ولې د نارینه په پرتله د ښځې ډېر ساړه کېږي؟

د ښځې بدن نه شي کولی چې ډېره اندازه ویټامین زېرمه کړي
د نارینه وو په پرتله د ښځو د بدن طبیعت بېلابېل توپیرونه لري، خو آیا لامل یې دا دی چې ښځه تر نارینه وو ژر د ساړه احساس کوي او که کوم بل علت دی؟

په جرمني کې د یوې وېبپاڼې په حواله، ښځه د نارینه وو په پرتله د سړې هوا تېز احساس لري، چې تر ډېره دغه وېبپاڼه روغتیايي مسائل شاربي.

د ویټامین کموالی: د هرمون په وسیله، د ښځې بدن نه شي کولی چې ډېره اندازه ویټامین زېرمه کړي، په تېره بیا “اي” ویټامین، چې تر ډېره د ژمي پرمهال بدن په خاصه توګه اړتیا ورته لري.
هرڅومره چې د تودوخې درجه لوړېږي، هومره ورسره دغه ویټامین ته ضرورت ډېرېږي؛ ځکه چې بدن یې په برکت د ځان د تودولو لپاره انرژي تولیدوي.
ځکه نو، په ژمي کې ښځې باید داسې خواړه وخوري، چې ډېر “اي” ویټامین ولري، لکه د لمرمخي غوړي، د زیتون او بادام غوړي او له غنمو جوړ شوي خواړه.
ښځه باید ورنونو ته څېرمه ځایونه د میندوارۍ پرمهال تاوده وساتي، کله چې بهر د حرارت درجه کمېږي، بدن یې خپل باطني حرارت راپرېږدي، او د ورنونو برخې ته خپل حرارت لېږدوي، ددې مانا دا ده چې ښځه لومړی د خپلو لاسونو او پښو د سړېدو احساس کوي.

نری پوست: له سړوښې سره د ښځې د پوست غبرګون ډېر تېز وي، کله چې یوه ښځه او یو سړی څنګ په څنګ روان وي، د ښځې د بدن د حرارت درجه د سړي د حرارت له درجې درې سلنه کمه وي؛ ځکه چې د ښځې پوست د سړي د پوست په پرتله ۱۵ سلنه نری دی.

په ژمي کې ښځې باید داسې خواړه وخوري، چې ډېر “اي” ویټامین ولري، لکه د لمرمخي غوړي، د زیتون او بادام غوړي او له غنمو جوړ شوي خواړه د تودوخې کمه درجه په بدن کې د وینې د تېز جریان مخه یوڅه نیسي، په دې مانا چې د وینې جریان ورو کېږي چې په دې سره د حرارت درجه هم ورسره ټیټېږي، دا هغه مهال ډېر امکان لري، چې د پوست طبقه نرۍ وي.
د بدن ظاهري بڼه: ځینې وايي “پخوا زمانو” کې به ښځې تر نارینه وو ډېرې چاغې وې، خو اوس زیاتره ښځې ډنګرې او نرۍ دي، په چاغ جسم کې تر ډنګر هغه ډېر غوړ او شحمیات وي، چې تر ډېره بدن ته ساړه نه ورپرېږدي، همدا ده چې پخوا به ښځو د نارینه وو په پرتله لږ د یخنۍ احساس کاوه.

بل خوا، هرڅومره چې د بدن د ننه د حرارت درجه زیاتېږي او وینه په جریان کې وي، هومره ورسره د بدن د تودوخې درجه زیاتېږي، هرڅومره چې د انسان عضلات غټېږي، د سړو احساس یې هم ورسره کمېږي.
همداشان، هرڅومره چې له بدن بهر د څو ساعتونو لپاره د سړو احساس زیاتېږي، د مصونیت پر سیستم ډېر منفي اغېز کوي؛ نو هغه کسان چې ډېر ساړه یې کېږي، د نورو کسانو په پرتله تر ډېره زکام کېږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب