د وخت نسبیت او د تقدیر حقیقت | قرآن علمي اعجاز

د وخت نسبیت:

دوخت دنسبیت حقیقت باندې پوهان اوس پوه شوی اوانیشتین دشلمې پېړۍ په لومړیو کې دغه فرضیه بیان کړه . اوهغه ثابته کړه چې وخت له کتلې اوسرعت سره اړیکی لری. په داسۍ حال کې چې قرآن کریم ډیر مخکی دوخت دنسبیت مسأله بیان کړی ده.
هغه یوه ورځ دالله په وړاندې لکه  زرکاله ستاسو په شمېر ده (الحج ۴۷).
… هغه ورځ چې دپنځوس زروکلونو سره برابره ده (المعارج ۴).
له پورتنی آیت نه په روښانه توګه دوخت دنسبیت مسأله څرګندیږی.

د تقدیر حقیقت:

اوتاسو هېڅ هم نه غواړی  پرته له هغه څه نه چې الله (ج)  یی وغواړی او الله (ج)   پرهرڅه پوه اودحکمت درلودونکی ؤ اودی (الانسان ۳۰).
پروفيسر بينامين ليبت په کال  ۱۹۷۳ دکلفورنیا په  پوهنتون کې څېړنې وکړې چې داسې څرګندویی کوله چې زموږ تصمیمونه ټول مخکې له مخکې په دماغ کې تنظیم شوی. اوشعور نیمه ثانیه وروسته له هوډ اوتصمیم څخه په کارلویږی . داعصابو یوبل متخصص موضوع داسې روښانوی: “مو ږ اصلاْ په ماضی کې ژوند کوو اوزموږ شعور لکه دیوه مونیتور( دتلویزیون ښیښه) غوندې دی چې هرڅه موږ نیمه ګړۍ وروسته ښکاروی.

بنا پردې زموږ هیڅ یوه تجربه داوسنی زمان سره تړاو نه لری اوهرڅه نیمه ثانیه وروسته له اصلی پېښې نه منیځ ته راځی.

داکتر ليبت خپلې څېړنې پرته له دې چې انستېزی ته اړتیا پیداشی په دماغ باندی دجراحی عملیاتو له لارې په داسې حال کې چې هغه کس بشپړ ویښ ؤ ترسره کړې. ليبت  ترعملیاتو لاندې شخص ددماغ ټاکلې برخه دبریښنا په واسطه تحریک کړه داسې چې فکر وکړی له لاس سره یی یو څه لګیدلی. ترعملیاتو لاندی کس وویل نیمه ثانیه مخکی دده په لاس یو څه ولګیدل . له دې اندازه اخستنې سره لیبت دې پایلې ته ورسید چې ټول ادراکونه دماغ ته لیږدول کیږی اوداچې هرادراک تر شعورلاندې تحلیل اوتعبیریږی زه یا  Ego له هغه څخه نه خبریږی. ددې لپاره چې پرهغو معلوماتو چې مخکی زموږ له فکر کولوروښانه شوی پوه شو، هغه  له یوڅه ځنډ نه وروسته زموږدماغ ته لیږدول کیږی.
يعنى، د یوې عضلې  دحرکت ورکولو لپاره  تصميم مخکې له هغه نیول کیږی چې زموږ شعور یی اړتیا وینی. تل دعصبی ادراک اوله هغه فکر  نه زموږ دخبریدو ترمینځ یوواټن اوورسته والی وجود لری. په بله وینا موږ هغه  وخت له خپل تصمیم  نه خبریږو چې له مخکی نه یی پریکړه  شوی. داڅرګندوی چې هرفکر ، عاطفه ، احساس اوحرکت مخکې له دې چې زموږ شعور پرې پوه شی پېښیږی. اوله دې نه داثابتېږی چې راتلونکی په پریکنده توګه زموږ له واک نه وتلی.
په یوه بله تجربه کې همدغه فروفیسر تر تجربې لاندې خلک په خپل واک کې پریښودل څو چې خپلې ګوتې دیوبل په وړاندې جګې کړی، اوخپله یی دهغوی دماغ ترخپلې نظر لاندې ونیو. په واقیعت کې دعمل داجرا لپاره  ددماغ دحجروفعالیت مخکې له دې چې هغه شخص تصمیم ونیسی پیل شو. په بله وینا د( وکړه یا مه کړه) قومانده شخص ته ورسیده ، وروسته له هغه دشخص دتصمیم نیولو قومانده دماغ ولوستله اوشخص وروسته له نیمې ثانېې څخه پرهغه خبر شوی. شخص تصمیم نه نیسی چې څه وکړی اوڅه ونه کړی بلکې له م خکې  نیول شوی تصمیم عملی کوی.البته دماغ یو بدلون راولی اوهغه دادی چې هرډول داسې شواهد چې داسې څرګنده کړی چې ګواکې داهرڅه له مخکې نه پیښ شوی هغه له مینځه وړی.  په همدې دلیل هغه وخت ته چې موږ اوس وایو په حقیقت کې داسې ژوند کوو چې له مخکې نه ټاکلی شوی.
دا تجربه جوتوی چې هرڅه دالله دغوښتنې مطابق ترسره کیږی.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب