سیرت النبي مقالې

په اسلام پوهنه كې د نبوي سيرت ارزښت

د سيرت لوستلو او زده كولو موخه يوازې له تاريخي پېښو او كيسو څخه ځان خبرونه او خوند اخيستنه نه ده_ چې په دې اساس بايد سيرت پوهنه له تاريخي زده كړوڅخه ونه ګڼل شي لكه د يوه پاچا او خليفه د ژوند معلومات_ بلكې د سيرت پوهنې اصلي موخه په ټوليزه توګه د هغه اسلامي حقيقت پيژندل دي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې يې عملي بېلګه موجوده وه او اصول، بنسټونه، قواعد او احكام يې لا وار د مخه زموږ په ذهنونو كې ناست دي، نو په دې اساس د سيرت پوهنې موخه په څو برخو وېشلى شو:
1_ څو د رسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي شخصيت د هغه ظروفو په رڼاكې چې ده پكې ژوند كاوه وپېژنو او وپوهيږو چې هغه يوازې د خلكو تر منځ وتلى نابغه نه و بلكې تر دې وړاندې الله (ج) د  وحې  په وسېله تاييد كړى وو.
2_ څو د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ژوند له  هر اړخ څخه بېلګه واخلو او د ژوند تګلاره يې كړو ځكه چې د هغه په مبارك ژوند كې د انسان لپاره څرګنده بېلګه موجوده ده الله (ج) يې په اړه فرمايلي دي (ولكم فى رسول الله اسوۍ حسنۍ) ژباړه: ستاسو لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې ښه بېلګه ده
3_ څو انسان د سيرت په لوستلو سره د الله (ج) د كتاب پيغام او موخې ته په رسېدلو كې بريالى شي ځكه چې د قراّن ډېر اّيتونه په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې تيرې شوې پېښې او د هغو په اړه د هغه دريځونه تفسيروي.
4_ په لوستلو د عقېدې، احكامو او اخلاقو په برخه كې زياتو اسلامي معلوماتو او صحيحو مطالبو ته لاس رسى پېدا كړي ځكه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند د ټولو اسلامي اصولو او احكامو روښانه انځور وو.
5_ د سيرت په لوستلو سره مسلمان ښوونكى او داعي د روزنې او پوهنې په ډګر كې ژوندۍ بېلګه مومي ځكه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم كامياب معلم او غوره روزونكى وو او د دعوت په بېلا بېلو پړاوونو كې يې د تربيې او پوهنې په ډګر كې زياتې هڅې كړې دي.
6_ تر ټولو مهمه داده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوند ټولو انساني فردي او ټولنيزو اړخونو ته شامل دى ځكه چې هغه د فرد په توګه هم ژوند كړى او په ټولنه كې د يوه فعال غړي په توګه هم پاتې شوى دى، د نوموړي په ژوند كې د سالم چلند لرونكي ځوان او له خپل قوم او ملګرو سره د امين شخص روښانه بېلګې تر سترګو كيږي، دغه راز د الله (ج) لورته په حكمت او ښې موعظې د بلنې څركونه هم ځليږي ځيركه او حكيم ولسمشر او له ښځو سره په چلند كې بې سارى ميړه، له اولاد سره په مينه كې مهر بان او خواخوږى پلار، ماهر نظامي قوماندان او په ملګرو كې د بې تكلفه ژوند سمبول وو نو په دې توګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سيرت د هغه د انساني ژوند د ټولو اړخونو حقيقي انځور ګري كوي.
