د اسلام څخه مخکې او وروسته د مېرمنې حالت

حقيقت دادی چې د تاريخ په اوږدو کې ښځه د ډېرو کړاونو او سختيو سره مخامخ شوېده، هر يو نظام چې راغلی ښځه يې قرباني شوې، له داسې غمونو، ظلمونو او بدبختيو سره مخ شوې چې انسانيت يې مثال ندی ليدلی.

د تاريخ د بربنډو پاڼو څخه دا هم ده چې بشريت د مېرمنې پر وړاندې داسې چلند کړی چې هغه يې د انسانيت له جنسه ويستې، بلکی په مخکني قومونو کې داسی یوه ټولنه نده تېره شوې چې ښځی ورڅخه رنګارنګ عذابونه او ظلمونه نه وي څکلي.

پخواني يونانيانو به دښځی په هکله داسې ويل: ښځه يوه زهرجنه ونه ده، او دابه د يو خرڅلاو څيز په څېر په بازار کې پلورل کېده.

ايټالويانو به ويل چې: د ښځې روح نشته نوموړې ته يې داسې بشر ضد سزا ورکوله چې حیوانیت پر داسې سزا شرمېږي، وريت کړي غوړي او تېل به يې را واخيسته او په سر به يې ور واړول او بيا به د آسونو په واسطه تر مرګه کش کېده.!!

چينايانو به ويل چې: ښځه دردوونکي اوبه دي؛ نيکبختي له منځه وړي او چينايې ته دا حق وه چې خپله ښځه ژوندۍ ښخه کړي، او کله چې مړه شي بيا يې کورنۍ ته دا حق شته چې ميراث ترلاسه کړي.!!

your ads

هندوانو به ويل چې د ښځې څخه بل ډېر بد مرګ، دوزخ، زهر، مار او اور نشته، بلکې ښځې ته دخپل مېړه د مرګ څخه وروسته دا حق نشته چې ژوندۍ پاتې شي بلکې دا به له خپل مېړه سره يو ځاې سوځول کېږي.!!

ایرانیان د ښځې په هکله دا عقيده لري چې د هرې ښځې سره نکاح کېږي که څه هم هغه د محرماتو څخه وي، او مېړه دا حق لري چې خپلې ښځې باندې د مرګ حکم ورکړي.!!

يهودان د ښځې په هکله وايې چې: ښځه لعنت دی، او دګمراهۍ سبب دی، او د حيض په حالت کې ناپاکه او پليته ده. او پلار يې دا حق لري چې خرڅه يې کړي.!!

مسيحيانو په ۵۸۶م کال کې دڅېړنې يو مجلس داير کړ چې په هغه کې يې دا سوالونه مطرح کړي وه: آيا ښځه د انسانانو څخه شمېرل کيږي او که نه؟ آيا ښځه روح لري او که نه؟ که روح لري نو آيا دا حيواني روح دی که انساني روح؟ او که انساني روح لري نو آيا دا روح دسړي دروح سره برابر دی او که دهغه څخه په ټيټه درجه کې قرار لري؟

په آخره کې يې دا قرار صادر کړ چې ښځه انسانه ده خو دا يواځی د سړي د خدمت لپاره پيداشوې او بس.!!

انګريزي پارلمان د اتم هنري پادشاه په وخت کې دا قرار صادر کړی وه چې ښځی باندې د نوي عصرپه نامه کتاب (تحريف شوی انجیل) لوستل حرام دي ځکه چې ښځه نجسه او پليته ده.!!

مخکې د اسلام څخه عربو د ښځو سره داسې کرکه درلوده چې د مرګ څخه يې هم ورته په بد نظر کتل، تردی چې داسې حالت به راتلو چې خپلې لورګانې به يې ژوندۍ ښخولې او يا به يې په کوهي کې په داسې صورت غورځولې چې مړه زړونه به يې ويلي کول.!!

قرآنکريم کې د عربو دجاهليت وخت دښځې په هکله داسې بيانوي: ” وإذا بشر أحدهم بالأنثى ظل وجهه مسودا وهو كظيم، يتوارى من القوم من سوء ما بشر به أيمسكه على هون أم يدسه في التراب ألا ساء ما يحكمون”ژباړه: کله چې له دوی نه یو چاته د لور د زېږېدو زیری ورکول کېږي؛ نو مخ یې تور اوړي؛ او هغه (د وینو غړپ) تېروي. د خلکو څخه پټ ګرځي؛ چې د دغه ناکاره خبر د اورېدو وروسته به څنګه له چاسره مخامخ شي. فکر کوي چې له شرم سره لور وساتي او که په خاورو کې يې ومنډي. وګورئ څومره ناوړه حکم دی چې دوی يې د الله په باب کوي. د النحل سورت ۵۸-۵۹ آیتونه.

ګرانو! دغه د جاهلیت د دور حالات او پېښې وې چې د مېرمنو پر وړاندې يې ډېر بد چلند او ظلمونه کول، دليکنې په دویمه برخه کې به د اسلام سپيڅلي دين هغه حقوق او امتیازات چې مېرمنې ته يې ورکړي هغه بیان کړو.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

عمرالخراساني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب