چاپلوسي اړوند ویناوې

چاپلوسي هغه بد قبیح عمل دی چې رسول اکرم ﷺ خپل امتیان له دې عمل څخه ویرولي او هغوي ته یې خبر ورکړي چې د دې له ارتکاب څخه ځان په جدي ډول وژغوري،ترڅو یې دنیا او اخرت دواړه برباد نشي.

عن ابي امامة رضي الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال من شرالناس منزلة عندالله یوم القیامة عبد اذهب اخرته بدنیا غیره. (رواه ابن ماجه)

له ابو امامة رضي الله عنه څخه روایت دی رسول الله ص فرمایې: ترټولو بد ترین کس د قیامت په ورځ د الله په وړاندې هغه څوک دی،چې خپل اخرت د بل چا لپاره له منځه یوسي.
او دا شخص نه دی مګر چاپلوس تل خپل اخرت د بل چا لپاره قربانوي او له منځه یې وړي.

د دې حدیث شرحه د تابعي په یو اثر کې هم رانقل ده:میمون ابن مهران وایې: عادل امام عمر ابن عبدالعزیز رح په یوه مجلس کې ناست وه، نو خپلو ناستو وګړو ته یې په مجلس کې وویل: چې (ماته خبر راکړئ، په هغه ډیر احمق او بې عقله سړي، چې دا څوک دی؟ ناستو کسانو وویل: دا هغه سړی دی چې خپل دنیا یې د اخرت د ژوند په مقابل کې غوره کړې وي،نو امیرالمؤمنین وویل چې ایا له د څخه زیات کم عقل او احمق در ونه ښایم؟ ناستو کسانو وویل ولې نه!
نو عمر ابن عبدالعزیز رح وویل: چې دا هغه څوک دی چې دبل چا د دنیا په مقابل کې یې خپل اخرت پلورلی وي.

په همدې ډول د احادیثو مشهور عالم دارمي رح؛ په خپل کتاب کې دسلیمان بن عبدالملک واقعه نقلوي هغه وایې چې سلیمان بن عبدالملک له ابو حازم صیب څخه وپوښتل: چې څوک ډير کم عقل دی؟هغه ورته وویل چې څوک د بل چا د خواهش د پوره کولو لپاره ځان کمتر حساب کړي،په داسې حال کې چې دا خواهش پرست ظالم هم وي،نو دې چاپلوس خپل اخرت د ې ظالم د دنیا په مقابل کې خرڅ کړ!!

نو سلیمان بن عبدالملک وویل: حق خبره دې وکړه.
امام مالک رح به ویل چې ډیر زیان کاره هغه څوک دی:چې اخرت په دنیا وپلوري ،او له دې څخه هم زیات زیان کاره هغه څوک دی ،چې د بل ددنیا مقابل کې خپل اخرت وپلوري.
همدا ډول سحنون رح وایې : ډیر بدبخته هغه څوک دی چې دبل د دنیا په مقابل کې خپل اخرت پلوري.

د اخرت دپلورلو معنی څه ده: معنی دا چې د الله نافرماني د دې لپاره کوي چې په دنیا کې پرې څه فائده حاصله کړي، اوپه دې سره ځان د اخرت له مزیاوو څخه بې برخي او زیان یې قبلوي.
اود دې مثال داسې دی چې یو سړی د دې لپاره په بیع کې د دروغو سوګند وکړي چې په په خرڅولو کې ګټه وکړي.

او یا دهغه چا مثال چې چاپلوسي کوي او اخرت په دنیا پلوري، نو هغه داسې دی. لکه یو سود خور سړی چې د دې لپاره سودي معاملې کوي چې ګټه لاسته راوړي او مالونه په باطلې طریقي سره راجمع کړي.
نو دسود خور او چاپلوس مقام هم یو کیږي.
او د دې مثال داسې دی! لکه څوک چې د ظالم سره د دې لپاره په ظلم کې مرسته وکړي. څو له د

ظالم له ظلم ځینې په امن کې شي،لکه علماء سوء هم دا کار کله کوي او دا غلط خویونه خپلوي دوي پردی خویونه هم خپل کړل او دنیا هم بل چا ته لاسته ورغله.
مناوي صیب په فیض القدیر کې وایې چې همدا ترټولو خسیس ترین خلک دي.

تملق د امام ابن خلدون په نظر څه دی؟

چاپلوسي د ابن خلدون په نظر دا یو اجتماعي اوسیاسي امر دی،او دیته هغه بې دینه نظامونه کار کوي، چې په هغې نظامونو کې حاکمان اسلامي مصادر ډیر کله د قضیاوو دحل لپاره نه ټاکي او تل پکي استبداد او ظلم وي، خو صرف څه خلک چې هغوي خپل اخلاقي او دیني امر له پښو لاندې کړي، او صرف جاه جلال او ظاهري مال متاع خپل هدف جوړ کړي، نو بیا له دوي څخه دا فاسد نظامونه کار اخلي او د چاپلوسانو په ملاتړ دهغه چا حق دا نظامونه له منځه وړي ؛چې هغه څوک ونلري،او ظاهرا دینوي طاقت ونه لري بلکي غریب او مظلوم او بیچاره خلک وي.

په سنن نسائي کې راځي: چې تملق په نژدیکت، دعاء، او عاجزی، کې له خپلې کچې څخه زیاتېدلو ته وایې،او دا دالله تعالی څخه علاوه هیچا ته مجاز نه دي، صرف الله تعالی ته په دغه اشیاوو کې غلوه پکار ده نه بل چاته ځکه بل چاته دا حرامه ده.

همدا ډول تملق دیته هم وایي: چې په یو چا کې څه اوصاف نه وي او ته یې ورته منصوبوې.
امام قرطبي :چاپلوس انسان هغه چاته وایي چې په ژبه څه وایي هغه یې په زړه کې نه وي.

بیا امام ابن خلدون د چاپلوس ځینې اوصاف ذکر کوي:چې له هغوی ځینې سرټیټي، ذلت،سپکوالی، دروغ، غیبت، چغلخوري…، همدا شان نور هغه مهلک صفتونه چې شرعیت ترې منعه کړې هغه چاپلوس انسان خپلوي او دا په دې په خاطر چې دنیا لاسته راوړي.

نو درنو لوستونکو! که دا پورته اوصاف وګورو نو موږ به یې خامخا په هغه چا کې ومومو چې هغه متلمق وي ، نو چې کله چاپلوس انسان کې دا اوصاف موجود شول هم یې دنیا برباد شوه، او هم اخرت ځکه همدا مهلکات دمسلمان لپاره مهلک مرضونه دي.

الله دې موږ له دغه اوصافو څخه وژغوري خدای تعالی دې په مسلمانانو رحم وکړي.
زه دې نتیجي ته رسیدلی یم:چې چاپلوس هغه غلام دی چې دغلامې اخري حد ته رسیدلی وي، اصلا دا په ډیرو شیانو کې د دین تابعداري نه کوي،او صرف او صرف د خپل بادار منې، خو دا په هغه وخت کې چې دچا چاپلوسي کیږي ،هغه یو څه صالح حاکم وي، نو بیا شاید چې د چاپلوس دین به یوه څه دمنلو وړ وي! او چې حاکم بې دینه وي نو بیا خو چاپلوس چې په هره جامه کې وي نو له دین خلاص دی.

خو اوس وخت کې په پوره معنا معلومیږي چې چاپلوس هم د دین او هم د دنیا د ادابو پولي کراس کړي، او له دې هرڅه څخه تیر دی ،ځکه حاکمان مو دومره نا اهله دي چې حد پرې تمام دی،اوس وخت کې چې د دې اکثره حاکمانو لپاره کوم ملایان دقران کریم ایتونه د دوي د طبعیت مطابق تفسیروي، او په همدې معنوي تحریف چارواکو ته ځان ورنژدی کوي، ایا دا علماء دي نه هېڅکله دا علماء نه دي، بلکي دا دین پلورنکي چاپلوسان دي ، هو ریښتیا هم، دا هغه علماء سوء دي چې الله ج ترې موږ ته په قران کریم کې خبر راکړی دی: (مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ) (سورة الجمعة5)
ژباړه:مثال دهغه چا چې تورات باندې ورته دعمل کولو حکم شوی وه، بیا هغوي په تورات عمل ونکړ،دهغوي مثال د خرو دی چې کتابونه پرې بار وي ، دهغه چا عاقبت او تمثیل ډیر بد دی، چې د الله ایتونه یې دروغ وګڼل ، او الله تعالی ظالمانو ته هدایت نه کوي.

ایا څه فکر کوئ! د دوي مثال به له یهودو نه بدتر نه وي، چې په دین دروغ وایې سره له دې چې پر همدې دین پوهه لري او عمل پرې نه کوي.

چې دا بیا ترټولو خسیس ترین دي. ایا همدا نه دي چې دوي حق پټوي؟ او هغه کتاب چې الله ج له هرډول تحریف څخه ساتلی، ایا همدوي نه دي چې معنوي تحریف پکې په خپل فکر کوي؟ ایا دوي نه پوهیږي ؟چې هغه ذات ته ورځي چې د دې هرڅه پوښتنه به ترې کوي.

نو هغه مخکې صورت کې مو چې د رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ارشاد رانقل کړ چې د بل د دنیا په خاطر خپل دین پلوري،ایا هغوي هغه همدا نه دي؟

د چاپلوس په خوله دحق وینا جاري کیدل یو ناشونی کار دی،ځکه ده خپل هرڅه د بل په اختیار کې اچولي، او خپله یې ځان له حسنه خوي څخه خلاص کړی دی،که کوم نیک کار کوي نو هغه دهغه چا دی چې دایې چاپلوسي کوي، ځکه د ا په دې وخت کې د خپل اختیار خاوند نه دی.
له ابو سعید الخدري رض څخه روایت دی هغه وایې رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم)فرمایلي

تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچاه په وړاندې دحق خبره کول دي،او یا دظالم امیر په وړاندې.
نو هغه که بیا دحق په ویلو دار ته هم خيژي، نو دار ته په خندا ورځي او په دار کې خپل جنت له ورایه ګوري، ځکه الله تعالی رښتیا ویلي چې (وَمَا عَلَى الَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِنْ شَيْءٍ وَلَكِنْ ذِكْرَى لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ) سورة الانعام
ژباړه: په هغه چا کوم حساب نشته چې د الله ج له حساب کتاب او اخرت څخه ویریږي، صرف الله ج ورته دپند په توګه یادونه کوي، د دې لپاره چې په تقوا منګولې نورې هم خښې کړي.
نو دهمدې ارشاداتو په بنیاد دا علماء سرلوړئ هسک باوقاره عزتمن خلک دي ، دالله ج وعده ورسره ريښتیني او جنت ته به وردرومي(انشاالله).

الله تعالی دې موږ له همدوي سره په محشر کې هم حشر کړي،امین.
زه اوس وایم چې چاپلوسي که کوي نو خامخا به چاپلوس ځیني وجوهات دخپلې چاپلوسې لپاره لري،چې په لنډ ډول دهغې ذکر کوو او بیا په هغې رد کوو.

چاپلوسي عموما د دنیوي فائدو، جاه جلال، او منصب د لاسته راوړو لپاره وي.
ځیني خلک دا چاپلوسي د دې وجهي نه کوي چې مثلا دامجبور دی، خو دمجبورې له وجهي نه چاپلوسي کول دا کوم معقول کار نه دی،الله ج په قران کریم کې فرمایې (: (أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا)”(الزخرف:32).

ژباړه : الله فرمایې: ایا دوي دي چې تقسیموي د خپل رب رحمت، موږ د دوي ترمنځ ددنیا ژوند ویشلی، او ځیني مو په ځینو د درجو په لحاظ غوره کړي، د دې لپاره چې دوي یو دبل تابع شي.
نو که چېرته وګورو!! الله ج د ځمکې د نظام دتنظیم لپاره دا نظام داسې جوړ کړی چې انسانان یوبل ته تابع شي، که داسې نه وایې ټول مالداره وایی، نو دا سخت او شاقه کارونه به چا کولی؟ چا به په دې برخه کې د خلکو خدمت کولی؟ نو الله ج د دې لپاره دا نظام داسې جوړ کړ، چې ظلم او جبر بې عدالتي او بې نظمي رامنځته نه شي.

دا ژوند همداسې منظم دی چې یو به په دنیا کې پیسي لري، او هغه بل به یې نه لري نو چې څوک پیسي او شتمني ونلري؛ هغه به کار کوي، او مقابل کې به پیسي حاصلوي،نو همدا نظام به بیا سم، او د پرمختګ په لور روان وي.

خو دلته باید موږ دا خبره په ذهن کې ولرو! چې د غوره والې مفهوم په دې ډول نه دی، چې مال چا درلود هغه په هراړخیزه توګه د شرف څېښتن وي، او چې چانه درلود، هغه به دعزت او شرف خاوند نه وي، دغه د شرف وجوهات په اخروي او دنیوي ژوند کې الله ج په نوروځای کې بیان کړئ.

نو هر څوک باید په دې پوه شي، چې چا مال نه درلود، نو هغه به دمال لاسته راوړلو لپاره دچا چاپلوسي نه کوي، بلکي هغه به دشریعت نورو زاویو ته هم نظر کوي، او دمال او منصب د لاسته راوړلو لپاره به هېچا ته سرټیټي نه کوي،او له دې څخه به ځان ژغورئ، بلکی الله ج د مال لاسته وړلو لپاره د عزت لاري چاري ښودلي ، الله ج ته دا خوښه نه ده چې یو ازاد انسان دې د یو چا غلام شي، بلکې دلته یې د نظم د ټینګښت په خاطر صرف یوبل ته تابع کړي،نه دا چې هغوي دې بل چاته غلامي وکړي،او یا دې ورته بل څوک غلام ووایي.
مسلمان به هڅه او کوشش کوي او بروسه او اعتماد به صرف او صرف په الله ج ساتي، له الله نه به مرسته غواړي او چاپلوسي به صرف او صرف الله ج ته کوي.
رسول ﷺ په الله تعالی د توکل په اړه فرمایې(عن عمر رض الله عنه قال: سمعت رسول الله ﷺ يقول: لو أنكم تتوكلون على الله حق توكله لرزقكم كما يرزق الطير، تغدو خماصاً وتروح بطاناً[1]،) رواه الترمذي
له عمر رض الله عنه څخه روایت دی،هغه فرمایې چې له رسول الله ﷺ مې اوریدلي هغه فرمایې: که چېرته تاسو په الله تعالی د زړه له اخلاصه باور اواعتماد وساتی، نو الله ج به تاسوته داسې رزق درکړي؛ لکه مارغانو ته یې چې ورکوي سهار تشی ججوري وځي او ماښام بیرته ډکې ججوري واپس کیږي.دا حدیث ترمذي روایت کړی.

نو ټوله مرسته او نهایتي تضرع او عاجزي صرف او صرف الله ج ته روا ده ،نه بنده ته، او یوه مهمه مسئله باید په نظر کې ولرو چې انسان باید له هغه چا څخه د چاپلوسۍ او تملق به بدل کې مال وغواړي چې هغه پرې خوشحالیږي ، مال او منصب دواړه انسان ته ورکوي، نه هغه چاته چې چاپلوسي یې هم ناروا ده، او نتیجه پرې هم نه مرتبه کیږي،ځکه انسان هېڅ دا وړتیا نه لري، چې چاپلوسي دې ورته وکړای شي،بیا که یې هم څوک کوي، نو دنیا او اخرت دواړه به یې تباه وي.
اوس راځو داحترام اوچاپلوسۍ ترمنځ توپیر ته!

ځیني ورونه دا فکر کوي چې دیوچا درناوی دا هم چاپلوسي ده ،او ددې ترمنځ کوم روښانه توپېر نه تر سترګو کیږي.

خو داسې نه ده بلکې د دې ترمنځ روښانه توپیر شته هغه په لاندې ډول:
1: چاپلوسۍ کې ټولې هغه پولي کراس کیږي چې شریعت موږ ته ټاکلي، او هغه صفتونه په انسان کې وجود مومي، چې هغه قبیح دي مثلا دروغ ،دوکه ،غیبت …….او داسې نور،او په احترام کې داصفتونه وجود نه مومي، او دلته صرف اوصرف خالصه مینه وجود لري.

2:چاپلوسي کې ډیر کله دیو چا خوښه نه وي،خو په احترام کې یې د زړه مینه وي،او احترام د زړه له میني وجود ته راځي.

3: چاپلوسي ډیر کله دهغه چا کیږي چې هغه مال او منصب ولري برابر خبره ده چې دین پکي وي کنه؟(لکه دنن ورځی د نا اهله حاکمانو چې کیږي) خو درناوی بیا دهغه چا کیږي چې عالم، با وقاره مجاهد شخصیت وي، برابره خبره ده چې دنیوي مال متاع لري کنه.

4: په چاپلوسۍ کې دانسان عزت له منځه وړل کیږي، او دالله ج د عذاب مستحق کیږي ، اود درناوي په کولو کې الله تعالی د انسان تزکیه کوي او عزت یې لوړوي،الله تعالی فرمایې(وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) 215 الشعراء
ژباړه: خپلي وزرې دې مؤمنانو ته ښکته کړه، او دمؤمنانو خدمت وکړه ځکه په دې خدمت سره دانسان تزکیه کیږي،او الله تعالی پرې امر کوي.

نو دا داحترام او چاپلوسی ترمنځ توپېر دی، خو چاپلوسي ځینو نورو مهلکو معنیو امراضو سره مشترکات لري. او هغه مهلک امراض ډیر په چاپلوسی داخل دي لکه(غیبت،چغول خوري، دروغ ،بهتان،…..) دا اکثره په چاپلوسۍ کې شامل دي.

نو دا هغه څه وه چې ماته د چاپلوسۍ په اړه ډېر جالب وه، او ما په دې لیکنه کې هغه معلومات لاسته راوړل چې په نورو ځایونو کې مې لاسته نه وه راوړي.

الله دې موږ له دغه ناوړه بدو اعمالو څخه وژغوري، الله تعالی دې په مسلمانانو رحم وکړي، او الله تعالی دې زموږ علماء اصلاح کړي، څو زموږ دین ترخلکو په سم ډول ورسیږي ،ځکه چې هرمسلک والا چې نه پوهیږي، هغه خپل مسلک ته زیان رسوي ،خو عالم چې نا اهله وي هغه دین ته نقصان رسوي او ایتونه خلکو ته په غلط ډول تعبیروي.

نو چاپلوسۍ نه مو دې الله تعالی په خپل امان او پناه کې وساتي، الله دې موږ په حق قائم او دائم ولري.

وما ذالک علی الله بعزیز

لیکنه : عبدالحمید راشد 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب