بریالی ښوونکی | صفات، نیمګړتیاوې او لارښوونې

استاذ، غوره صفتونه او نېمګړتيا وې يې

تر هرڅه مخکې استاذ بايد خپل او د محصلينو عقل وپيژني او د هغوی له عقل سره سم  درس ور کړي،  د استاذ مثال د داسې ټير دی چې اته لوري ولري: روحي لوری.  عقلي لوری،  بدني لوری،  نفسي لوری،  کورنی لوری،  ټولنيز لوری،   وظيفوي لوري او مالي لوری.  په ټولو کې مهم او مشر يې روحي لوری دی، که د استاذ يولوری له کاره ولوېږي؛ نو د ژوند او روزني ټير به يې پنچر وي چې بيا د خپل هدف په لوري هيڅ رفتار نه شي کولی.

ځيني استاذان يوه لوري ته ښه پاملرنه کوي  او نور لوري ترې پاتي وي، د مثال په توګه وظيفوي لوري کې ښه تکړه وي، خپلې وظيفې ته په پابندي سره پر خپل وخت ځان رسوي، خو عقلي لوري ته يې توجه نه وي، استاذ بايد خپلو ټولو لوريو ته کلکه پاملرنه وکړي او ترمنځ يې توازن وساتي، دی کولی شي خپل ټول لوري له خپل پلان او خوښي سره سم په کار واچوي  ځکه چې زموږ جسدونه جبري لويږي او عقل مو په خپل اختيار لويږي.

د استاذ  نفسيات مخامخ پر شاګرد اغيز لري که نفسيات يې کمزوری وي شاګرد هم کمزوری راځي، نو استاذ بايد لومړی د خپل ژوند ټير وګوري او بيا خپلو ټولو لوريو ته په کتو ځان ته نومرې ورکړي.  لکه په هغه چوکۍ چې ناسته شونې نه ده چې يوه پښه او يا دوه پښې ونه لري همدا راز چې د انسان ژوند يو لوری کار پرېږدي د ټول ژوند ماشين به يې په ټپه ولاړ وي، نو استاذ بايد په ژوند کې د ټولو لوريو ترمنځ توازن  وساتي، او  خپل پيغام په داسې ډول  اورېدونکو ته ورسوي چې موثر وي، او په پيغام رسولو کې درې لاري کارول کيږي: خبري، آواز او باډي لينګوچ (دجسد ژبه) او په درې واړو کې ډېره مهمه ده چې د استاذ معرفت، مهارت او سلوک ټول برابر وي.

څېړنو ښودلې ده چې په اوسنۍ نړۍ کې د استاذ محوري پر ځای شاګرد محوري ډېره ګټوره ده،  نو په استاذي کې پياوړې تګلاره داده چې شاګرد وېښ او  بيداره وساتل شي، عملي تمري پرې وشي ، خارجي مثالونه ډېر ورته راوړل شي او وخت ور کړل چې خپلې وړتيا وي را ژوندۍ کړی شي.

 

your ads

د ښوونکي غوره صفات

جسماني صفتونه:

جسماني صفتونه دوه ډوله دي:  يو خلقي صفات دي چې مدرس پکې واک نه لري او بل هغه مکتسب صفات دي چې استاذ کولی شي تصرف پکې وکړي .

دلومړي ډول له مخې يوازې دومره ويلی شو چې د معلم جسماني  جوړښت او صحت بايد له هغه څه سره  ټکر نه وي چې دی ورته تدريس کوي، پوهه او  وړتيا يې هم بايد له ټولګيو سره برابره وي، په ځانګړي توګه په لومړنيو صنفونو کې بايد معلم صحتمند شخصيت وي، له ساري مرضونو خلاص وي، جسم يې په طبعي او عادي انداز برابر وي، خلقي عيوب ونلري، مثلا: سترګي يې کمزوري نه وي، غوږونه يې درانه نه وي، په ژبه کې ستونزه ونه لري او دېته ورته نور…

مکتسب صفتونه:  دا هغه صفتونه دي چې مدرس کولی شي ځان پرې عيار کړي، او له وخت، زمان او مکان سره سم ترې ګټه واخلي، د دې لپاره مهمه داده چې د مدرس باندنۍ مظهر مناسب او جذبونکی وي، پاک او مناسب لباس واغوندي، د سر او ږېري ويښتان يې مرتب او مناسب وي، غاښونه يې پاک وي خوشبويي وکاروي او يا لږ تر لږه  نا مانوسه بوی ترې محسوس نه شي.

د استاذ  ديني، اخلاقي او ټولنيز صفات:

الف: الله جل جلاله سره اړيکه:

مدرس بايد اخلاص ولري د ديني احکامو پيروی وي، له الله  څخه زړه کې وېره ولري، متشرع  او د سنتو متبع وي، دا سوچ ونه کړي چې دی دا کار يوازې د مياشتنۍ تنخوا له پاره کوي، بلکې داسې سوچ وکړي چې په امت کې يو لوی رسالت ادا کوي.

باء: ټولني سره اړيکه:

ټولني او مدرسې سره په اړيکه کې بايد استاذ د ټولني له ټولو اقشارو سره ژوندۍ اړيکه ولري، ښه قدوه وي، لارښوونکی وي، اصلاح را وستونکی وي، د ټولني د ستونزو په هکله  اورېدونکی، څېړونکی او حل پيدا کونکی وي، د ښو اخلاقو خاوند وي، صابر وي امانت دار  وي پاک ژبی وي رښتونی وي، عفوه کونکی وي، د پراخه سېني خاوند وي خندروی وي او  انصاف لرونکی وي.

ج: شاګردانو سره اړيکه:

مدرس بايد شاګردانو سره مينه ولري، په درس کې ورسره اخلاص وکړي، هرڅه په خپله مينه وکړي، مدرسې او ټولګي ته په مينه ننوځي ترڅو شاګردان تشويق شي د شاګرد  شخصيت ونه وژني، شاګرد سپک نه کړي، هغه د خپلو ملګرو په وړاندې احراج کې وانه چوي، د هغه له خصوصياتو پرده پورته نه کړي د خپل ځان او شاګرد احترام وکړي، خپله ژبه وڅاري چې شاګردانو ته ناسم الفاظ ونه کاروي. ډېر ځله همدا نا سم الفاظ چې مدرس يې کاروي بېرته د مدرس درد سر ګرځي، هغه په غير مرغوب لقب تبديل شي. مدرس بايد د شاګردانو له حالاتو ځان خبر کړي، هغوی سره کومک وکړي، اړونده ادارې چې شاګرد سره کومک کولی شي خبري کړي ، شاګردانو سره غمرازي وکړي او هغوی ته خوشحالي ورکړي او هره وخت شاګرد ته ګټه ورسوي او د شاګردانو له کورنيو سره په ارتباط کې وي، شاګرد او استاذ ترمنځ  بايد له فراغت وروسته هم ټينګ ارتباط وي ترڅو يې لارښوونه وکړي او ستونزي يې ور حل کړي، او د دواړو ترمنځ مينه وي. د نبي عليه السلام شاګردان هم  د صحابه وو (ملګرو) په نوم ياديږي ځکه چې د دوی ترمنځ ډېره مينه او ښه ملګرتيا وه،  او بله دا چې  په صاحب  کې د تلميذ په پرتله يوڅه ازادي شته.

استاذ بايد ټولني سره اجتماعي اخلاق وکړي د درس په دوران کې په يوه او بله پلمه شاګرد ته ټولنيز ژوند ور زده کړي، ترڅو شاګر د ټولني سره بلد شي او اجتماعي او ټولنيز احوالو څخه يې خبر کړي؛ ځکه چې کامياب استاذ بايد کامياب شاګردان ټولني ته وړاندې کړي، او د دې ښه لاره داده چې شاګردان فرهنګي کارونو ته وهڅول شي.

دال: کورنۍ ستونزي يې:

د مدرس کورنۍ ستونزي او شخصي مشکلات بايد د هغه پر تدريس او شاګردانو منفي اثر ونه کړي مدرس بايد پر ځان کنټرول ولري او  د خپلو شخصي ستونزو زور له شاګردانو ونه باسي او نه يې بايد شاګردان دا احساس کړي چې استاذ يې کومه ستونزه لري، چې  بيا د دې ستونزي لپاره رنګارنګ تفسيرات لټوي، البته له ټولنيزو عامو مسائلو ستونزو او غمونو سره د مدرس او شاګرد مثبت مدروس او سم تفاعل مهم  بلکې ضروري دی ځکه چې په پای کې دغه مدرسه، ښوونځی او يا پوهنتون د همدې ټولني يوه برخه ده.

 

د استاذ علمي او مسلکي صفات:

۱.تر ټولو لومړی او مهم ټکی دادی چې ښوونکی  پر خپلې مادې او مضمون برلاسی وي، ښه مهارت ولري ټول اړخونه يې مطالعه کړي  ځکه چې نور ټول مسلکي مسائل په همدې پورې تړلي دي او  هر مضمون سره سم خپل مېتود وکاروي. قواعد کم او مثالونه زيات وړاندې کړي،  خپل مضمون سره مينه و لري، په  شاګردانو پوره معرفت ولري ، د شاګردانو ترمنځ ذهني او نفسی توپيرونه درک او مراعات يې کړي ، ټولو شاګردانو سره يو ډول تعامل کوي او فردي توپيرونه يې سره جلا کړي، په نومرو ورکولو کې احتياط وکړي، د وخت او د شاګردانو د نظر احترام  کوي، او خپل معلومات وروسته له تثبيت او تدقيق څخه شاګردانو ته وړاندې کړي  او د تدريس په اصولو پوره خبر وي، شاګرد ته د تنقيد او پوښتني جرئت ورکړي، د پوښتني آداب ور زده کړي  او له تعجزي پوښتنو اخلاقا هغوی منع کړي  او د نرم تعامل ترڅنګ له حزم او شدت څخه کار واخلي.

۲. مدرس به په الله جل جلاله باندې له توکل وروسته پر خپل ځان باوري وي، وارخطا نه شي خپل توازن وساتلی شي که څه هم د ځينو پوښتنو د ځوابولو څخه آني عاجز وي.  درس ته بايد پوره تياری ونېسي، کتاب درې واره مطالعه کړي لومړی چې ځان پرې پوه کړي دويم چې تعبير يې زده کړي او دريم چې شاګرد پرې پوه کړي، درس تيارول (اعداد الدرس)، درسي پلان ، (تدوين الخطه) او  د پلان تطبيق (تنفيذ الخطه) کې ښه مهارت ولري .  د شاګردانو سويې معلومې  کړي ترڅو هر شاګر ته له خپلې سويې سره سم درس ووايي، لومړی بايد د درس خلاصه وړاندې کړي، بيا د درس اهميت بيان کړي او د شاګردانو د بيدارولو لپاره دې کله کله يوه لطيفه هم بيانوي او  استاذ بايد متواضع وي او په زده کړي کې شرم ونه کړي.

۳.د هر علم ښوونکی که هغه عصري وي او که شرعي وي  بايد ورځني تدريسي مسائل او معلومات  د مثالونو له لاري په مکرر ډول له قرآن او حديث سره وتړي، له عربي ژبې سره يې وتړي، له متلونو، شعرونو او کيسو سره يې وتړي او په ټولنه کې د ژونديو کيسو حالاتو، کارونو او حوادثو سره  او رسنيزو برنامو او رنګارنګ تطوراتو سره وتړي، دا ډېري ګټي لري، يو خو دا چې په دې سر مسائل واضح کيږي او بل شاګرد له دغو مصادرو سره تړل کيږي او  په دې سره شاګرد له انزوا څخه هم ژغورل کيږي.

۴. د شاګردانو نومونه پېژندل او هر يوه ته د هغه نوم اخيستل، شاګردانو ته د درس په منځ کې تفريح ورکول که د يوې کيسې په بڼه وي چې د استاذ او يا شاګرد له خوا وړاندې کيږي او که د مکرر کينولو او پاڅولو په شکل وي او که نور تصرفات وي او  د شاګرد هرې پوښتني ته به ځواب نه وايي او پوښتونکی شاګرد او ورسره نور ملګري دې د ځواب پلټنې ته هڅوي.

۵. درسي حصه يا ساعت بايد په څو برخو ووېشي: لومړۍ برخه د پخواني درس مراجعه، دويمه برخه يوازې نوي معلومات په لنډ ډول وړاندې کول، دريمه برخه د لنډيز شرحه، څلورمه برخه پوښتني او د هغوی ځواب، دغه راز  د درس په پيل، منځ او يا پای کې د پخوانيو علماوو او ښو خلکو کردار بيانوي، او له درس سره سره شاګر ته فکرهم ورکړي او شاګرد خپل اصلي مسؤليت ته متوجه کړي.

۶.که استاذ له مختلفو  پوښتنو ډار لري نو له شاګردانو غوښتلی شي چې هر يو پوښتونکی خپله پوښتنه په کاغذ کې وليکي او استاذ ته يې وليږي استاذ دې د هغو څخه ځيني غوره کړي او د ځينو نورو ځواب پسې دې بيا وروسته وګرځي او بله ورځ دې وړاندې کړي، د درس کيفيتونه يې بايد مختلف وي او له يو وخت څخه بل وخت ته بدلون پيدا کړي، درسي حصه کې په يو هيئت پاتي نه شي او خپل هئيت ته بدلون ورکړي.

۷. په کوچنيو او وړو مسائلو پيلول او بيا سترو مسائلو ته انتقاليدل. ځکه چې د قرآن کريم نزول هم لومړی په وړو سورتونو او بيا په سترو سورتونو شوی دی، دغه راز امام بخاري رحمه الله وايي: رښتونی عالم هغه دی چې لومړی وړي مسئلي او بيا ستري مسئلې بيان کړي، او  په مسائلو کې دې له مناسب تدرج څخه کار اخلي، بايد د درس پروخت شاګرد ته کلک متوجه وي او درس يې پوښتنيزه بڼه ولري. مبتدا خپله وایی او خبر په طالب وايي، د درس معنوي او ظاهري دواړو شيانو ته بايد پاملرنه وشي.

۸. په نصاب کې هره ماده خپل اهداف لري مدرس بايد همدغه اهداف په نظر کې نيولو له مخې تدريس وکړي په نحو کې منطق شرحه نه کړي او په منطق کې نحو شرح نه کړي او نه هم د رياضی په درس کې بيالوجي او يا يې برعکس تدريس کړي.

۹. هغه مسائل چې نن عصر کې ورته اړتيا نه وي بايد په تدريس او امتحان کې پرې ترکيز ونه شي، بايد له نصاب څخه لري شي او په مختصر ډول په لوړو ټولګيو کې تدريس شي، لکه د عتق او يا مريانو مسئلې، بالعکس په هغو مسائلو ډېر ترکيز وشي چې اړتيا ورته ډېره وي دلته بايد مدرس دومره اهليت ولري چې په نصاب کې د بدلون وړانديز وکړی شي .

۱۰. په لومړيو ټولګيو کې بايد استاذ ماده او يا مضمون له مختلفو کتابونوڅخه تدريس کړي ترڅو زده کونکي له مختلفو کتابونو او طريقو سره اشنا شي، د شاګردانو لپاره بايد ښه موقعيت ولټول شي خواو شا داسې شيان نه وي چې د شاګرد فکر بدل کړي او فيزکي ځايونه هم بايد ورته برابر کړل شي، د ټولني مروجه لغات ، د لب لهجه او متوسط غږ  وکارول شي.

۱۱. استاذ بايد د پراخه ثقافت خاوند وي د خپل تخصص او مسلک ترڅنګ بايد د نورو مشهورو عصري او ټولنيزو علمونو له بديهياتو، مشهورو قواعدو او اسانه مسائلو څخه خبر وي.

۱۲. استاذ بايد خپل شخصيت وپېژني چې دی ښه وينا وال که ښه ليکوال او يا دواړه دی او د خپل واقعي حالت له مخې مضمون او معلومات شاګردانو ته وړاندې کړي، د بېلګې په ډول که  استاذ له خولې څخه پڅ وي نو ښه نوټ دې وليکي  او شاګردانو سره دې شريک کړي.

۱۳.                استاذ دې  د “نه پوهېږم” فلسفه زده کړي او خپلو شاګردانو ته دې هم ور انتقال کړي، او که په کومه مسئله کې استاذ پوه نه شي نو هيڅ پروا نه کوي له خپل بل ملګري څخه دې پوښتنه وکړي يا خپل شاګرد هغه استاذ ته ور وليږي چې په دې مسئله ښه پوهېږي چې همدا زموږ د اسلافو طريقه هم ده.

۱۴. له نوي ټيکنالوجي څخه دې په تدريس کې د امکان ترحده استفاده وشي،  او په هر نوي موقف کې بايد مدرس تر خپله وسه مثبت اړخونه ولټوي، بدلون راوستل د هر انسان طبعي خوښه ده، مدرس بايد تل په نوښت او تجدد کې فکر وکړي تل په يو حالت باندې بسنه ونه کړي دا نوښت که په نوي وسائلو کې او که د تدريس په طريقه کې وي، د حفظ او فهم دواړو بايد مراعت وساتل شي هيڅ کله بايد حفظ د فهم قرباني نه شي او نه هم برعکس.

۱۵. مدرس بايد په دوامداره توګه مطالعه وکړي خپل ځان تقويه کړي او په خپل حاضر علمي حال بسنه ونه کړي، او بايد د شاګردانو په پوښتنو غوسه نه شي د اخذ او  رد سياست خپل کړي.

۱۶.له تعصب څخه بايد پر هيز وکړي او همېشه د حق پيروي وکړي او همدا خصلت خپلو شاګردانو ته هم انتقال کړي.

۱۷. مدرس بايد د زکاوت خاوند وي، په ټولو مواقفو کې له عقلمندۍ کار واخلي، له هرڅه مخکې خپل ځان وپېژني څه يې خوښيږي، په څه غوسه کيږي او څنګه غوسه کنټروولی شي او څنګه له هر موقف سره مثبت تعامل کولی شي، په دې ډول مدرس خپل ځان د څارني لاندې ونيسي او همدارنګه خپل شاګردان هم وپېژني او د هغوی نفسي او روحاني ځانګړني درک کړي او له هر حالت سره چټک او مناسب عمل وکړي، بايد په نفسياتو کې هم څه ناڅه مهارت ولري ترڅو په روحي ناروغيو اخته شاګردانو درملنه وکړي.

 

د ښوونکي نېمګړتياوې

۱- حق نه منل:

استاذ بايد له حق څخه انکار ونه کړي، که کوم شاګرد يې تېروته ورته په ګوته کړي بايد انکار ترې ونه کړي، په دې سره د شاګرد په زړه کې د استاذ ثقه والی او عظمت نور هم زياتيږي، هغوی فکر کوي چې استاذ مو حق وايي او حق مني، ځکه خلک پوهېږي چې انسان بشر کامل نه دی او داسې علماء نشته چې له هغوی څخه خطايي نه وي شوې.

۲- شاګرد سره حسد:

استاذ بايد شاګرد سره حسد ونه ساتي، کينه او حسد له نفسي ناروغيو څخه ده، استاذ بايد تل ځان ترې وساتي.

۳- له پوهي پرته فتوا ورکول:

په کومه مسئله چې پوهه نه وي فتوا دې نه ورکوي، که څه هم هغه مهال به يې شاګردان ومني خو کله چې ورته حق معلوم شي نو په دې سره د استاذ او شاګرد ترمنځ باور له منځه ځي.

۴- ډېري ټوکي کول:

استاذ بايد له ډېرو ټوکو کولو څخه ډډه وکړي،  له شاګردانو سره خوش مزاجي ښه وي خو زياتي ټوکي د انسان شان ته زيان رسوي.

۵- په شخصي خدمت کې استخدامول:

استاذ بايد شاګردان په شخصي خدمت کې ونه کاروي،  داسې خدمت چې له درس څخه خارج وي او يوازې د استاذ له شخصي کارونو سره اړه لري.

۶- غيبت، تهمت او سپک الفاظ کارول:

استاذ بايد له داسې ځای څخه ځان وساتي چې د تهمت لامل يې ګرځي، د شاګردانو غيبت دې نه کوي، او د بل استاذ او د هغه د مضمون بد دې نه وايي او د شاګرد تهدېدولو پر وخت دې داسې الفاظ نه کاروي چې حيثيت ته يې زيان ورسوي.

زموږ د ټولني د ښوونکو ځينې نېمګړتياوې:

لومړی:    ځيني ښوونکي چې په کوم ځای پوهه نه شي ، په دې پلمه چې ځان خلاص کړي د درس کولو پر وخت شاګردان تېر باسي.

دويم: په کتاب پوهېږي او که نه پوهيږي نه غواړي چې له بل استاذ څخه ګټه واخلي.

دريم: له کتاب  او مضمون څخه بهر  ډېري خبري کوي او په دې سره د طالبانو وخت ضائع کوي .

څلورم: د تدريس طرز  يې پخوانی وي شاګرد ډېره ګټه نشې ترې اخيستلی ، په لومړي سر کې ډېر وخت تېروي او په ا خر کې په منډه درس کوي.

پنځم: خبري زياتي او درس لږ کوي او غير ضروري مسائل څېړي.

شپږم: په درس او عامو غونډو کې د اورېدونکو له سويې لوړې خبري کوي، او داسې اصطلاحات کاروي چې اورېدونکي نه پرې پوهېږي او په وېنا کې د اورېدونکو د عمر لحاظ هم نه ساتي.

اووم: تکلف ، تصنع  او  لغت پراني کوي، ښه داده چې هره موضوع په سادګي او بې تکلفې سره وړاندې شي.

اتم: موږ  پر ځای  د زه کلمه ډېره کاروي، او دا خوښوي چې هر ځای دی مطرح شي.

نهم: په تدريس کې له نويو وسائلو ګټه نه اخلي، نوی مېتود نه کاروي او يوازې په تقليدي طرز او تګلاره  عمل کوي.

لسم: نوښت او ابتکار ته هيڅ پاملرنه نه کوي او نه  ورسره ليوالتيا لري دغه راز  د وخت ضرورتونه په پام کې نه نېسي.

په پای کې د استاذ مسلکې روزنې په اړه يو څو وړانديزونه:

الف:د دې لپاره چې ښوونکي او علماء کرام د درس نوي مېتودونو سره بلد شي، او هغه طريقې په کار واچوي چې نن په نړۍ کې مثبتې او مثمرې ثابتې شوي بايد په ښوونځيو او مدرسو کې لنډمهاله سيمينارونه او کورسونه جوړ شي او له مسلکي استاذانو څخه ګټه واخيستل شي.

باء: د استاذانو په مسلکي روزنه کې دې د بشري ودې د پياوړتيا نړيوال ټرينر او د اوټيډ روزنيزي مؤسسې مشر دکتور حيات الله عتيد چې په دې لاره کې يې هر ډول همکاري ته ټټر وهلی او د دوی په څېر نورو شخصيتونو څخه ګټه واخيستل شي.

ج: مسؤلين دې په اونۍ او يا پنځلس ورځو کې يوځل مدرسو کې شاګردانو ته درسې مېتود او مسلکي تدريس په اړه محاضري وړاندې کړي ترڅو په راتلونکي کې ورڅخه استفاده وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب