تنكى ځوان د اسلام په غيږه كې-هدایت شوي

عيسى په ماشومتوب كې د اسلام په هكله څه نه وو اوريدلي، كله چې منځني ښوونځي ته ورسيد، نو پنځلس كلنه د تره لور يې مسلمانه شوه. كورنۍ يې پدې هكله ډول ډول غبرګونو نه وښودل، خو دې هيڅ څه نه ويل.
يوه ورځ عيسى په کور کې ناست وو چې د تره لور يې ورته تېلېفون وکړ او ترېنه يې وغوښتل چې ورسره وګوري. کله چې عيسى ورغی نو هغې ورته قرآن كريم ور وښود او ويې ويل: دا پېژنې؟ عيسى منفي ځواب وركړ. د تره لور يې ورته وويل، دا د مسلمانانو کتاب قرآن دی څرنګه چې د عيسویانو کتاب انجيل دی.

عيسى هغې ته وويل چې زه د مسلمانانو په اړه ډېر معلومات نه لرم. د تره لور يې ورته وويل چې زمونږ رب الله دی، او زمونږ پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم دی، دا قرآن پر هغه صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی، او دا كتاب هغه له ځانه نه دی ليکلی بلکې الله پرې نازل کړی دی.
هغې عيسى ته وويل چې قرآن د محمد صلی الله عليه وسلم يوه معجزه ده، همدې قران زه له اسلام سره ليېواله كړم. کله چې څوک مسلمان شي نو بيا يې ژوند ډاډه وي، ځکه چې ما کله اسلام راوړ نو د هوساينې احساس را ته پيدا شو.

د قران معجزه

د قرآن كريم هغو ټكو چې زه يې حيران كړم، د مور په رحم کې د ماشوم د جوړېدلو په اړه، د ستورو، بحرونو او نورو ډېرو شيانو په اړه وړاندوينې وې چې اوس ساينس پرې اوس اعتراف کړی او کشف کړي يې دي. دا د قران كريم معجزه ده ځکه په هغه وخت کې علم دومره پرمختګ نه وو کړی، چې د دې شيانو په اړه دومره معلومات ولري لکه قرآن چې ويلې دي.
هغې عيسى ته د پنځه وخت لمونځ، په اسلام کې د حرامو او حلالو او همدارنګه د جامو په اړه ټول احکام وويل.
په دې توګه عيسى هم د اسلام په اړه مطالعه پيل کړه او له ځان سره يې هوډ وكړ چې د اسلام په اړه به ښه ژوره مطالعه کوي.
هغه لومړى د لمانځه په هكله ژوره مطالعه وكړه. هغه وايي کله چې څوک د اسلام په اړه مطالعه پيل کړي، نو بيا داسې ډېر شيان ورته مخې ته راځي چې اسلام ته يې لارښونه كوي نو ځکه يې زه هم د اسلام منلو ته اړويستلم.
په لومړيو کې يې هیچا ته د خپلو مسلمانېدو په هكله څه نه ويل، ځکه هغه سوچ کولو چې تر اوسه لا د خلکو تبصرو او نيوكو ته ځواب نه شم ويلى ځکه هغه تر اوسه  د اسلام په هكله ډيره مطالعه نه وه كړې.
په هغه سيمه کې چې عيسى اوسېده، د خپلې تره له لور پرته يې بل مسلمان نه پېژنده. عيسى هملته له يو اسلامي کتابتون څخه د الله د وحدانيت، لمانځه، روژې او د پېغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه د څلورو يارانو د سيرت کتابونه واخيستل.
درې څلور مياشتې وروسته عيسى د لندن په جنوبي سيمه كې د ګڼ شمير كسانو په وړاندې د عبدالرحمن گرين په کور خپله لومړۍ وينا وړاندې كړه. دا غټه غونډه وه. عيسى خلکو ته په وينا کې وويل چې ما د اسلام په اړه ډېر څه زده کړي دي.
د عيسى په زړه کې اسلام را زرغونېده او د اسلام په اړه يې خپله مطالعه لا ځواکمنه کوله، خو د دې سره هغه خپل ښوونځی او بيا کالج هم پرېنښود او د اسلام مطالعې د هغه د ښوونځي او يا کالج په لاره کې کومه ستونزه هم پیدا نه کړه، هغه به تل له ځان سره فکر کولو، چې د اوداسه لپاره تياری ونيسې او د لمانځه وخت له لاسه ورنكړي، په داسې حال کې چې د هغه د ښوونځي ملګرو به دا وخت په چټي خبرو كې تېرولو.
عيسى اوس يو بل مسلمان ملګرى هم موندلى وو، دواړو له يو بل سره ډېره زياته مينه لرله، جومات ته به سره يو ځای تلل، حتی ځينې وخت به يې ښوونځی هم پرېښود تر څو ترې د جمعې ورځې لمونځ قضا نه شي.
عيسى اوس پوهيدلو چې اسلام له انسان څخه يو با شعوره انسان جوړوي. هغه په دې هم پوه شوی وو، چې شراب ولې په اسلام کې حرام شوي دي، له همدې امله هغه سره دا احساس پيدا شو چې بايد خلک له شرابو څخه منع کړي، ځکه په ټولنه کې ټول اضرار له شرابو څخه پيدا کېږي.

د عيسى او نامسلمانو تر منځ خط
عيسى وايي چې هغه له نامسلمانو څخه تر اوسه نه دی جدا شوی، خو د ده او د نورو نامسلمانو ترمنځ يو خط شته دی چې بايد له هغه څخه تجاوز ونه شي.
د عبدالرحمن ګرين په کور کې عيسى ډېر نور څه هم زده کړل. هغه دا زده کړل، چې مسلمان له نامسلمانو سره تر هغې کار نه لري تر څو يې چې ده ته ضرر نه وي رسولی.
عيسى وايي چې هغه له خپلو نامسلمانو ملګرو سره ډېرې ښې اړيکې لري، خو کله چې هغوی غواړي يو ناوړه ځاى ته ځي، نو هغه نه ورسره ځي.
هغه وايي چې مسلمان بايد د اسلام په اړه زيات معلومات ولري او نور لټي له ځانه لرې کړي او په اسلام باندې د پوره پوهې لپاره قرآن کريم  او حديث مطالعه کړې.
هغه په پای کې له مسلمانانو څخه غواړي چې بايد د محمد صلی الله عليه وسلم د صحابه وو سيرت او ژوند مطالعه کړي او د هغوى په لاره لاړ شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب