بیولوژي

وده او رشد

وده او رشد

آیا وده او رشد توپیر لري؟

دلته د رشد او ودې د دقیقې پیژندنې سره اشنا کیږو.

رشد: د رشد په عملیه کې ټولې هغه پېښې شاملې دي چې په هغې کې یو کامل  ژوندي موجود منځته راځي. د یو ژوندي موجود د جوړوونکو برخو غټیدل یا مخکینیو برخو ته ورته برخو منځته راتګ، لکه په نبات کې د ساقې یا ریښو د اوږدوالي زیاتیدل یا د نوو پاڼو، ساقو او رېښو نوې برخې پیدل کیدل دا ټول د رشد په پېښو کې شامل دي چې په نباتاتو کې په دوه ډوله سرته رسیږي. یو د حجرو زیاتوالی چې د حجروي ویش په واسطه صورت نیسي او بل د حجرو د حجم زیاتوالی چې بیا لومړني حالت ته نه راګرځي خو د اوبو د جذب په واسطه د نبات پړسیدل په رشد کې ن راځي، ځکه چې د اوبو د دفع څخه وروسته بیا خپل لومړني حال ته راګرځي. په نباتاتو کې رشد د مریستم به نامه ځانګړو حجرو پورې اړه لري چې مریستم د نبات به ځانګړو سیمو کې شتون لري. هغه مریستم چې فعالیت یې د نبات د لومړني جوړښت سبب کېږي، د لومړني مریستم په نوم یادیږي چې د ساقې او ریښې په څوکو کې ځای لري، په ټولو نباتاتو کې موجود دي. بل هغه مریستم چې فعالیت یې د نبات د قطر د رشد او جوړښت سبب کیږي د ثانوي مریستم په نامه یادیږي. دغه مریستم په استوانه یي ډول د نبات په ریشه او ساقه کې منځته راځي چې د فعالیت له رشد څخه یې د نبات د قطر رشد صورت نیسي او ضخامت پیدا کوي چې په څو کلنو نباتاتو کې زیات لیدل کیږي.

په نباتاتو کې وده

یعنې د ژوند له یو پړاو څخه تیریدل او بل پړاو ته ننوتل دي چې په هغې کې نوې برخې منځته راځي.

په نباتاتو کې د ودې فعالیتونه د حیواناتو په شان د جینونو په واسطه کنترول او تنظیمیږي خو حیواني او نباتي کنترولوونکي فعالیتونه یو شان نه دي. په حیواناتو کې د ځینو نسجونو  د ودې په سرته رسیدو سره سم کنترول کوونکي هم غیر فعالیږي. خو په نباتاتو کې د ودې کنترولونکي  جینونه داېمي فعالیت لري او د مریستم حجرې به دوامداره ډول د ویش په واسطه نوې حجرې منځته راوړي په دې ترتیب وده د نبات د عمر په اوږدو کې دوام پیدا کوي او وده له رشد سره یو ځای سرته رسیږي.

په نباتاتو کې د ودې او رشد تنظیم

په نباتاتو کې رشد د نورو ژوندیو موجوداتو په شان په دوو طریقو صورت نیسي یو د حجرو ویش او بل د حجرو د څنګونو زیاتوالي په واسطه. نباتات د رشد د لازمو موادو د برابرولو لپاره د چاپیریال خامو موادو ته اړتیا لري. څرنګه چې نباتات د ضیايي ترکیب په پړاو کې د ودې او رشد لپاره د اړتیا وړ ټول کاربوهایدریتونه برابروي او دې عملیې د سرته رسولو لپاره د دوه خامو مادو لکه اوبه او کاربن دای اکساید ته اړیتا لري . همدارنګه نباتات د حیواناتو په شان د حجروي تنفس لپاره اکسیجن ته اړتیا لري. که څه هم  دنباتاتو شنې برخې ضیايي ترکیب په عملینه کې اکسیجن تولیدوي، خو د پاڼو او ساقو د ګټې اخیستنی وړ اکسیجن زیاته برخه له هوا څخه برابروي. رېښې خپل د اړتیا وړاکیسجن د خاورو د ذرو په منځ کې له فضا څخه اخلي.

د رشد حرکت: نباتات ژوندي ساکن موجودات دي، له یو ځای څخه بل ځې ته حرکت نشي کولی خو د نباتاتو ځینې غړي کولی شي د خاصو محرکونو په ځواب کې عکس العمل ښکاره کړي، لکه د رشد حرکت، پړسوب او نور. په نباتاتو کې دوه ډوله رشد حرکت تشخیص شوی دی چې په لاندې ډول دي.

الف- ناستیک حرکتونه: د بهرني محرکونو په واسطه منځته راځي. نبات کوم خاص پلو ته عکس العمل نه ښکاره کوي، بلکې هر طرف وي، مثلا د مموزا نبات د پاڼو ناڅاپي غور ځیدل د تماس په واسطه. په دې ډول حرکت کې د نبات رشد شامل نه دی، بلکې برعکس د بهرنیو محرکونو په واسطه منځته راځي.

ب: تروپیزم: ځینې نباتات د چاپیریال محرکونو ته د ودې له لارې ځانګړو خواوو ته عکس العمل ښکاره کوي. دمحرک په طرف دیو نبات مېلان د تروپيزوم په نامه یادیږي.

تروپیزم د بهرني محرک به مقابل کې د یو نبات له عکس العمل څځه عبارت دی چې دی یو ځانګړي سمت یا طرف څخه عمل کوي. د نبات وده د محرک د جهت په طرف وي، مثلا د ريښو وده د ځمکې یا اوبو په طرف وي.

تروپیزم یا مثبت وي یا منفي وي، مثلا د نبات وده د محرک په طرف د مثبت تروپیزم څخه عبارت دی او په مخالف سمت وده منفي تروپیزم دی. تروپیزم د رشد د بېلا بېلو محرکونو له مخې په لاندې ډول دی.

 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: