د نبوي غزاګانو تشریح څخه مقاصد

يوه برخه د هغو مقاصدو په دې شرحه ده :
اول :چي مسلمانان پدې په ښه توګه پوه سي چي په اسلام کښي د جهاد او غزا مشروعيت د څه مقصد لپاره سوئ دئ؟
دوهم : چي مسلمانان له دې څخه اګاه سي چي مسلمان د خپل دين د حفاظت دپاره ، او دارنګه د دين د دښمنانو د شر او فساد د شنډولو او خنثاکولو دپاره څه مسؤليت لري او څونه پدې لار کښي بايد زړه ور ، دلاور او فداکاره وي .
دريم     :    چي د دين  د دُښمنانو د داسي ناروا اعتراضو جوابونه د هر مسلمان په ذهن کښي قرار ونيسي چي دوۍ وايي چي اسلام يو خونريزه مذهب دئ او ويني تويول يې مقصد دي ، او د وينو تويولو له لاري په جامعه کښي و خپلو أهدافو ته ځان رسونکئ دئ  .
څلرم      :    چي مجاهدين مسلمانان دا درس او معرفت حاصل کړي چي د دين د دښمنانو په جنګ کښي له ټپو ، زخمو  او له قتليدلو سره او دارنګه له نورو جاني او مالي خساراتو او مشکلاتو سره لاس په ګريوان کيدل د الـــــهـــــي حکمتونو له تقاضاؤ څخه يوه تقاضا ده ، او عاقبت او انجام يې د ګټي او نيکمرغۍ دئ   .
پنځم      :     چي  اسلامي فداکاران  او سربکف مجاهدین له د ې څخه په دقیقه وجه سره آګاه سي چي  د کومو عواملو په  سبب  مجاهدین له ناکامِۍ سره مخامخ کېږي اوکوم امور ، اعمال  اوکوم ډول  سلوک د غازیانو دکامیابۍ اوپرمخ تګ سبب ګرځي   .
شپږم        :     چي  جهادکوونکي ځوانان په نېکه توګه وپوهېږي چي  د مجاهدینودپاره په خپل منځ  کي څه قسم  له یوه بل سره رویه اوچلند اوڅه قسم مینه ، محبت ، ایثار او رحم په کاردئ ، اوله نورو عامو مسلمانو سره ودوۍ ته څه ډول  اخلاق په کاردي   .
اوم  : چي مجاهدین  په دې باره کي دخُبْرت اومعرفت خاوندان سي چي اسلامي  جهاداوجنګ له کفري جنګونو څخه دجنګیالانو داخلاقو په لحاظ ، دجنګ دلارو چارو په اعتبار، دجنګي اهدافوپه اعتبار ، د جنګ دقومندانانو د تدبیر اوتنظیم په اعتبار وهکذا څه قسم امتیازات لري  ؟ .
اتم : چي مسلمانان  مجاهدین  په دې وپوهېږي چي  مجاهد بایدد د ښمن په پرتله دجنګ په حالاتو کي  په  صبرکي ، په شجاعت کي  ، په ثبات اوعزم کي ، دمشکلاتوپه ګاللوکي دجان اومال دنقصان په تحمل کي  په څونه اندازه باید زیات وي  .
نهم : چي ومجاهدینو ته ددې درس ورکړسي چي مجاهد ته په څونه اندازه کي دجهاد او د جهاد د ثوابونو  او د شهادت شوق اومینه په کارده   .
لسم : چي مسلمانان نارینه اوښځي خبرداره سي چي دمجاهدینوپه څونه اندازه کومک ، عزت ،  احترام  اوحفاظت پرمسلمانانوباندي لازم د ئ  .
یوولسم  : چي مجاهدین په دې باندي  خبرداره سي چي له غنیمت اوبیت المال سره څونه احتیاط باید وکړي   .
دوولسم  : چي مجاهدین  له دې څخه خبردارسي چي دخپل قوماندان اوامیرپه باره کي دَیْ څه مسئولیت  لري .
دیارلسم : چي دمجاهدینو مشرانو ته دا درس حاصل سي چي دوۍ له مجاهدینوسره دشهیدانوله کورنیو بایدڅنګه سلوک وکړي اوپه څونه اندازه کي بایدتقوی داره  اوخدای پاره وي  ، دامي دمشت نمونه خروار په ډول درته ذکر کړل     .
والسلام ومن الله التوفیق   .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب