غواګانو خيټو کې سوری د څه لپاره؟

شاید د دغو غواګانو د خیټو سوریو ته حیران شوي واست.
د ژوندیو غواګانو په خیټو کې سوري، رښتیا هم په لمړي ځل لیدو سره انسان حیرانیږي او ډېره جالبه په دې ده چې څنګه د یو ژوندي حیوان په نس کې سوری جوړیږي، هغه بیا ژوند ته دوام ورکوي او په همدغه سوري کې خلک هم خپل لاس ننباسي.
زیات مه حیرانیږئ، زه یې اوس درته وایم، دا سوري د امریکايي پوهانو او بزګرانو لخوا د غواګانو په خیټو کې جوړیږي.
اما ولې او د څه لپاره؟

د غواګانو ژوند او د هغو د شیدو ورکولو پروسه، د هضمي غړي دننه مېکروبونو سره په ګډ ژوند پورې تړاو لري. په دغه ګډ ژوند کې غواګانې، د مېکروبونو د اړتیا وړ انرژي پوره کوي او هغه مېکروبونه لکه (باکتریاوې، پروتوزواوې او مرخېړي) د هغه سلولوز د تخمیر او تجزیې سره مرسته کوي چې غواګانې یې خوري.
اوس که غوا ناروغه شي او د هغې هضمي غړي کې بدلون رامنځته شي، نو څه پېښېږي؟ څنګه باید دغې غوا سره مرسته وشي؟

د یو درملیز چلند په مرسته چې Transfaunation نومیږي، د یوې غوا د لري (معدې) میکروبي برخه بلې غوا ته انتقالیږي.
د دغه سوري رامنځته کولو په خاطر غوا په موضعي توګه بې هوښه کیږي، یعنې ټاکلی ځای یې کرخته کیږي او بیا تر جراحي عملیات لاندې نیول کیږي. له جراحۍ وروسته بیا د دې لپاره چې د ټپ خوله بنده نشي، د کانولا په نوم له کلکې او دوامداره آلې څخه استفاده کیږي، تر څو د ټپ شونډې سره ونه نښلي.
د دې تر څنګ د همدغه سوري له لارې کیدی شي چې په غواګانو باندې د تحقیق او څېړنې چارې هم ترسره شي او ان په مستقیم ډول د هغوی لري ته د درملو انتقال هم ترسره شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب