اسلام د عصري علومو زده کړه په مؤمنانو فرض کړې

اسلام د رهبانیت دین نه ده چې یو شخص دي له ابادیو او ښارونو لرې په ورانه او ویجاړه کنډواله کې د الله عبادت وکړي، بلکې اسلام هر شخص مکلف ګرځولی چې د انساني ټولنې د نجات او پرمختګ لپاره د اسلام په اوصولو برابر کار وکړي، د اسلام  مقدس دین هیڅکله هم څوک له ترقۍ منعه کړي نه دي، لکه څنګه چي الله ﷻ فرمایې:

﴿  وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ﴾ الآية [الانفال: ۶۰].

ژباړه : او د دې کفارو په مقابل کې تیار کړئ د جنګ لپاره، څومره مو چې په وس وي له قوت څخه.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په ګڼو احادیثو کې مسلمانان هڅولي چې وسله جوړه کړئ، لکه چې فرمايي:

«ارْموا بَنِي إِسْمَاعِيلَ، فَإِنَّ أَبَاكمْ كَانَ رَامِيا، ارْموا وَأَنَا مَعَ بَنِي فلَانٍ». (رواه البخاری کتاب الجهاد والسیر باب التحریض علی الرمی عن سلمة بن اکوع).

‘ژباړه:  د اسماعیل زامنو!  ویشتل کوئ ځکه ستاسو پلار هم تیر انداز وو، د غشو ویشتلو لوبې ته دوام ورکړئ، زه له فلاني ګروب سره یم.

د ټولو علماؤ په دې خبره اتفاق دی چې د اسلحو څخه مطلب یوازې تورې او نیزې نه دي، بلکې د زمانې ټولې مروجې اسلحې پکې شاملې دي  او زده کړه یې په مسلمانانو لازمه ده.  کتاب الجهاد / مؤلف الامام الحافظ المجاهد عبدالله بن المبارک : المتوفی ۱۸۱ هجري ترجمه وتشریح مولوي نور الحق. صفحه: ۲۳۹

نو په هغه زمانه کې تقریبا ټوله نړۍ کې همدغه تورې، غشي وغیره وسائل کارېدل، او مسلمانانو پوره مهارت پکې درلوده، چې په دي سره اسلامي ټولنه د جنګي ضرورت وړ وسائلو د جوړولو له کبله تقریبا خود کفاه وه.

نو نن که هم مسلمان انجینران او کارپوهان دغه وسائل جوړوي او یا هم د نویو وسلو اختراع کوي، هغوی ټولو لپاره ذکر شوي فضائل دي.

تر کومه وخته چې اسلامي خلافت قائم وو نو د اختراعاتو او انکشافاتو په برخه کې هم اسلامي امت له نورو ملتونو څخه وروسته پاتې نه وو،  آن چې د ټولو عصري علومو لکه ریاضي، فزیک، کیمیا، بیالوژي، هندسه او طب مؤسسین همدا مسلمانان وو، چې کله اسلامي امت د اروپایانو تر حملو لاندې راغی همدا علوم  اروپایانو د مسلمانانو له کتابتونونو څخه غلا او یا هم دخپلو غلامانو په تو سط یې یو وړل او خپلو ژبو ته یې وژباړل او ځانو ته یې منسوب کړل، او مسلمانانو ته یې دا ور پرېښودل چې تاسو د دې علومو زده کړې، د جواز او عدم جواز خبره سپینه کړي، متأسفانه چې همدا لړۍ تر ننه پورې روانه ده چې یو شمېر مسلمانان د عصري علومو زده کړه فسق او زده کوونکي یې فاسقان بولي.

حال دا چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم مسلمانان د همدې علومو زده کړې ته تشویق کړي او د دايمي کامیابۍ او جنت زیری یې ورکړی.

د ټولو هغو علومو زده کړه په مسلمانانو فرض ده چې اسلامي ټولنه ورته اړتیا لري.

ورونو! د اسلام مبارک دین لکه څنګه چې سوچه او سپیڅلې عقیده غواړي همداسې د دې سوچه عقېدې د ساتلو او خورولو لپاره عصري علومو ته اړتیا لري او الله جل جلاله پر مسلمان باندي د هغو زده کړه لازمه ګرځولې او په نه زده کړه یې د ټولنې ټول وګړي ګناهګار او مسؤل دي،

نو د دا ځینې وروڼو لیکنې چې زه ګورم چي دوی د عصري علومو په خلاف لیکلې او لوستونکي یې د دوی په ګمان د نفرت وړ دي، هیڅ اسلامي نظر نه دی، بلکې په ښکاره تعصب او ناپوهۍ بناء دی.

هو!  موږ باید داسې کارو کړو چي د عصري علومو زده کړیال مو په خالصه اسلامي عقیده سمبال  او د دیني زده کړو طالب مو له عصري علومو سره شناخت ولري، نو هله به بیا  اسلام او مسلمانان په عزت  کې وی ، او هم به د یو اسلامي نظام درلودونکي یو.

د مسلمانانو د اتحاد په هیله.

لیکوال : عزام حقاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب