د فرانسوۍ مسلمانې ښځې حجاب | لنډه کیسه

یوي مسلماني میرمني په فرانسه کې په یوه سوبرمارکیټ کې په داسې حالت کې سودااخیستله چې مخ یې پټ و کله یې چې سامان راټول کړاو د حساب اخیستونکي میزته راغله څو پیئي ورکړي سامان یې په میز کیښود ، دمیز شاته یوه مغربي الاصل میرمن ناسته وه او ددي مخپټي میرمني دسامان په حسابولو یې پیل وکړ هغه مغربی ښځه لوڅ سر او بی حجابه وه دي مخپټي مسلماني میرمني ته یې په سپک نظر وکتل او دسامان په حسابولو یې پیل وکړ اودومره ورته په غوسه وه چې سامان یې یوپه بل ویشته خو مخپټي میرمن چوپ ولاړه وه او هیڅ یې هم نه ورته ویل :اخریې په خبرو پیل وکړ او ورته کړه یې :
موږ په فرانسه کې ګڼ شمیر ستونزي لرو او له دي ستونزو نه داستا مخپټونی (نقاب) یوه یوه لویه ستونزه ده او دا ستونزه تاسو مخيټو میرمنو راته جوړه کړي ده موږ دلته دکار او خواري له پاره راغلي یو موږ ددي له پاره نه یو راغلي چې خلکوته خپل دین او تاریخ ورښیو تاته چې خپل دین دومره خوند درکوې خپل وطن ته ولاړه شه او هلته په خپله خوښه
دي چې څه زړه غواړي هغه کوه دلته موږ ته ولي ستونزي پیدا کوئ ؟!!مخپټي میرمني خپل سامان په میز ایښی او هغي ته یې کتل او وروسته یې خپل نقاب له مخه لیري کړ مغربی ښځي چې ورته وکتل نو هغه یوه یو سور مخي او شین سترګي میرمن وه او مغربی ته یې وویل :زه فرانسوۍ یمه ، زما اسلام هم خپل دی او وطن مې هم خپل دی …..تاسو خپل دین خرڅ کړ او موږ درنه واخیست . !!!

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب