د عقبې بيعتونه | نبوي سيرت
د نبوت په يوولسم کال د مدينې يوه شپږکسيزه ډله هم د حج لپاره مکې ته راغلې وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم د “منی” په عقبه نومې ځای کې ورسره وليدل اسلام ته يې را وبلل او د قرآن کريم څو آيتونه يې ورته ولوستل، هغوی چې د محمدصلی الله عليه وسلم خبرې واورېدې، يو بل ته يې وويل: قسم دی چې دا د الله جل جلاله هماغه نبی دی چې د مدينې يهودو به يې موږ ته يادونه کوله، راځئ چې له هغوی نه وړاندې پرې ايمان راوړو او ملاتړ يې وکړو، بيا يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: زموږ يو داسې قوم دی چې له پخوا راهيسې يې ترمنځ دښمني راروانه ده، موږ به ستا پيغام ور ورسوو ښايي هغوی هم اسلام ومني، او که الله جل جلاله هغوی په تا راټول کړل؛ نو ستا به ډېر درناوی کوي.
دا ډله چې مدينې ته ستنه شوه نورو خلکو ته يې د محمدصلی الله عليه وسلم يادونه وکړه، اسلام ته يې راوبلل او په لنډ وخت کې د مدينې هر کور ته د محمدصلی الله عليه وسلم پيغام ورسېد.
د عقبې لومړی بيعت
د لومړنۍ ډلې د بلنې په پايله کې د مدينې هر کور ته د اسلام خبر ورسېد؛ نو ورپسې د نبوت په دولسم کال يوه دولس کسيزه ډله د تېر کال پنځو مسلمانانو په گډون بيا د حج لپاره مکې ته راغله او په هماغه ځای کې يې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ليدنې ترڅنگ داسې بيعت وکړ:
له الله سره به شريک نه نيسئ، غلا او زنا به نه کوئ، خپل اولادونه به نه وژنئ، پر چا به ناحقه تور نه لگوئ او د محمدصلی الله عليه وسلم له لارښونو به سرغړونه نه کوئ که چېرې يې پدغو لارښوونو عمل وکړ د الله جل جلاله له لوري به د هغوی لپاره جنت وي اوکه کوم ډول سر غړونه ترې وشوه نو معامله به يې له الله جل جلاله سره وي يا به عذاب ورکړي يا به يې وبخښي .
[irp][irp][irp]کله چې تړون وشو او د حج شپې ورځې هم تېرې شوې او نوموړې ډله د مدينې په لور روانه شوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم مصعب بن عمير رضي الله عنه هم ورسره وليږلو تر څو په مدينه کې خلکو ته قران کريم ولو لي ، اسلام ورته وښيي ،ديني زده کړې ورکړي نو له همدې امله مصعب بن عمير رضي الله عنه په مدينه کې ديو قران ښوونکي په نامه سره خلکو پېژندی او کوريې د اسعد بن زراره بن عدس سره تر څنگ و په مدينه کې د اوس او خزرج قبيلو تر منځ ډېرې پخوانۍ خپل منخنۍ شخړې وې نو ځکه يې په پيل کې په يو بل پسې لمونځ کول نه غوښتل او لمونځ به هم مصعب بن عمير رضي الله عنه ورکاوه او د اسلامي بلنې لمن به يې نوره هم پراخوله ، د مصعب بن عمير رضي الله عنه او ملگرو د پرله پسې هڅو په پايله کې ډېر ژر د مدينې په هر کور کې نارينه او ښځينه مسلمانان پيدا شول.
د بلنې په ډگر کې د سترو لاسته راوړنو څخه يوه هم داوه چې يو ځلې اسعد بن زراره او مصعب بن عمير رضي الله عنهما د عبد الاشهل او بنو ظفر نوميو قبيلو ته ورغلل د بنوظفر په باغ کې د ننه مرق نومي ځای کې کښېناستل کله چې يوشمېر مسلمانان ورته راټول شول د عبد الاشهل قبيلې دوه مشر ان سعد بن معاذاو اسيد بن حضير چې لاتر اوسه مسلمانان شوي نه وو د هغوی له راتگ څخه خبرشول نو سعد اسيد ته وويل لاړ شه دغه دواړه کسان ووېره وه او ورته ووايه چې بيا دلته رانه شي ځکه هغوی غواړي چې کمزوري خلک بې لارې کړي که چېرې اسعد بن زراره زما د خاله زوی نه وای زه په خپله تلم او دا کار مې کولو .
اسيد خپله نيزه واخيسته او د هغوی په لور روان شو کله چې د اسعد سترگې پرې ولگېدې مصعب ته يې وويل هغه دی د قوم مشر راغی د ده په اړه له الله جل جلاله څخه رښتونولي وغواړه مصعب ورته وويل چې که کښېناستی خبرې به ورسره وکړم خو نوموړي د راتلو سره سم سختې اوستوغې خبرې پيل کړې مصعب رضي الله عنه ورته وويل چې يو ځل کښېنه زما خبرې واوره که کومه خبر دې خوښه شوه ويې منه او که خوښه دې نه شوه نو مه يې منه اسيد وويل ډېره ښه خبر دې وکړه ، خپله نيزه يې ودروله او کښېناست
مصعب رضي الله عنه د اسلام په اړه خبرې ورسره وکړې اوقرانکريم يې ورته ولوست نوموړی وايي : چې په الله جل جلاله مې دې لوړه وي مخکې لدې نه چې اسيد خبرې پيل کړي موږ يې په مخ کې د اسلام رڼا وليده بيا يې وويل : دا څومره ښکلی او خوږ کلام دی دا راته ووايئ چې که څوک دا دين منل وغواړي نو څه به کوي ؟
هغوی ورته وويل چې غسل وکړه ،پاکې جامې وغونده ،د شهادت کلمه ووايه او دوه رکعته لمونځ وکړه اسيدهمداسې وکړل او بيا سعد بن معاذ ته ورغی هغه پوښتنه ترې وکړه چې څه دې وکړل ده ورته وويل چې منع مې کړل او هغوی را سره ومنله او بيا يې په يوه بهانه سعد بن معاذ د هغوی لوري ته راولېږی کله چې نوموړی راغی په لومړي سر کې يې مسلمانانوته سختې او ستوغې خبرې وکړې خو ديوڅو خبرو وروسته هغه هم مسلمان شو او خپل قوم ته راغی له هغوی څخه يې پوښتنه وکړه چې زه په تاسو کې څنگه شخص يم هغوی يې ډېره ستاينه وکړه بيا ده ورته وويل چې زه به له تاسو سره تر هغه خبرې ونه کړم تر څو تاسو په الله جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم ايمان نه وي راوړی هغه وو چې تر ماښامه د اصيرم نومي کس پرته د ده د قوم خلک ټول مسمانان شول اصيرم بيا وروسته د احد په غزا کې مسلمان شو ، دالله جل جلاله په لار کې وجنگېد په داسې حال کې په شهادت ورسېد چې د لله جل جلاله لپاره يې يوه سجده هم نه وه کړې ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په اړه وويل : چې عمل يې ډېر لږ وکړ ثواب يې زيات تر لاسه کړ .
مصعب رضي الله عنه تر هغه پورې د اسعد په کور کې و او اسلام ته يې بلنه کوله تر څو د بنو اميه بن زید، خطمه او وايل له کورنيو پرته نورو ټولو انصاروکورنيوکې څو کسه نارينه او ښڅينه مسلمانان شول خو نوموړې درې کورنۍ چې د مشهور شاعر قيس بن اسلت سره خپلوي لرله او د نوموړي خبر به يې ډېره په کلکه منله همدغه نوموړي شاعر تر پنځم هجري پورې له اسلام څخه لرې وساتل
مصعب رضي الله عنه د نبوت په ديارلسم کال د حج له موسم نه مخکې مکې مکرمې ته راستون شو او محمد صلی الله عليه وسلم يې له هغو ټولو لاسته راوړنو څخه خبر کړ .
[irp][irp][irp]د عقبې دويم بيعت
له يو کال پرلپسې بلنې وروسته چې مدينه کې په لسگونو خلک مسلمانان شول، مصعب بن عمير رضي الله عنه له پنځه اويا مسلمانانو سره، چې دوه پکې مېرمنې وې، يوځای د مکې په لور روان شو، له رسېدو سره سم يې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په پټه اړيکې ونيولې او د ليدنې ژمنه يې ورسره وکړه، د حج له مراسمو وروسته چې کله د ژمنې لپاره ټاکل شوې شپه راورسېده مسلمانانو دا خبره د خپل قوم له مشرکانو پټه ساتله يوازې عبد الله بن عمرو بن حرام سره يې په دې اړه خبرې وکړې او اسلام ته يې را وبللو چې پايله کې نوموړی هم مسلمان شو ، د عقبې په تړون کې يې گډون وکړ او د خپل قوم يو استازی وټاکل شو
په کومه شپه چې يې د محمد صلی الله عليه وسلم سره ليدل د شپې په لومړۍ برخې کې ويده شول او د شپې په دريمه برخه کې د مسلمانانو يوه پنځه اويا کسيزه ډله چې دوې ښځینه وې يوه يې د بنو مازن بن النجار له قبيلې څخه نسيبه نومې چې د کعب لور وه او کنيت يې ام عمار و او بله د بنو سلمه قبيلې څخه اسماء نومې ښځه وه چې د عمرو لور وه او ام منيع يې کنيت و .
دا ټول مسلمانان په ټاکلي وخت په نوموړي ځای کې سره را ټو ل شول د محمد صلی الله عليه وسلم د راتلو انتظار يې کولو لږ وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې خپل تره عباس چې تر اوسه لا مسلمان شوی هم نه و راغی تر څو د خپل وراره لپاره د مدينې له خلکو څخه ټينگه ژمنه واخلي او په غونډه کې لومړی عباس خبرې پيل کړې او وې ويل : ای ! خزرجیانوتاسو پوهېږئ چې محمد صلی الله عليه وسلم په موږ کې څه مرتبه لري او موږ يې څنگه ملا تړ او ساتنه کوو
خو هغه غواړي تاسوته درشي که چېرې تاسو له هغه سره په کړې ژمنه باندې ټينگ وئ او ساتنه يې کوئ نو ښه خبر ده که نه اوس يې پرېږدئ په خپل وطن کې ملاتړ او د ساتنې خلک لري
بيا انصارو وويل : موږ ستا خبرې واورېدې اوس د محمد صلی الله عليه وسلم خبرې وکړي او د ځان او خپل رب لپاره دې په خپله خوښه عهد او ژمنه واخلي
رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاندو ټکو له هغوی څخه د عهد او ژمنې غوښتنه وکړه
۱- په کمزوتيا او په پياوړتيا کې به زما پيروي کوئ او خبر به مې منئ
۲- په ميسکينۍ او شتمنۍ دواړو کې به مال لگوئ او خرڅوئ
۳- په نيکۍ به امر کوئ او له بديو څخه به منع کوئ
۴- د الله د دين لپاره را پورته شئ او په دې اړه د هيچا پروا مه ساتئ
۵- کله چې زه درغلم ملا تړ به مې کوئ د خپلو ځانونو ، ښځو او اولادونو غوندې ساتنه به مې کوئ د دغو ټولو په بدل کې زه تاسوته د جنت ژمنه درکوم
د سخت ټينگار وروسته د تړون پيل په لاس ورکولو سره پيل شو چې وروسته بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی له منځه دوولس کسان د قوم مشران وټاکل چې نوموړي به د تړون بندونه پلي کوي او د هغه په اړه ټولو مسوليتونو ته به غاړه ږدي او د خپل قوم استازي به وي دخزرج قبيلې اساتزي په لاندې ډول دي
۱- اسعد بن زراره بن عدس ۲- سعد بن الربيع بن عمرو ۳- عبدالله بن رواحه بن ثعلبه ۴- رافع بن مالک بن العجلان ۵- البراء بن معروربن صخر ۶- عبدالله بن عمرو بن حرام ۷- عبادة بن الصامت بن قيس ۸- سعد بن عبادة بن دليم ۹- المنذر بن عمرو بن خنيس
[irp][irp][irp]د اوس قبيلې استازي بيا لاندې کسان وو
۱- اسيد بن حضير بن سماک ۲- سعد بن خيثمه بن الحارث ۳- رفاعه بن عبدالمنذر بن زبير
ام سعد بنت سعد رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې ترڅو په مکه کې و د حج په شپو کې به يې له نورو سيمو څخه راغليو خلکو ته د اسلام بلنه ورکوله او په دې لاره کې به يې ډيرې ربړونې او کړاوونه گالل تر دې چې خداى پاک د انصارو دغه ډله په اسلام ونازوله، رسول الله صلی الله عليه وسلم “منی” ته راغى هلته له (عقبه) سره نږدې څوتنه انصار ناست وو سرونه يې خرېيل، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اسلام وړاندې کړ هغوى يې هرکلى وکړ، ټول مسلمانان شول اورسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې بيعت وکړ، دې بيعت ته (بيعت عقبه اولى) ويل کيږي (په همدې ځاى کې دوهم بيعت [بيعت عقبه ثاني] هم ترسره شوى) دا خلک چې بيرته ستانه شول په دوهم کال بيا راغلل رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې وليدل، يو راوي وايي: له ام سعد رضي الله عنها نه مې پوښتنه وکړه چې دا کسان څوک وو او څه نومېدل؟ راته يې وويل: دا يوه شپږ يا اووه کسيزه ډله وه درې تنه يې د بنو نجار قبيلې وو چې يو يې اسعد بن زراره نوميده او دوه د عفراء زامن وو، بيا مې پوښتنه ترې وکړه چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې څومره وخت تير کړى و؟ ويل: تا د ابو صرمه شعر نه دى اوريدلى؟ ما ويل: نه! کوم شعر؟ ويل: هغه درسول الله صلی الله عليه وسلم د مکي ژوند په هکله داسې ويلي:
ثوى في قريش بضع عشرة حجة يذكر لولا قى صديقاً مواتياً
هغه r په قريشو کې څه دپاسه لس کاله تير کړل نصيحت به يې کاوه ترڅو يو همغږى ملگرى بيا مومي ([1]).
عقيل بن ابى طالب رضي الله عنه او امام زهري په خپل روايت کې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې په مکه کې له مشرکانو نه ډېر تنگ شو؛ نو خپل کاکا (عباس رضي الله عنه ) ته يې وويل: کاکا! خداى پاک به د خپل دين مرستې ته داسې خلک پيدا کړي چې د قريشو د ظلمونو هيڅ پروا به نه کوي او يواځې له خدايه به مرسته او عزت غواړي، ته ماسره عکاظ بازار ته ولاړ شه هلته د عربي قبائلو ديرې راوښايه چې د خداى پاک دين ور ورسوم او د ځان په هکله مرسته ترې وغواړم، عباس رضي الله عنه ورته وويل: سمه ده! زه به دې بوځم، دواړه روان شول عکاظ بازار ته چې ورسيدل لومړى يې له بنو ثقيف څخه پيل وکړ او بيا يې نورو قبيلو ته د اسلام بلنه ورکړه او په همدې ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم ټولو ته د خپل رب پيغام ورساوه، يو کال وروسته چې د اسلام او اسلامي بلنې ښکاره اعلان شوى و رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا د قبائلو ديرو ته د خپل رب له پيغام سره راغى، دا ځل يې له مدينې څخه راغلي د اوس او خزرج شپږ تنه وليدل چې د (جمره عقبه اولى) سره ناست دي، يو يې اسعد بن زراره، دوهم ابوالهيثم بن التيهان، درېم عبدالله بن رواحه، څلورم سعد بن ربيع، پنځم نعمان بن حارثه او شپږم يې عباده بن صامت نوميدل، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورغى د اسلام سپيڅلى دين يې ورته وړاندې کړ او د مرستې غوښتنه يې ترې وکړه، هغوى وړانديز وکړ چې كوم پيغام (وحي) تاته راځي هغه لږ راته واوروه! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د ابراهيم سورت دا اياتونه د سورت تر اخره پورې ولوستل :
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ . رَبِّ إِنَّهُنَّ أَضْلَلْنَ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ فَمَن تَبِعَنِي فَإِنَّهُ مِنِّي وَمَنْ عَصَانِي فَإِنَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (ابراهيم ٣٥-٣٦).
هغوى چې دقرانکريم اياتونه واورېدل زړونه يې نرم شول او د رسول الله صلی الله عليه وسلم بلنه يې ومنله، هلته حضرت عباس رضي الله عنه په لاره روان و د رسول الله صلی الله عليه وسلم غږ يې چې واورېد ويل: وراره! دا څوک درسره ناست دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: کاکا! دا ديثرب (مدينې ) د اوس او خزرج خلک دي، دوى ته مې هم هغه پيغام چې نورو ته يې وړاندې کوم واوراوه دوى زما بلنه ومنله او ديته تيار شول چې ما له ځان سره بوځي او ساتنه مې وکړي، عباس رضي الله عنه را ښکته شو سپرلۍ يې وتړله او راغى کښېناست ويل: اى د اوس او خزرج خلکو! دا زما وراره او تر هر چا ډېرراته گران دى، که تاسو په ده باندې ايمان راوړى او له ځان سره يې بيول غواړئ؛ نو ددې له پاره چې زه مطمئن يم تاسو ما ته ژمنه راکړئ چې دى به يواځې نه پرېږدئ او نه به ټگي ورسره کوئ، ځکه چې ستاسو گاونډيان يهود دي او هغوى دده کلک دښمنان دي زه ويريږم چې هغوى به ده ته د سيسې جوړې کړي، دې خبرو اسعد بن زراره ته خوند ورنه کړ؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې مخ واړوه ويل: يارسول الله! که عباس ته زه ځواب ورکړم ته خو خپه کيږې نه؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: نه! ځواب ورکړه زه پر تاسو پوره باور لرم، اسعد وويل: يارسول الله! د هرمزل له پاره يوه لاره وي ځينې لارې اسانه او ځينې سختې وي، او تاسو چې نن مونږ په کومه لاره بيايئ دا يوه نوې او د خلکو له پاره ډېره گرانه لار ده، ستاسو غوښتنه داده چې مونږ خپل دين پرېږدو او ستا دين خپل کړو او دا ډېر گران کار دى خو مونږ ورته تيار يو، ستا د اړيکو له امله ټول خلک مونږ سره اړېکي شکوي مونږ هغه هم پرسراخلو، په سيمه کې زمونږ ډېر درناوى کيږي او هرڅه موخوندي دي او ښه ځواکمن لښکر لرو، يو داسې سړى چې ټول قوم ترې لاس په سر وي او خپل ترونه يې هم مرسته نه کوي دا فکر هم نشي کولاى چې زمونږ مشرتوب وکړي؛ خو مونږ تاته خپل ټول واک درکوو او دا هم يو گران کار دى؛ خو مونږ ورته تيار يو، دا کارونه يواځې هغه خلک کولاى شي چې خداى پاک يې د هدايت فيصله کړي وي او پايلو ته د خير اميدونه ولري، مونږ ستا هره خبره په سر-سترگو منو او د هر امر په منلو کې به دې پوره هڅه کوو، ته چې کوم پيغام راوړې مونږ پرې ايمان لرو او دخداى پاک پر وحدانيت او معرفت د زړه له کومي باور لرو خداى پاک پر مونږ ټولو بردى او ستا د ساتنې له پاره مونږ هر ډول قربانۍ ته تر مرگه ولاړ يو، مونږ به ستاداسې ساتنه کوو څنگه چې د خپل ځانونو او کورنيو ساتنه کوو که مونږ خپله ژمنه پوره کړه دابه له خداى سره ژمنه پوره کول وي او که مو پوره نکړه دا به مو له خداى سره ټگي او زمونږ بدبختي وي، يارسول الله! دا ټولې خبرې رښتيا وگڼه او مونږ له خدايه مرسته غواړو، بيا يې حضرت عباس رضي الله عنه ته مخ کړ ويل: تا چې زمونږ او رسول الله صلی الله عليه وسلم تر منځ کومه خبره وکړه خداى پوهيږي چې له دېنه ستا هدف څه دى، ته وايې چې دا مې وراره دى او ډېر راباندې گران دى؛ خو مونږ هم دده له پاره ټول خلک شاته پرېږدو او د ده پر ريښتونولۍ او پيغمبرۍ باور لرو، هغه کلام چې دى يې وړاندې کوي زمونږ يقين دى چې د ا د انسان خبري نه دي، پاتي شوه دا چې ته له مونږ نه باور غواړي؛ نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم له پاره مونږ هر چاته تيار يو چې څه ډول باور غواړي ورکوو يې، بيا يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مخ واړو ويل: يارسول الله! هر ډول ژمنه چې غواړې مونږ ورته تيار يو او کوم شرطونه چې وړاندې کوې مونږ يې منو…([2]).
[1] (اخرجه ايضاً في الدلائل ١٠٥). [2] (اخرجه ابو نعيم في الدلائل ١٠٥ و ستاتى احاديث البيعة في البيعة على النصرة و احاديث في باب النصرة في ابتداء امر الانصار ان شاء الله تعالى). [irp][irp][irp]