هغوي چې د مسلمانانو تر منځ مینه او تعامل ولید،ډیر زیات متاثر شول
زه په روژه كې د هېواد څخه بهر لاړم. هلته دومره يخ و چې مونږ به د اسلامي مركز په زير زميني كې تراويح كولې او د تراوو پسې به ما درس وركاوه. ما هلته يو سپين ږيرى وليد، چې په بايسكل به يې ځوى تراوو ته راوست او بيا به درس ته هم كېناست.
يوه شپه ما هغه ونه ليد، ما فكر وكړ كېداى شي د دې له امله نه وي راغلى، چې هوا سړه ده او باران هم ورېږي، خو كله چې هغه په دويمه او دريمه شپه هم رانغى ما د هغه د ځوى نه پوښتنه وكړه.
هغه راته وويل: هغه ناجوړه دى او په روغتون كې بستر دى. ما او څو نورو كسانو دا وعده وكړه، چې سبا مازديګر به د هغه
پوښتنې ته ورځو.
مونږ په ټاكلي وخت روغتون ته په داسې حال كې لاړو، چې ما د عربو جامې اغوستې وې او يوبل ملګري مې كميس په غاړه و او د دريم پتلون. كله چې روغتون ته دننه لاړو يوې نرسې راڅخه پوښتنه وكړه تاسو ټول يې ځامن ياست؟
زما ملګري ورته وويل: نه.
نرسې پوښتنه وكړه، بيا تاسو د كومې خيريې موسسې لخوا راغلي ياست؟
زما ملګري ورته وويل: نه.
هغې بيا پوښتنه وكړه: بيا نو تاسو څوك ياست؟ او ټول دلته څنګه او د څه لپاره راغلي ياست او تردې ځايه د راتلو كرايه چا دركړه؟
زه د هغې دغه پوښتنو ته ځكه حيران نشوم چې هلته او په هغه هېواد كې چې كله د هغوى مور او پلار او يا هم د كورنۍ كوم بل سپين ږيرى مريض شي هغه روغتون ته بوځي او هغه بيا په روغتون كې په مياشتو مياشتو پروت وي، حتى تردې چې هغه په روغتون كې مړ شي او ښخ يې كړي، خو خپلوانو او بچيانو ته يې مالومات نه وي او نه يې هغوى پوښتنه كوي.
مونږ هغه پوه كړه چې مونږ مسلمانان يو او هغه زمونږ ديني ورور دى او داسې هغه پوه شوه.
مونږ د مريض اطاق ته لاړو هغه چې ډير عمر یي درلود و په مخ يې د مريضى علامې ښكارېدلې، ما د هغه سر ښكل كړ، هغه وژړل. ما ترينه پوښتنه وكړه څنګه يې؟
هغه راته وويل: الحمدلله اوس ښه يم. روژه نشم نيولى، خو د قرآن كريم تلاوت او ذكر د خپل وس مطابق كوم. هغه تراويح او درس ياداوه او زړه يې ډېر خفه و او مونږ ورته د صبر كولو نصيحتونه كول.
ما د هغه اطاق شاوخوا وكتل هلته مې د هغه هیواد دوه اوږده اروپايي بوډاګان وليدل، څنګه چې زه د هغوى په ژپه نه پوهېدم يو ورور مې ور ولېږه ترڅو د هغوى پوښتنه وكړي او ډاډ ګيرنه وركړي، هغوى زمونږ په ليدلو ډېر حيران شول او هماغسې سوالونه يې كول لكه څنګه چې هغې نرسې كول.
زما ملګري هغوى ته وويل: چې دا مريض زمونږ خپل نه دى، بلكې مسلمان دى او مونږ يې ځكه پوښتنې ته راغلي يو، چې هغه زمونږ يو مسلمان ورور دى دا پر مونږ باندې د هغه حق دى چې پوښتنه يې وكړو او مونږ د راتګ پيسې له هغه څخه نه غواړو، هغوى يوبل ته په حيرانتيا وكتل.
هغه دواړه اروپایي يوه بل ته ويل: زه خو ستانه ښه يم لور مي د كرسمس په ورځ ماته د مباركى يو خط رالېږلى و، زه خپل هغه مريض ته ورغلم ما د هغوى په باره كې ترينه وپوښتل هغو دواړو سره خبرې كوي كنه؟
هغه راته وويل: دوى خپل وخت په ډېر عجيبه انداز كې تيروي.
ما ورته وويل: هغه څنګه؟
هغه راته وويل: هغوى تر مازديګره ويده وي، كله چې د خوب څخه راپاڅېږي بيا نو د لوږې له لاسه چغې وهي. نرسه چې ورته د خوراك لپاره څه راوړي او دوى د هغې په خوړلو ماړه شي بيا په خپل منځ كې په جنګ شي او داسې چغې وهي چې ټول روغتون په سر واخلي.
نرسه بيا راشي او هغوى ته شراب راوړي. فكر كوم په شرابو كې ورته د خوب يا نشې څه اچوي، كله چې دوى شراب وڅكي نو هغوى بيا تر سبا مازديګره ويده وي او بيا هماغه د لوږې چغې وي. نرسه ورته بيا شراب راوړي او دوى بيا تر سبا مازديګره ويده وي.