اخلاق

په اخيستلو او پلورلو کې د مسلمان چلند

د هر مسلمان تاجر او دوکاندار لپاره پکار ده چې د اخيستلو او پلورلو احکام وپېژني، ځکه ډېر مسلمانان د ناپوهۍ لامله په غلطۍ او ګناه کې پرېوځي، د دې په هلکه اسلام ډېر آداب او لارښوونې ذکر کړي، اسلام د اخيستلو او خرڅولو په احکامو کې عام مصلحت په نظر کې نيولی چې انسان له دوکې، خيانت او سود څخه لرې ساتي.

د اخيستلو او خرڅولو د احکامو پېژندلو اهمیت

د مسلمان د ژوند ټولې چارې بايد د الله تعالی په بندګۍ کې تېری شي، بندګي دې ته وايې چې په امر، نهي، حضر او سفر کې د الله تعالی حکم په ځان ومنې، ځينې خلک دا ګومان کوي چې د الله تعالی دين يواځې لمونځ، روژه، زکات او حج دی او بس، او کله چې ورڅخه ګناه وشي نو بيا وايې چې زه الحمدلله لمونځ کوم، روژه نيسم، هر کال حج کوم او زکات ورکوم، دا ګومان کوي چې ګويا دا د الله تعالی ټول دین دی، او خبره داسې نده بلکې په مسلمان چې په ورځ او شپه کې کوم کارونه تېرېږي هغه بايد د شريعت په چوکاټ کې دننه وي، الله تعالی فرمايې: {وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ} ژباړه: هيڅ يوه مؤمن او هيڅ يو مؤمنه دا حق نلري چې کله الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د کومې کار او قضيې فېصله وکړي او بيا دوی له هغې فيصلې بله فيصله غوره کړي [الأحزاب:۳۶[

نو دا عام مطلق آيت دی چې د مسلمان خبره، کړنه او عادتونه سموي، او  شرعي چوکاټ کې يې را نغاړي.

خلکو د علم يو لوی باب پرېښي، چې هغه د اخيستلو او خرڅولو باب دی، د حرام او حلال ورکړې راکړې تر منځ توپير نشي کولای، حال دا چې شريعت مونږ ته په اخيستلو او خرڅولو کې ټول حلال او حرام په ګوته کړي، عمر رضي الله عنه به چې کله بازار ته داخل شو نو هغه دوکاندار او تاجر چې د اخيستلو او خرڅولو په احکامو ناپوه وه نو په قمچين به يې ووهه او ورته به يې وويل: په دې احکامو ځان پوه کړه.

همدارنګه علي رضي الله عنه هم اخيستونکي او خرڅوونکي به يې مجبورول چې په دې احکامو ځان پوه کړي.

او زياتره خلک په دې نه پوهېږي چې څرنګه اخيستل او خرڅول وکړي نو په غیر شعوري ډول په ګناه کې اخته کيږي، نو په همدې اساس الله تعالی د اخيستلو او خرڅولو لپاره آداب او احکام ټاکلي.

د اخيستلو او خرڅولو په جواز او د سود په حرمت باندې دليلونه:

اخيستل او خرڅول په قرآن کریم، سنتو او اجماع سره ثابت دي، الله تعالی فرمايې:{وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا} او الله تعالی اخيستل او خرڅول حلال کړي او سود يې حرام کړی.[البقرة:۲۷۵[

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې کوم کسب غوره دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: “عمل الرجل بيده، وكل بيع مبرور” هغه کار چې يو سړی يې پخپل لاس کوي، او هره بیع چې خيانت پکې نه وي. حاکم روايت کړی.

او نور ډېر احادیث هم د پلورلو او اخیستلو په مشروعيت کې راغلي.

همدارنګه په خرڅولو او اخيستلو باندې د ټول امت اجماع دی، او دا د انسانانو اړتياوو څخه ده، او انسان په فطرتي دول ټولنيز  ژوند غواړي او يو بل ته يې اړتيا پيدا کيږي، نو څرنګه چې انسانان يو بل باندې د خرڅولو او له يو بل څخه د اخيستلو اړتيا لري نو پکار ده چې خرڅول او اخيستل په عدل او انصاف سره وکړي، ددې لپاره اسلام خپل قوانين او احکام ذکر کړي، مونږ مسلمانان په دې هکله هيڅ يو خارجي او غربي قانون ته اړتيا نلرو، بلکې زمونږ دين مکمل دی، بايد د اخيستلو او خرڅولو ټول احکام په صحيح توګه وپېژنو، د حرامې او حلالې ګټې ترمنځ توپیر وکړو تر څو خپله حلاله روزي ځان ته حرامه نکړو.

د اخيستلو او خرڅولو ځينې آداب او احکام

نرمي او بښنه کول:

هغه تن چې اخيستل يا خرڅول کوي بايد نرم وي، او له زياتو جنجالونو ځان لرې وساتي، خلکو سره په نرمۍ اخيستل او خرڅول وکړي، اخيستونکی یا خرڅوونکی بايد يو له بل سره د معافۍ او بښنې چلند وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: (رحم الله رجلاً سمحاً إذا باع، سمحاً إذا اشترى، سمحاً إذا اقتضى) الله تعالی دی په هغه سړي رحم وکړي چې کله يو څه خرڅوي نرمي او بښنه کوي، کله چې يو څه شی اخلي بښنه او نرمي کوي او کله چې له چا پور غواړي په نرمۍ سره يې ترې غواړي او يا ورته بښنه کوي. بخاري روايت کړی.

له دې حديث څخه معلوميږي چې که چا باندې يو څيز خرڅوې نو بايد له نرمۍ او بښنې کار واخلې او اخيستونکی د لسو يا شلو افغانیو لپاره خفه نکړې، همدارنګه اخيستونکی بايد هم له نرمۍ کار واخلي او دوکاندار سره په لسو يا شلو افغانیو ټينګ نشي، ځکه د اسلام دين د عبادت او معاملې داوړو دين دی، همدارنګه دواړه خواوې له خو اخلاقو کار واخلي.

– خرڅوونکی بايد له اخيستونکي سره دوکه ونکړي او داسې دی نکوي چې اخيستونکي ته په لومړي ځل اوچت نرخ ووايې خو کله چې ګومان وکړي چې اخيستونکی يې په دې نرخ نه اخلي نو لږ را ټيټ شي او اخيستونکي ته دا معلومه شي چې دوکاندار په دې سودا کې دوکه کوي، ځکه دا ډول خرڅول د پورتني حديث مخالف ده.

په اخيستلو او خرڅولو کې بايد سوګند ونه خوړل شي:

رسول الله صلی الله عليه وسلم له سوګند خوړلو منع کړې، ځکه په بې فايدو او ناچیزو څيزونو باندې سوګند خوړل د الله تعالی د نومونو او صفاتو سره بې ادبي ده، ځکه سوګند د دې لپاره ندی چې په اخيستلو او خرڅولو کې دی وخوړل شي او که ته په دې سوګند کې دروغجن وی بيا خو ستا ګناه نوره هم زياته شوه ځکه تا له بې ځايه سوګند سره سره د مسلمان حق هم تلف کړ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: (ثلاثة لا ينظر الله تبارك وتعالى إليهم يوم القيامة، ولا يزكيهم، ولهم عذاب أليم: المسبل، والمنان، والمنفق سلعته بالحلف الكاذب) الله درې تنو ته د قيامت په ورځ (د رحمت په سترګه) نه وينې، او نه يې ګناهونه بښي او د هغوی لپاره به دردناک عذاب وي، يو هغه تن چې کميس له ګيټو ښکته کوي، بل هغه تن چې بل چا باندې زبادنه او احسانونه کوي او بل هغه تن چې خپله سودا د درواغو په قسم سره خرڅوي.

په پور کې ځنډ کول او د يو چا د مال غصبولو حرمت:

نبي عليه الصلاة والسلام فرمایې: (من أخذ أموال الناس يريد أداءها أدى الله عنه، ومن أخذ أموال الناس يريد إتلافها أتلفه الله عز وجل) چا چې د خلکو مالونه په پور سره واخيستل او بيا د هغه د ادا کولو اراده هم لري نو الله تعالی به د دې پور ادا کړي او ده سره به مرسته وکړي، او چا چې د خلکو مالونه په دې نيت سره واخيستل چې هغه ضايع کړي نو الله تعالی به دا تن ضايع کړي. بخاري روايت کړی.

همدارنګه مسلمان بايد د بل مسلمان مال په زور سره غصب نکړي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې په هکله سخت وعيد ذکر کړی په يوه حديث کې راځي: (…ولا ينتهب نهبة ذات شرف وهو مؤمن) يو تن د يو چا خوښ مال؛ نه غصبوي او هغه دی مومن وي.

په پور ادا کولو کې ځنډ نه کول:

په حديث شريف کې راځي چې هغه تن چې مالدار وي، او کولای شي پور ادا کړي او دا يې نه ادا کوي دا ظلم دی، خلکو ته به نه وایې چې سبا يې درکوم، يو مياشت وروسته يې درکوم، يو کال وروسته يې درکوم حال دا چې تا سره د پور ادا کولو وس وي، او که څوک د پور ادا کولو څخه عاجزه وي او يا غريب وي نو پور ورکوونکي ته پکار نده چې پور وړونکی بندي کړي، او يا هغه پسې شله شي او تنګ يې کړي، ځکه الله تعالی فرمايې: {وَإِنْ كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ} که پور وړونکی غريب وي نو تر هغه به ورته انتظار کوې چې د آسانۍ او مالدارۍ حالت ته ورسيږي.[البقرة:۲۸۰]، الله تعالی امر کړی چې غريب ته به انتظار کوئ، او که مالدار وي نو په هغه واجب دي چې زر تر زره خپل پور ادا کړي، او که پور ادا نکړي او مړ شي نو دا په ډېر لوی خطر کې دی، ځکه شهيد ته هم د پور پرته ټول ګناهونه بښل کيږي.

په اخيستلو او خرڅولو کې رښتیا ویل او له درواغو ډډه:

هر دوکاندار او تاجر ته لازم او فرض ده چې د خپلې سودا عيب خرڅوونکي ته بيان کړي، “الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، ولَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ بَاعَ مِنْ أَخِيهِ بَيْعًا فِيهِ عَيْبٌ، إِلَّا بَيَّنَهُ لَهُ” مسلمان د بل مسلمان ورور دی، او يو مسلمان ته پکار نده چې په خپل ورور باندې داسې څه خرڅ کړي چې په هغه کې عيب پروت دی، مګر هغه وخت يې خرڅولای شي چې عيب ورته بيان کړي. حديث صحيح دی.

بل حديث کې راځي: (البيِّعان بالخيار ما لم يتفرقا، فإن صدقا وبينا بورك لهما في بيعهما، وإن كذبا وكتما محقت بركة بيعهما) اخیستونکی او خرڅوونکی تر هغه وخت اختيار لري چې يو له بل څخه جدا نشي، که چېرې دواړه په خپله سودا کې رښتيا وايې او عيب يې ښکاره کړي الله تعالی به دواړو ته پکې برکت واچوي، او که دروغ ووايي او د سودا عيب پټ کړي د دواړو د سودا برکت به له منځ ولاړ شي. حديث صحيح دی.

نن ورځ خلک ډېرو مالونو ته ګوري، او شريعت يې برکت په نظر کې نيسي، څومره زيات خلک دي هيڅ مال ورسره نشته خو الله تعالی ورته د پرهېزګارۍ او صدقې لامله په لږ مال کې برکت اچوي، او زيات خلک دي چې هغوی سره ډېره دارايې وي، خو په شهوتونو او محرماتو کې يې استعمال کړي نو الله تعالی ورڅخه برکت واخلي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: