اخلاقسیرت النبي مقالې

نبوي اخلاق – چوپتيا او د ژبې ساتنه

دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  چوپتيا :

سماكرحمه الله وايي: جابر بن سمره رضي الله عنه  نه مې پوښتنه وکړه چې اياته به پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره كښېنستې؟ ويل: هو ! دهغه صلی الله عليه وسلم  چوپتياډېره وه.(۱)

ابومالك اشجعي له خپل پلار نه روايت کوي چې دپيغمبر  صلی الله عليه وسلم  په زمانه كې زه ځوان وم موږ به هغه صلی الله عليه وسلم  سره ډېر کښېناستو، دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  چوپتياترهرچازياته وه اوچې په مجلس کې به ډېره دخندا خبره راغله پيغمبر صلی الله عليه وسلم  به يوازې مسکى شو.(۲)

عباده بن صامت رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  صحابه كرامو رضي الله عنهم  سره يوځاى ته روان ؤ، معاذ بن جبل رضي الله عنه  خپل آس دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  آس ته ورنږدې كړ او ويې ويل: يارسول الله! خداى پاک دې زمامرګ ترتاسوړومبى کړي! خوکه -خداى مکړه- ته نه وې بياموږڅه وکړو؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم   وويل: دخداى په لارکې جهادکوئ! ماويل: زمامورو پلاردې ترتاقربان وي يارسول الله! روژه اوخيرات څنګه ده؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وويل: روژه و خيرات هم ښه شى دى؛ خوتردې غوره ژغورونکى، راوي وايي: معاذبن جبل رضي الله عنه  هغه ټول دخيرکارونه چې پېژندل يې، يادکړل؛ خوپيغمبر صلی الله عليه وسلم  به دهريوه په ځواب کې ورته ويل: تردې غوره ژغورونکى ، اخرمعاذ رضي الله عنه  پوښتنه وکړه يارسول الله! له دې نه ستاسوموخه څه ده؟

پيغمبر صلی الله عليه وسلم  خولې ته اشاره وکړه اوويې ويل: له ښوخبروپرته چوپتيا، معاذ رضي الله عنه  پوښتنه وکړه وېل يارسول الله! اياموږبه په هغه څه نيول کيږو چې زموږژبې يې وايي؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم  نوموړىپه پونډۍ وواهه وېل:موردې بوره شه!!راوي وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  څومره ښه ويلي دي: په دوزخ کې چې کوم خلک له تينکو (دپوزې پورتنۍ برخه) راځوړند وي هغه به يې يوازې دهغوخبروجزا وي چې په ژبه يې کړي وي اوڅوک چې په الله اواخرت ايمان لري؛ نو يادې دخيرخبره کوي که نه له شره دې چوپ وي، دخيرخبرې کوئ ګټوربه ياست اوله شر نه چوپ اوسئ؛ نوخوندي به ياست.(۱)

  سخاوت او ورکړه - نبوي اخلاق
  دحضرت محمد (ص) لنډ سيرت مکمل
  د نبي علیه السلام د سخا یوه بېلګه!

دصحابه وو رضي الله عنهم  چوپتيا:

ابوهريرة رضي الله عنه  وايي: دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  په زمانه كې يوسړى مړشو؛ نويوې ميرمنې ډېر ژړل اوځان سره يې ويل: وه شهيده!! پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: مه ! ته څه خبره يې چې دى شهيد دى؟ کېداى شي ده بې ځايه خبرې كړې وي يايې دداسې شيانو په خرچ كولو كې له ځيرکتيا كار اخستى وي چې ده ته پكې هيڅ كمى نه راتلو.(۲)

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: داحد په غزا كې يو سړى دلوږې له امله وفات شو؛ نو مور يې راغله له مخ نه يې ورته خاورې پا كولې او ويل يې: زويه! جنت دې مبارك شه ! پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  ورته وويل:تاته څه معلومه ده چې دى جنتي دى؟ کيدايشي ده کومه بې ګټې خبره کړې وي او يايې دداسې شي مخه نيولې وي چې په لګښت کې يې ده ته هيڅ تاوان نه و .(۳)

خالد بن نمير رحمه الله وايي: عمار بن ياسر رضي الله عنه  به تل خاموش، غمجن او ناكراره ؤ اوهروخت به يې د الله  له امتحانه پنا غوښته.(۴)

ابو ادريس خولاني رحمه الله وايي: يو ورځدمشق جامع جومات ته لاړم ګورم په جومات کې خلک اوپه منځ کې يوداسې سړى چې تک سپين غاښونه يې وو اوچوپتيايې ډېره وه، ناست دى؛ نو يوچانه مې پوښتنه وکړه چې داسړى څوک دى؟ راته يې وويل: دامعاذبن جبل رضي الله عنه  دى، دى وايي: معاذ رضي الله عنه  ډېر ډاډمن او دلوړې حوصلې څښتن ؤ، دټولې سيمې پرېکړې يې كولې او دخلكو ترمنځ يوه باوري څېره وه.(۱)

اسلمرحمه الله وايي:حضرت عمر رضي الله عنه  په لاره روان و ګوري چې ابوبکرصديق رضي الله عنه  ولاړدى ژبه يې راوېستلې او ارمان كوي؛ نوپوښتنه يې ترې وکړه: اى امير المؤمنين! ولې داسې كوې؟ ابوبكرصديق  رضي الله عنه  ورته وويل: زه خو دې ژبې په هلاكت كې اچولى يم ځكه چې پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  وايي:دبدن هر اندام له ژبې سرټکوي . (۲)

ابووائل رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه  په “صفا” غونډۍ ولاړ و ژبه يې راوېستلې وه او ويل يې: اې ژبې! ښې خبرې كوه چې درته غنيمت شي اوبدې خبرې مه كوه  چې په خپل ځاى سالمه پاتې شې اوبيا پښېمانه نه يې، ځكه چې ما له پيغمبر  صلی الله عليه وسلم  نه اوريدلي دي چې دانسان ډېرې ګناوې دژبې له لارې وي.(۳)

سعيد جريريرحمه الله ديو راوي له خولې وايي چې يوځل ابن عباس رضي الله عنه  خپله ژبه له څوكي نېولې وه اوداسې يې ويل: اې ژبې! تباه شې دخير خبرې كوه چې درته غنيمت شي اوله بدوخبرو چوپه شه چې خوندي يې؛ نو يو سړي پوښتنه ترې وکړه: اې ابن عباس! ولې دې ژبه نېولې اوداسې وايې؟ هغه ورته وويل: ما اورېدلي چې دقيامت په ورځ به انسانان په خپلو اندامونو کې ژبې ته ترټولوډېرخواشيني وي.(۱)

ثابت بنانيرحمه الله وايي: شداد بن اوس رضي الله عنه  يوځل خپل يوملګري ته وويل: دسترخوان راوړه چې هسې پرې اخته شو! بل ملګري ورته وويل: پخواخودې کله داسې خبره نه وه کړې اوس دې څنګه وکړه؟ هغه ورته وويل: هو! قسم دى چې دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  له وفات وروسته مې کله هم داسې (بې ګټې)خبره نه وه کړې اودبيالپاره ژمنه كوم چې داسې خبره به نه كوم. (۲)

  معیار دوستی مان باید چی باشد !!!
  و حبشې ته د مسلمانانو هجرت او په شعب ابي طالب کي نظر بنده کېدل
  اسلامي ( آداب ) كړه وړه

سليمان بن موسىرحمه الله وايي: يوورځ شداد بن اوس رضي الله عنه  ملګرو ته وويل: دسترخوان راړئ چې لوبې پرې وكړو هغوى ورته وويل: شداد!  دادې څنګه خبره وکړه؟
ده ورته وويل: رښتياهم دامې ښه ونه کړل، ماچې له کومې ورځې نه پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره بيعت کړى هره خبره به مې له غوراوفکر وروسته کوله؛ خونن شيطان غلط کړم؛ نو له خداى پاک څخه بخښنه غواړم، بيايې وويل: راځئ له الله  نه وغواړو چې په هركاركې مو له تيزي كولو وساتي اوحوصله او صبر راكړي همداراز عزم او په نعمت باندې دشكر اداء كولو توفيق راكړي او الله جل جلاله  دې سالم زړه اورښتونې ژبې راكړي اوله هغې خبرې هم راتېرشي چې اوس ماپه غلطۍ سره وکړه.(۳)

ابونعيم په دويم سند سره دا روايت داسې را اخلي: شداد رضي الله عنه  وويل: داخبره پرېږدئ! اوس يوې بلې خبرې ته راشئ هغه دا چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ويلي:كله چې خلكو دسرو او سپينو زرو خزانې جوړې كړې؛ نو تاسو ځانونو سره ددغو كلماتو خزانه جوړه كړئ: اللهم اني اسالك الثبات في الامروالعزيمة واستغفرك لماتعلم انك انت علام الغيوب.(۱)

عيسى بن عقبهرحمه الله وايي: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه  به ويل: قسم دى دځمكې پر سرترژبې زيات دبندولواوکابوکولو وړبل شى نشته . (۲)

نوموړى وايي:له اړتياپرته خبرې مه کوئ! ځکه چې دقيامت په ورځ به پر هغو ګناهګارانو دالله  عذاب ډېروي چې په دنيا كې يې ژبې بې ځايه كارولي وي.(۳)

حضرت علي رضي الله عنه  وايي: ژبه دټول بدن داصلاح لپاره اصل دى ځكه چې كله ژبه سمه شي نو ټول اندامونه سم شي او كه ژبه بې واكه شي؛ نو ټول بدن بې واكه شي . (۴)

دابن ابي الدنيا په يو روايت كې  حضرت علي رضي الله عنه  وايي: كوم انسان چې غواړي خپل عيب پټ وساتي او دخلكو له شرونو څخه خوندي وي؛ نو دخلكو عيب دې نه څرګندوي،دى وايي:چوپتيا دجنت لارښود دى .

اوپه دې اړه داشعرونه وايي:

لا تفش سرك الا اليك                   فان لكل نصيح نصيحا

راز مه ښكارکوه ځكه دهر خواخوږي لپاره هرومرو خواخوږی وي .

فاني رايت غراة الرجال                 لا يدعون اديما صحيحا

ما ډېر داسې بې لارې انسانان ليدلي چې هيڅوك يې هم بې داغه نه دي پرېښي اوخامخا يې په زړونو زخمي كړي.(۱)

ابودرداء رضي الله عنه  خلكو ته دنصيحت په توګه داسې وايي: اې خلكو! څنګه چې خبرې زده کوئ دغه راز چوپتياهم زده کړئ ځكه،چوپتيا لوى صبردى، اوله خبرو نه اورېدوته ډېرليوال اوسئ، له ناوړه خبرو اوبې ځايه خنداګانوځان وساتئ اوله اړتياپرته په ورتګ څوک مه پازابوئ.(۲)

نوموړى وايي: دمؤمن په بدن كې يوه ټوټه غوښه الله تعالى ته ترنورو غړو ډېره ګرانه ده چې هغه ژبه ده، دهمدې له كبله به الله جل جلاله  مومن جنت ته بيايي، او دكافر په بدن كې تر ټولو ناخوښه ټوټه الله جل جلاله  ته دهغه ژبه ده اودهمدې ژبې له امله به کافردوزخ ته بيايي.(۳)

ابن عمر رضي الله عنه  وايي: هرانسان بايدترټولو اندامونو وړاندې خپله ژبه پاكه كړي. (۴)

انس بن مالك رضي الله عنه  وايي: څوك ترهغومتقي كېدلاى نشي چې ژبه يې کنترول کړې نه وي.(۵)

ليکنه: مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

  د حياء او پاک لمنۍ ارزښت
  د رسول الله په غزاګانو کې مهم درسونه-سیرت النبي
  نبوي سيرت – نورو قومونو ته د اسلام بلنه


(۱) اخرجه احمد والطبراني في حديث طويل قال البيهقي ۱۰ / ۲۹۷ ورجال احمد رجال صحيح غير شريك وموثقة واخرجه ابن سعد ۱ / ۳۷۲ ، عن سماك نحوه .

(۲) عن الطبراني قال البيهقي ۱۰ / ۲۹۸ ، وفيه آبراهيم بن زكريا العجلي وهو ضعيف انتهى .

(۱) اخرجه الطبراني قال البيهقي ۱۰ / ۲۹۹۹ ، رجاله رجال الصحيح غير عمرو بن مالك الجني وهو تقة انتهى .

(۲) اخرجه ابو يعلى وفيه عصام بن طلبيق وهو ضعيف كما قال البيهقي ۱۰ / ۲۰۳ .

(۳) عن ابي يعلى ايضاً وفيه يعلى بن يحيى الاسلمي وهو ضعيف كما قال الهيثي واخرجه الترمذي عن انس مختصراً كما في المشكوة .

(۴) اخرجه ابو نعيم في الحلية ۱ / ۱۴۲ .

(۱) اخرجه الحاكم ۳ / ۱۶۹ .

(۲) اخرجه ابو يعلى قال الهيثمي ۱۰ / ۳۰۲ ، رجاله رجال الصحيح غير موسى بن محمد بن حبان وقد وثقه ابن حبان انتى واخرجه ابو نعيم في الحلية ۱ / ۳۳ عن اسلم مختصراً .

(۳) اخرجه الطبراني قال الهيثمي ۱۰ / ۳۰۰ ، ورجاله رجال الصحيح .

(۱) اخرجه ابونعيم في الحلية ۱ / ۳۳۸ .

(۲)اخرجه ابونعيم في الحلية ۱ / ۲۶۵ .

(۳) عند ابي نعيم ايضاً ورواه سليمان ابن موسى موقوفاً ورواه حسان بن عطيه عن شداد بن اوس مرفوعاً .

(۱) واخرجه ابونعيم ايضاً ۱ / ۲۶۶ من طريق ابي الاشعث الضعف في وغيره مرفوعاً نحوه واخرجه احمد منطريق حسان بن عطيه عن شداد نحوه كما في التفسير لابن كثير ۲ / ۳۵۱ .

(۲)اخرجه ابونعيم في الحلية ۱ / ۱۳۴ واخرجه الطبراني نحوه باسانيد ورجالها ثقات كما قال الهيثمي ۱۰ / ۳۰۳ .

(۳) عند الطبراني ايضاً وفيه المسعودي وقد اختلط كما قال الهيثمي .

(۴) اخرجه ابن ابي الدنيا في الصمت .

(۱) كذا في كنز العمال ۲ / ۱۵۸ .

(۲) اخرجه ابن عساكر كذا في الكنز ۲ / ۱۵۹ .

(۳)اعند ابي نعيم في الحلية ۱ / ۲۲۰ .

(۴)اخرجها ابونعيم في الحلية ۱ / ۳۰۷ .

(۵) اخرجه ابن سعد ۷ / ۲۲ .

  د حضرت عایشې رضی الله عنها اخلاق
  دصحابه کرامو سخا
  په ټولنه کي د ظلم ځیني پټ شکلونه

Tags

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close