د قران عظیم الشان کاتبان او حافظان- معلومات

حضرت ابن مسعود رض په خپل ژوند كي څلور قرآن كريمونه ليكلي وو

 ۱-   يويي درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كي لیکلی  وو.
۲ –    دوهم يي هغه قراّن كريم وو چي دنزول دترتيب په لحاظ يي ليكلى وو ،
۳-   دريم  يي دحضرت ابوبكر الصديق رضی  الله تعالی عنه  په زمانه كي ليكلى وو
۴ –    اوڅلورم يي دحضرت  عثمان رضی الله تعالی عنه  دخلافت په دوره كي وليكل
واقعات القراّن ص\ 465

   سلطان ابراهيم اوعالمګير بادشاه هم دقراّن كريم كاتبان وو
سلطان ابراهيم غزنوي دسلطان محمود غزنوي لمسى ده اوډيركلونه يي بادشاهي كړي ، خوهغه سره له دي چي سلطان اوبادشاه وو يوښه كاتب اوخوش نويس هم
وو، هركال به يي دوه دوه قراّن كريمونه په خپلو ګوتو ليكل :  چي يوبه يي مديني منوري ته اوبل به يي مكي مكرمي ته ليږل .
همداراز عالمګير بادشاه هم دقراّن كريم ښه كاتب وو، اوقراّن كريمونه به يي ليكل .واقعات القراّن ص\469  بحواله نزهه الخواطر .

دقرآن کریم  یو ماشوم کاتب
په ۱۹۸۷  کي  په هند کي په یوه کورنۍ کي چي  اصلا دکشمیروه دحکیم غلام رسول  په نوم  دیوه سړي زوی  وزیږیده ، حکیم غلام رسول وایې چي کله  ماشوم څلورکلن شو نویوه ورځ مي له  ځانه سره بازار ته بوت چي څپلۍ اوجامي  ورته  واخلم  خو هغه له جامواوڅپلیوڅخه ډډه وکړه  اوویل یې  چي  ماته قلم  اوکاغذ راواخله . ما هغه ته قلم اوکاغذ هم ورواخستل ، دغه ماشوم تردي  وړاندي نه کله قلم غوښتی وو اونه هم کاغذ اونه یې څه زده کړي  وو ،کله چي کور ته  راغلو نو هغه سم دلوی سړي په څیر اودس وکړ اوبیا یې قرآن کریم  مخ  ته کیښود اوپخپله یې دقرآن کریم  کتابت پیل  کړ ،دغه دجون  میاشت د۱۹۹۱ کال  وو ماشوم په پوره توجه دغه کار بي دکوم  تن دښووني  اوروزني څخه پیل  کړ ، کله چي  د۱۹۹۲دجون میاشت راتله نو دغه ماشوم هم  دقرآن کریم  دکتابت څخه  فارغ شو،اودقرآن  کریم  کتابت  یې خورا په  بهترین  خط پای  ته ورسول ، دغه لیکل شوی  قرآن  کریم   موږ لویو لویو کاتبانو ته ورووړ  هغوۍ  په  دغه قرآن کریم کي هیڅ ډول  دکتابت غلطي ونه مونده ، دمظاهر العلوم سهارنپور  ناظم الاعلی  مفتي  مظفرحسین صاحب  چي لمړی خبرشو نوزړه ته یې نه لویده ، بیایې خپله ماشوم  راوغوښتل  اوهغه دده په مخ کي دقرآن کریم  څوآیاتونه ولیکل  : نومولانا مفتي مظفرحسین رحمه الله دماشوم دواړه لاسونه ښکل  کړل .اوله دي  څخه یې تعجب کاوه . واقعات القرآن  ۲۳۹

سل حافظاني
دهارون الرشيد دميرمني زبيدي سل 100 داسي مينځي وي چي ټولي دقراّن كريم حافظاني وي اوهره ورځ  به يې په شاهي قصر كي دري دري سيپاري تلاوت كاوه .     البدايه والنهايه 10\ 283

your ads

مور زاده حافظه
داعلاء السنن مصنف  علامه ظفراحمدعثماني رحمه الله  لیکلي  : چي  یوه واقعه زمادخپلو سترګولیدلي  داوه چي  کله چي زه په رنګون  کي دراندیر په  یوه مدرسه کي اوسیدم  ، نو له هندوستانه څخه یو تن  راغی  اوڅلورکنه  وړه ماشومه ورسره وه  ددغي  ماشومي ټول قرآن کریم  یادوو ، هغه سړي موږ ته وویل  : چي  دغه ماشومه مورزاده دقرآن کریم  حافظه ده . نه یې له  چاڅخه قرآن کریم  لوستی  اونه اوس په لوست پوهیږي  ، که ستاسوزړه  ته نه لویږي  نو امتحان یې  واخلۍ ، او هغه به  یې ټیک درته ووایې  ، اولا داچي له  هغه ځای څخه  وړاندي  اوورسته به   لس  لس  آیتونه نور هم  درته تلاوت  کړي  . موږ په رنګون کي له هغي ماشومي څخه ډیرځایونه  دامتحان په ډول  وپوښتل  اوهغي  ټیک  اوصحیح  ځایونه  راته وویل ، ددغي نجلۍ پلارته دماشومي په تلاوت خلکوډیري  پیسی  ورکولي ، اوهغه ته په دي ډول ډیري پیسي په لاس ورتلي ،  ما دماشومي  پلار ته وویل  : چي  ددغي ماشومي  کمال  دپیسو دګټلوزریعه مه ګرزوه ، کنه   دانجلۍ به ډیر ژوند ونه کړي  ، زماخبره سمه وخته یوکا ل  وروسته چي  مادهغي ماشومي په اړه پوښتنه وکړه  نوهغي له نړۍ څخه مخه ښه کړي  وه .  واقعات القرآن ص\۲۴۱

لوى مفسر مجاهد رح
دابوداود په يوه حديث كي دي : چي امام مجاهدرح [چي لوی تابعي ،مفسر اوامام ده  ] به كله ناكله دماښام اوماخوستن [دلمانځه ] په مينځ كي دټول قراّن كريم ختم كاوه . واقعات القراّن ص\372

د مازيګر اوماښام په مينځ كي دټول قرآن كريم ختم .

حضرت شاه اسماعيل شهيد به دمازيګر دلمانځه څخه وروسته دماښام ترلمانځه پوري ټول  قراّن كريم ختم كاوه ،  يوه ورځ ډيرخلك ورته راغلو چي موږ غواړو ستادغه ختم پخپله مشاهده كړو، مولاناصاحب له ګومتي پل سره كيناست اودمازيګرله لمانځه وروسته يي قراّن كريم له الحمدلله څخه  شروع كړ چي دماښام اذان كيده نو هغه قراّن كريم ختم كړ اوپه والناس يي ودرول .
هو  داڅه عجیبه   نه  ده ځکه چي دطى ارض په شان بسط الزمان هم كرامت دى .یعني دمسافي  دکموالي په ډول دزماني پراخي هم کرامت  ده  . واقعات القراّن ص\  273  .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب