سیرت النبي مقالې

نبوي سيرت – د جهاد اجازه

د مدينې د مشرکانو مشر عبدالله بن ابي له وړاندې د مکې له مشرکانو سره په اړيکه کې و او دداسې موکې په لټه کې و چې خپل قوميان د محمدصلی الله عليه وسلم پر خلاف جنگ ته تيار کړي، کله چې د مکې مشرکانو عبدالله بن ابی ته ليک واستوی چې په کې يې ورته ليکلي و: تاسو زموږ يو تن ته پنا ورکړې ده په الله قسم درکوو چې يا يې له خپلې ځمکې وشړئ او يا ورسره جنگ پيل کړئ که نه موږ له يو داسې لښکر سره درځو چې جنگيالي به مو و وژني او ښځې به مو مينځې وگرځوي.

د مکې د مشرکانو ليک ترلاسه کولو نه وروسته سم دلاسه عبدالله بن ابي د مدينې مشرکان د محمدصلی الله عليه وسلم پرخلاف جنگ ته وهڅول کله چې پرې محمدصلی الله عليه وسلم خبر شو، ورسره يې وليدل او ورته يې وويل چې د قريشو ليک درباندې دومره اغيزه کړې چې خپلو وروڼو او خويندو سره يې جنگ ته اړ کړي ياستی، د محمدصلی الله عليه وسلم خبرو اورېدلو وروسته جنگ نه لاس په سر شول.

خو د قريشو پرله پسې ننگونو او اخطارونو په مدينه کې د مسلمانانو ژوند دومره تنگ کړ چې هر مسلمان به په وسلې سمبال ويده کيدای، دغو نازکو او خطرناکو حالاتو ته په کتو الله جل جلاله مسلمانانو ته د جهاد اجازه ورکړه  څو مسلمانان د کفارو له شره خوندي شي خودا جهاد په لومړي سر کې پر مسلمانانو فرض نه و بلکې يوازې د جهاد اجازه ورکړل شوې وه .

وروسته بيا جهاد فرض شو د ځان ساتنې لپاره چې که چېرې کافران پر مسلمانانويرغل وکړي نو مسلمانان د ځان ساتنې په موخه له هغوی سره جنگېدلای شي او په خپله مسلمانان د جهاد پيل نه شي کولای .

وروسته بيا اقدامي جهادفرض شو چې مسلمانان بايد په خپله پرته لدې چې کافران پر هغوی يرغل وکړي د کافرانو پر وړاندې جهاد پيل کړي ځکه د کافرانو څخه دا هيله نه شي کېدلای چې هغوی به مسلمانانو او اسلام ته زيان نه رسوي خو په څلورمياشتو رجب ،ذوالقعده ،ذوالحجه او محرم الحرام کې بيا هم له جهاد نه منع کړل شوي و  .

وروسته بيا په نوموړيو څلورومياشتو کې هم د جهاد اجازه وشوه او مخکينی حکم له منځه ولاړ په دې کې بيا زيات شمېر  علماء وايي : چې په دغو څلورومياشتو کې د جهاد نه کولو حکم د هغه آیت په وروستۍ برخه له منځه ولاړ دکوم آیت په پيل کې چې په نوموړيو مياشتو کې دجهاد نه کولو حکم راغلی و هغه دا چې الله  جل جلاله  د آیت په پای کې وفرمایل : ( وقاتلوا المشرکین کافة ) او ټول يوموټی شئ له مشرکانو سره جگړه وکړئ .

د جهاد له اجازې څخه موخه يوازې جنگ کول نه و بلکې بنسټيزه اواصلي موخه يې باطل له منځه وړل او د الله  جل جلاله  حکمونه پر ځای کول و ځکه خو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د يهودانو او نوروکافرانو سره يو شمېر تړونونه وکړل تر څو یو پر بل کوم تېری او یرغل ونه شي او د یو بل حقوق تر پښو لاندې نه شي دقریشومشرکان چې زړونه يې مسلمانانوته ډک واو په هر حال يې مسلمانان له منځه وړل غوښتل د هغوی د هڅو د مخنيوي لپاره رسول الله  صلی الله عليه وسلم  هم گڼ شمېر عسکري خوځښتونه په کار واچول چې ځينې به يې موږ درته بيان کړو

۱-  د سيف البحر سريه:

د هجرت په لومړي کال د روژې په مياشت کې چې  د۶۲۳میلادي کال د مارچ میاشتې سره سمون خوري رسول الله  صلی الله عليه وسلم  یوه دېرش کسیزه ډله د حمزه  رضي الله عنه  په مشرۍ دقریشو هغه درې سوه کسیزې قافلې مخې ته ورولېږله په کومه کې چې ابوجهل هم و اود شام له لوري راروانه وه مسلمانان دعیص نومي ځای له لوري سیف البحر سیمې ته ورسېدل اودمشرکانو سره مخامخ شول دواړه لوري جنگ ته چمتوشول خو مجدي بن عمروالجهنی چې د مسلمانانو او مشرکانودواړوسره يې تړون درلود منځگړيتوب وکړ او دواړې خواوې يې له جنگ نه منع کړې په دې سريه کې د مسلمانانو له ډلې سره  سپین بیرغ و او دا لومړنی بیرغ و چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  پورته کړ اوويې تاړه د دې بیرغ  وړونکی ابومرثدکناز بن حصین الغنوی و .

۲- د رابغ سريه :

د هجرت په لومړي کال د شوال په مياشت کې چې ۶۲۳میلادي کال د اپرېل میاشتې سره سمون خوري رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د عبیدة بن الحارث بن المطلب  رضي الله عنه  په مشرۍ د مهاجرو يوه شپېته کسیزه ډله تیاره کړه او د قریشو هغه دوه سوه کسیزې قافلې مخې ته چې مشري يې ابوسفیان کوله ولېږه په رابغ نومي سیمه کې سره مخامخ شول او يوپر بل يې د غشیو گزارونه وکړل خو لاس په لاس جگړه ونه شوه چې وروسته بیا د مشرکینو له لښکر څخه دوه تنه مقدادبن عمروالبهراني او عتبه بن غزوان المازني چې مخکې لا مسلمانان شوي و د لته د مسلمانانو سره يوځای شول دمشرکانوسره یوازې ددې لپاره راوتلي و تر څو د مسلمانانو سره یوځای شي په دې سریه کې هم د مسلمانانو بیرغ سپین و او وړونکی يې مسطح بن اثاثه بن المطلب بن عبدمناف و.

۳- د خرار سريه :

د هجرت په لومړي کال دذوالقعدې په میاشت کې چې د ۶۲۳میلادي کال د مې میاشتې سره سمون خوري رسول الله  صلی الله عليه وسلم  دسعد بن ابي وقاص  رضي الله عنه  په مشرۍ يوه شل کسیزه ډله دقریشو دقافلې مخې ته ور ولېږه اودا يې ورته وويل چې له خرار نومي ځای څخه مخکې نه تېريږي هغوی پلي روان شول د شپې به يې مزل کاوه اودورځې به بيا چېرې غلي شول پنځمه ورځ سهار چې کله خرار نومي ځای ته ورسېدل خبرشول چې هغه قافله پرون لدې ځای نه تېره شوېده په دې سریه کې هم دمسلمانانو بیرغ سپین و او وړونکی يې مقدادبن عمرو و.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: