
موږ ته یې ملاوې کړې راماتې واوري
دوی یې په مفته وهي پاتې واوري
موږ یې تیارې شپې په یخنیو ګالو
دوی ته برېښنا شي زموږ میراتې واوري
زموږ د نېستۍ کورګی سېلونه یوسي
و دوی ته پانګه شي تلپاتې، واوري
موږ ته بلا شي ماشومان. مو وژني
دوی ته خوږې شي لکه شاتې واوري
راځئ د زړه خبرې خپله واورو
کاڼه به څنګه زموږ کړاتې*۱ واوري
څو مو وړتیا له ځانه نه وي “بختي”
خوشې پر بل اچوو زیاتې*۲ واوري
************************************************
محمدغوث الدین “بختي”
د سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۷ لېږدیز لمریز.
کړاتې*۱ = د ګونګي خبرې کاڼه نشي اورېدلای
پښتو متل*۲ “د خپل بام واوره د بل چا پر بام اچول” یعنې خپله ګرمه پر بل چا اچول.