دزیتون کښت

د زیتونو بڼ جوړ کړئ اوتر زرو کلونوورڅخه ګټه واخلئ.
دکرنې پوهان وایي : که د زیتونو بڼ مو جوړکړ، لږ ترلږه د زرو کالونو پورې به مېوه درکړي.پوښتنه داده چې زیتون د افغانستان

په کومو ځایونو کې ښه تولید ورکوي؟
زیتون د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې ډېرې ښې پایلې ورکړي دي.

زيتون په کومو ځمکو کې ښه کېږي؟
د زیتون بوټی په هر قسم خاوره لکه (شګلنه، مټينه،ډبرینه او صحرایي ) ځمکو کې په بریالیتوب سره پالل کېدای شي، خوهغه ځمکې چې ولاړې اوبه ولري د زیتونو د کرکیلې لپاره وړ نه دي.

زیتون څومره اوبو ته اړتیا لري؟
په پیل کې د زیتونو نیالګي ته د ( ۱۰ ورځو ) په دمې سره اوبه ورکول په کاردي. وروسته کله چې د زیتون نیالګې څومره غټیږي په هماغه اندازه د اوبو اړتیا یې هم کمیږي، دوه کاله وروسته د زیتون بوټي ته د ( ۲۰ تر ۲۵ ) ورځو په دمې سره که اوبه ورکړل شي ښه به وي .

د زیتون نیالګي کله کرلی شو؟
د زیتون بوټي د سپرلي موسم (دلوه ،حوت اوحمل) میاشتو کې کرل کیږي.

د زیتون نیالګي څنګه کرلی شو؟
د زیتونو بڼ د جوړولوپه وخت کې د نیالګیو او بوټو ترمنځ فاصله ( ۳ په ۳ متره ) په پام کې نیول کېږي، چې په دې حساب په یو جریب کې ۲۲۲ نیالګې کرل کیږي ،د کرلو لپاره باید د ( ۶۰ په ۶۰ سانتي متره ) په ژوروالي اوپراخوالي سره کنده وکينۍ او بیا یاده کنده د ښې حاصلخیزې خاورې څخه ډکه کړئ.
اوس نو ستاسو ځمکه د زیتون بوټو د کرلو لپاره تیاره ده.

د زیتون بوټي ریښه د پلاستیکي کڅوړې څخه په پوره پام سره بېله کړئ او بیا یې په ټاکل شوي ځای کې وکرئ او په پښو یاهم بلې کومې وسیلې سره دبوټي چارچاپيره په ډيراحتیاط سره ښه کېمنډئ تر څو په خاوره یا ځمکه کې ښه غښتلی اوسم ودرېږي او که بوټي واړه وي نومالومه ده چې تنې به یې هم نازکه او کمزورې وي نواړینه ده چې ، یولرګین یا پلاستکي اړم ورسره دکم وخت لپاره ودرول شي.

دافغانستان په کوموسیموکې دزیتونو کوم ، کوم ډولونه کرلای شو؟
هیله ده چې يه دې اړه د کرنې وزارت کار وکړي او خپلو بزګرانو ته اړوند مالومات وړاندی کړي.

په یاد ساتئ چې د زیتونو بڼ د جوړولو په وخت کې باید لږ تر لږه دوه یا ډېرې نوعې کینول شي تر څو ښه حاصل ورکړي.
دزیتونو بڼ ته کومي سرې اوپه څومره اندازه ورکړل شي؟
سرې باید دوه کلنو نیالګیو ته په دویم کال ورکړل شي.
د څارویو سره …….۵ کلو ګرام یو نیالګي ته………په راتلونکو کلونو کې په هر کال کې ۵ کلو ګرامه ورډېره کړئ.
نایتروجي سره……….۲۰۰ ګرام یو نیالګي ته………. په راتلونکو کلونو کې په هر کال کې ۱۰۰ ګرامه ور ډېره کړئ.
فاسفورسي سره……. ۱۰۰ ګرام یو نیالګي ته………. په راتلونکو کلونو کې په هر کال کې ۵۰ ګرامه ور ډېره کړئ.
پوټاشيمي سره ……….. ۵۰ ګرام یو نیالګي ته………. په راتلونکو کلونو کې په هر کال کې ۵۰ ګرامه ور ډېره کړئ.

زیتون کله حاصل ورکوي؟
په ټوله کې زیتون ۳ کاله وروسته په حاصل راځي.
د زيتونو د ونې مېوه لومړى شنه او بيا ارغواني رنګ غوره کوي. شنه مېوه د اچارو او ارغواني د تېلو یاغوړیو ویستلو لپاره کارول کيږي.

د یو جریب زیتونو بڼ څخه څومره حاصل لاسته راځي؟
د زیتون د یو بوټي حاصل د هغه په ساتنې او پالنې پورې اړه لري، د ښې ساتنې او پالنې په پایله کې د یو بوټي څخه د ( ۶۰ ) کیلو ګرام څخه لوړ حاصل لاسته راځي.
که چېرې ساتنه او پالنه یې منځنۍ وي نود یو بوټي څخه بیا ( ۴۰ ) کیلو ګرامه حاصل لاسته راتلای شي.
که د یو جریب حاصل لپاره د یوبوټي حاصل ( ۲۵ ) کیلو ګرام حساب کړو، نو په دې ډول به په یو جریب کې په منځي ډول د ( ۲۰۰ ) بوټو څخه ( ۵۰۰۰ ) کیلو ګرام حاصل لاسته راشي.

یو جریب بڼ څخه څومره حاصل لاسته راځي؟
د زیتون مېوې څخه د ( ۲۰ نه تر ۳۰ ) سلنه تېل لاسته راځي.
د سلنې په حساب د یو جریب زیتونو بڼ ( ۵۰۰۰ کیلو ګرام ) مېوه ورکوي چې نږدې ( ۱۰۰۰ ) کیلو ګرامه تېل ورڅخه لاسته راځي.

یو جریب بڼ څخه څومره افغانۍ لاسته راځي؟
په اوسنیو وختونو کې په سترو سوداګریزو هټیو کې د څرنګوالي په بنسټ یو کیلو تېل په ( ۴۵۰ څخه تر ۶۵۰ ) افغانیو پلورل کیږي،خو ډېری تیل یې د څرنګوالي له مخې ښه نه وي.
په هر صورت که چېرې مونږ د یو کیلو بیه ( ۴۰۰ ) افغانۍ ونیسو او د یو جریب څخه لاسته راغلو تېلوبیه په ( ۱۰۰۰ ) کیلوګرامو کي ضرب کړو نو ( ۴۰۰۰۰۰ ) افغانۍ به ترلاسه کړو.که چېرې د بڼ څخه ښه ساتنه وشي عاید به لا پورته ولاړ شي.
په یاد ساتئ چې د زیتونو مېوې څخه اچار او مربا هم جوړېږي.

(نثاراحمد عمري)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب