ځوان نسل ته نصیحتونه

۱- د خپل استاذ احترام ساتی  چاچی د خپل استاذ اح ترام  ساتلی  الله پاک  لوړو درجو ته پورته کړی او چا چی د استاذ  بی احترامی  کړی  وی که  عالم  هم شی فاضل  به نوی  یعنی په علم که به یی هیڅ برکت نه وی په دنیا او آخرت که به ذلیل او بد بخته وی.
۲- د مور او پلار  احترام کوی ځکه مور تاسی ۹  میاشتی  په ګیډه کی  دوه  کا له  په غیږکی او څلور کاله په څنګ کی ساتلی او روزلی یی او همدارنګه پلار مو ستاسو لپاره هر ډول
احتیاجونه ، تکلیفونه او م سافرت پر ځان اخیستی تر څواولاد مو په آینده کی ددنیا او آخرت عزت اوآرامی تر لاسه کړی (داسلام د ستر پیغمبر ح ضرت محمد ص قول دی  د مور او پلار مخ ته په خوشحالی کتل د حج او عمری برابر ثواب لری) .
۳- تقوا، ادب او اخلاقو ته  مو ډیر پام کوی ځکه  له علم سره چی تقوا  ،ادب او اخلاق نه وی
له هغه کس څخه به غیر له یو کبرجن ،بدمعاش ځناور بل څه نه جوړیږی.
۴- سهار وختی  پاڅیږی  لمونځ  کوی  او د قرانکریم  تلاوت کوی  بیا خپل درسونه  مطالعه کوی د قرآن تلاوت دوماغ ته  انکشاف  ورکوی او سهار  وختی درس او مطالعه  دوماغ  ښه
برداشت کولای شی.
۵- په پنځه  وخته  لمانځه او  ټولو دینی  اموروځان کلک  عادت کړی ځکه دځوانی عبادت د پیغمبرانو عادت دی  ا و خدای ج  ته  د تنکیو ځوانانو عبادت او زاری  د  ډیری  خوښی  وړ دی او دغه  کسان  به دقیامت  د ورځی  په  سختو ګرمیو کی د خدای ج د عرش تر سیوری لاندی وی.
۶- د اسلام  دوښمنان غواړی  چی زمونږ ځوان  نسل  بی  لاری کړی او ددوی  د بی لاری  کولو تګلاری  زیات فشار  په عیاشی دی  پام کوی  چی یوه لویشت  مو هم بی لاری  نه کړی او یا هم د نړی  د اوسنی ځل  او بل تر تاثیر لاندی را نشی که خدای ج  مکړه څوک بی لاری شی نو انجام به  یی  د کمونستی  عناصرو  په شان وی  چی  د تل لپاره په دغه  پاکه  خاوره  کی  بی لاری او طاغوتی عناصر نسکور او سخت ذلیل شوی دی .
۸-  د درس  د تکرار لپاره مو چه استاذ کوم کورنی کار(کارخانګی) در کوی ضرور یی کوی ځکه کورنی کار په تاسی واجب او ډیر برکتی دی  چی ددرس د ذده کړی لپاره یو اساسی جز ګڼل کیږی.
۹- پوه شی  چی عاق د  استاذ  یا مور  او پلار د دنیا او آخرت  ذلت دی چی عاق له دریو لاندنیو  حروفو څخه تشکیل شوی دی.
اول حرف (ع) عیب دی  چی  د استاذ عیب ښکاره  کول دی
دوم حرف (الیف)اهانت دی چی استاذ ته اهانت سپکاوی دی
دریم حرف(ق ) قهر دی چی  په استاذ  باندی قهر  کیدل دی
په پورتنیو دری حالاتو کی سړی عاق کیږی چی یوه کبیره ګناه ده او ددنیا او آخرت تکلیفونه یی په نسیب ګرځی.
۱۰- دځان لپاره بی کاری  مه غوره کوی ځکه د بی کاره سړی  مغز دشیطان دوکان  دی  او بی کاری لویه بد بختی ده باید خپل وختونه په عبادت،کار،درس او مطالعه تیر کړو.

انجنیر حمدالله شاکری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب