز دی خو بزګران يې نوی کښینول شوې نيالګې در پنځو کالونو پوري د روزني په موخه نه ښاخه بري کوې او د انارو باغونه يې د يو وحشې ځنګل په شکل ښکاري او د توليد ټوله پروسه او همدارنګه د انارو بازارې ارزښت يې له خنډ سره مخ کړی دي او زما لپاره تر ټولو جالبه داده چې د کندهار د انارو باغداران اوس هم په خپله تګ لاره ټینګ دي او د باغداري د متخصصينو خبري غوږ ته نه وړي او استدلال کوې چې د انارو روزنه زموږ د پلار او نيکه اختراع ده او تر موږ بل څوک ډير نه په پوهيږي .

۵ – په باغونو کې د ناروغيو او افتونو سره د مبارزي په توګه له کيمياوي درملو کار اخيستنه: نن سبا تر ټولو غټه ستونزه د کيميا وې درملو استعمال دې چې له يوې خوا ګاوڼدې هيوادونه لکه آيران او پاکستان په نړيوالو بازارونو کې د خپلو کرنيزو توکو د خرځلاو او زموږ توکو د بدنامولو په موخه ډير بد کيفيته لرونکي کيمياوې درمل زموږ هيواد ته را واردوې تر څو زموږ ميوي او نور کرنيز توکي له توليد وروسته زهري خاصیت ولري او په نړيوالو یازارونو کې د دوي د توکو په وړاندي رقابت ونه کړاي شي او له بلي خوا زموږ په هيواد کي د زراعتي درملو کار او بار هغه خلګ کوې چې صرف پيسي ولري او هدف يې صرف دپيسو تر لاسه کول وې ، مسلکيتوب خو پريږده چې اکثريت يې ليک او لوست نه شي کولای نو چي باغدار مو هم بي سواده شي او درمل پلورونکي مو هم بي سواده او غير مسلکي شي تاسي فکر وکړئ چې څه به تري جوړ شي؟
ښه او ښکاره مثال يې د کندهار بره دروازه کي زراعتي درمل پلورونکې دي ، څه وخت مخکي زه له يوه باغدار سره ورغلم او د [Winter Oil ) یا د باغداري ژمني تیلو غوښتنه مو له شا او خوا شلو درمل پلورونکو ځحه وکړه چې راته ويل به يې نه شته او په هر دوکان کې به يې له مخي آیښي وه اخير مو یو دوکاندار ته وویل ولي دا له مخي دي ځه شئ ايښي دي شین شو له خندا او راته ويې ویل شه ژړه دوا غواړئ موږ خو دې ته ژړه دوا وایو ، نور قضاوت تاسي خپله وکړئ
۶- د میوه جاتو په ونو کې د رنګی کولو (thinning)عملیه نه تر سره کیږی.
۷- د ونو د ګڼوالی او چتر (canopy) د نه کنټرولولو او د عصری ټکنالوژۍ د سم استعمال د نشتوالی له امله زیاتره ونی دوه کالو کې یو ځل میوی تولیدوی.
۸- غير مناسبه اوبه لګونه : د هيوا اکثره باغداران خپل باغونه په نامناسب ډول او وخت سره اوبه کوې جې د ډیرو اوبو د ضایع ، د غدايې عناصرو پريولل او په نبات کي د فزيالوژيکي ستونزو د رامنځ ته کيدلو سبب کيږي.
۹- د منځنی کښت (intercropping ) : ل نامناسب نبات او ورايټي انتخابول چې په پایله کې له اصلي ونو او بوټو سره رقابت کوي او همدارنګه د اصلي ونو د ریښو سیستم ته زیان سوې .

۱۰ – د باغونو تغديه : زموږ باغداران په دې عقيده دي جې څومره ډيره سره باغ ته ورکړل شي په هغومره انازه ډيره ميوه نيسي او د توليد کچه يې لوړيږي چې دا کار د باغ لپاره تر ټولو خطرناک دی ، حصوصا زموږ باغداران په مناسب وخت کې سره نه ورکوې او بل ډيره پريمانه او غيري مسلکي سره ورکوې او تر ټولو خطر ناک يې د نایتروجني سري ډیر استعمال دي چي هم ځيني فزيالوژيکي ستونزي او هم د ځينو عناصر د جذب مخه نيسي .

۱۱- غير مسلکي را ټولونه او غير مسلکي تر مارکيت رسونه : په حقيقت کې پورته ټولي مادي د ميوه جاتو په کيفيت او بازار موندنه باندي بده اغيزه کوې خو عير مسلکې را ټولونه او د هغوي غير مسلکې ډول تر بازار رسونه د ميوو په ارزښت مسقيم بد تاثير کوې او د کال ټول زحمتونه او تکليفونه په اوبو لاهوو شې .

په درنښت
محمد نعيم پوپل

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