نبوي سيرت او تاريخ:
د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد  صلى الله عليه وسلم  سيرت او ژوند د هغه ستر تاريخ د بهير بنسټ  دى چې مسلمانان د ژبو او سيمو د توپير سره ورباندې وياړي نو له همدغه سيرت نه مسلمانانو تاريخ وليكه، مسلمانو ليكوالو د تاريخي پيښو په ترڅ كې ترهرڅه دمخه د نبوي سيرت پيښې وليكلې او بيا يې د ليكنو دغه لړۍ  د هغو پيښو په ثبتولو سره چې وخت په وخت پيښيدې ترننه راوغځوله، د مسلمانانو د تاريخي پيښو د روايت فن د پيښو ثبتولو او له ناسمو څخه د سمو جلاكولو لپاره يوه علمي تګلاره رامينځته كړه ځكه چې دوى په شرعي توګه مكلف وو چې هغه په داسې صحيحه اوسوچه توګه تدوين كړي چې هيڅ شك، دروغ او شبهه ورته لاره ونكړي، دوى پدې پوه وو چې د رسول الله سيرت د الله (ج) د كتاب پوهيدنې لومړنۍ كيلي او د پلي كيدو غوره بيلګه ده نو دا چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په نبوت او د الله (ج) پركتاب يې باور درلود او پدې عقيده وو چې د دواړو عملي كول ورباندې فرض دي نو اړشول څو د سيرت د حقايقو او سپيڅلو نبوي سنتو د ساتنې په موخه د يوې علمي تګلارې له مخې هڅې وكړي، نو د حديثو د علم قواعد او د جرح او تعديل اصول يې رامينځته كړل چې دا په لومړي سر كې د حديثو لپاره ستر خدمت وو او وروسته بيا د ټول تاريخ د ثبتولو لپاره ګټور تمام شو.
د سيرت ليكنې تاريخ:
مسلمانانو د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديثو، سنتو،  چارو او غزاګانو ته پوره پاملرنه لرله او هغه به يې په خپلو حافظو او سينو كې ساتلو اوان ځينو لوستو او ليكوالو صحابو به د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وخت نه د لومړۍ هجري پيړۍ تر وروسته پورې چې په رسمي بڼه د سيرت تدوين پيل شو، د نبوي سيرت پيښې او مغازي ليكل.
سيرت د حديثو يوه برخه ده:
د حديثو په كتابونو كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ژوند غزاګانې، ځانګړينې، مناقب او د صحابه و مناقب ذكر دي چې،وروسته بيا د سيرت په اړه له حديثو نه جلاكتابونه وليكل  شول او دغه يو مستقل علم وګرځيد، د حديثو تر ټولو پخوانى كتاب (مو طاامام مالك) د سيرت په اړه ليكنې لري او دامام  بخاري كتاب صحيح البخاري خو د ( المغازي) په نوم ځانګړى كتاب لري دغه راز په ( صحيح مسلم) كې هم د نبوي سيرت، فضايلو، د هغه د ملګرو فضايلو، جهاد او سريو په اړه ليكنې موجودې دي.
د سيرت په اړه ځانګړي كتابونه ليكنه:
په نبوي سيرت باندې ځانګړي كتابونه ليكل د لومړۍ هجري پيړۍ په دويمه نيمايي كې پيل شول او پدې لړ كې  څو څيرې مشهورې شوې:
1_ حضرت ابان د حضرت عثمان بن عفان رضى الله عنه زوى چې د عبدالملك بن مروان د حكومت پر مهال اوه كاله د مدينې والي وو، د حديثو او فقهې په علم كې يې نوم درلود او  د سيرت په  اړه پاڼې وې چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ژوند، ورځنيو چارو او غزاګانو په اړه ليكل شوې وې، نوموړى په 105 هجري كال وفات شو.
2_ عروه د زبير بن العوام رضى الله عنه زوى:
پلار يې حضرت زبير رضى الله عنه د رسول الله صلى عليه وسلم باجه او له نژدې  ملګرو څخه وو، په ټولو غزاګانو او پېښو كې حاضر وو مور يې حضرت اسماء رضى الله عنها د حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه لور هم د سيرت په ګڼو پيښو كې حاضره وه، عروه د خپلې ترور حضرت عائشې رضى الله عنها او نورو اصحابانو څخه احاديث روايت كړي دي.
3_ امام محمد بن شهاب زهري: د حجاز او شام نامتو عالم وو، علماء يې په درنښت كې يوه خوله دي نوموړى له هغو لومړنيو كسانو څخه وو چې د حضرت عمر بن عبدالعزيز رضى الله عنه په امر يې حديث تدوين كړل، ويل كيږي چې ده په سيرت كې لومړنى كتاب ليكلى دى چې ډېر صحيح  او باوري دى او ابن اسحاق  ورباندې ډېر اعتماد لري، نوموړى په (120 ) هجري كال وفات شوى دى.
د سيرت ليكونكو دوهمه ډله:
په پورتنيو درې مهمو او نامتو سيرت ليكونكو سربيره يوه بله ډله پوهان او ليكوالان ډګر ته راووتل چې مشهور يې دغه ښاغلي دي:
1_ عاصم بن عمر بن قتاده بن نعمان انصاري:
دده نيكه قتاده د رسول الله صلى الله عليه وسلم له ملګرو څخه وو په غزاګانو او سترو پيښو كې به حاضر وو، پلار يې عمر له خپل پلار قتاده نه د غزاګانو او سيرت پيښې رانقل كړې دي او ده ( عاصم) بيا له خپل پلار عمر نه روايتونه كول، عمر بن عبدالعزيز ورته امر وكړ چې ددمشق په جومات كې كښيني او خلكو ته غزاګانې او د صحابو مناقب بيان كړي، نوموړى له هغو مهمو سر چينو څخه دى چې واقدي او ابن اسحاق ورباندې ډېر باور كړى دى.
2_ عبدالله بن ابي بكر بن محمد بن عمر وبن حزم انصاري:
ستر نيكه يې حضرت عمروبن حزم رضى الله عنه د رسول الله صلى الله عليه  وسلم له ملګرو څخه وو، يمن ته يې استولى وو څو خلك په دين پوه كړي، د عبدالله پلار ابوبكر د مدينې قاضي او والي وو، له لومړنيو كسانو څخه وو چې د حضرت  عمر بن عبدالعزيز په امر يې حديث تدوين كړل، ابن اسحاق واقدي ابن سعد او طبري ترې ډېر روايتونه نقل كړي دي، په 135 هـ  كال وفات شوى دى.
د سيرت ليكونكو دريمه ډله:
د سيرت پوهانو او راويانو دريمه طبقه د لومړنۍ عباسي دورې په مهال څرګنده شوه:
1_موسى بن عقبه چې امام مالك رحمه الله عليه يې په اړه  ويلي دي چې ((د عقبه مغازي تر ټولو صحيح كتاب دى) ابن سعد او طبري ترې د سيرت او امام بخاري ترې د حديثو روايتونه كړي دي په 141 هـ   كال وفات شوى دى.
2_ محمد بن اسحاق بن يسار مطلبى:
په اصل كې دفارس وو، نيكه يې يسار د عين التمر په جګړه كې د حضرت خالد بن وليد رضى الله عنه د لښكر لخوا اسير شو بيا دقيس بن مخرمه بن عبدالمطلب غلام وو نو ځكه ورته مطلبى وايي، په ( 85) هـ كال كې زيږيدلى او د مدينې له ګڼ شمير عالمانو سره يې ملاقاتونه شوي او روايتونه يې ترې نقل كړي دي امام شافعي رحمه الله عليه يې په اړه ويلي دي ( په مغازي كې بايد له محمد بن اسحاق نه پوهه ترلاسه كړل شي) د مغازي په نوم يو كتاب يې ليكلى دى چې په سيرت كې  تر ټولو لومړنى كتاب دى.
3_ واقدي محمد بن عمر بن واقد:
د مغازي، سيرت او تاريخ په  علم كې له محمد بن اسحاق نه وروسته په دوهمه درجه كې وو، امام احمد بن حنبل يې په اړه ويلي دي( په مغازيو كې بصيرت لري) تاريخ ليكونكو ترې ګټه اخيستې ده د ( التاريخ الكبير) په نوم كتاب لري چې امام طبري ترې نه په خپل تاريخ كې روايتونه نقل كړي دي.
د سيرت ليكونكو څلورمه طبقه:
1_ ابو محمد عبدالملك بن هشام بن ايوب الحميرى:
په اصل كې د بصرې ووخو په مصر كې ميشت وو د نورو كتابونو ترڅنګ يې په سيرت كې هم د (سيره ابن هشام) په نوم كتاب درلود چې د ابن اسحاق په كتاب يې زياتونه او تبصرې كړې دي.
2_ محمد بن سعد:
د واقدي شاګرد او د كتابونو ليكونكى وو له همدې امله ورته د واقدي  كاتب ( ليكوال) وايي، په بصره كې زيږيدلى، تر ټولو ستر كتاب يې ( الطبقات الكبير) دى، اته ټوكه لري چې لومړي دوه يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سيرت او غزاګانو ته ځانګړي كړي دي او پاتې نور شپږ  يې د صحابو او تابعينو تاريخ ته بيل كړي دي ځينو محدثينو ستايلى دى، خطيب بغدادي دعدالت څښتن بللى دى.
عبدالفتاح جواد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: