لمونځ‌

مسافرانه لمونځ

ترجمه: او کله چې تاسي پر ځمکه سفر کوئ په دې کې پر تاسي هیڅ ګناه نسته چې تاسي لمونځ کم کوئ.

په شریعت کې مسافر هغه څوک دي چې له کوره ۴۸ میله یا ۷۷ کیلو متره لیري ولاړ سي

دسفر کولو په اراده مسافر بلل کیږي او یا د درې ورځو د مزل په اندازه د سفر کولو په اراده سړی مسافر بلل کیږي. د درو ورځو د سفر اندازه د لمر تر زواله پوري ده

د مزل څخه مراد میانه مزل او د ورځو څخه مراد ترټولو کوچنۍ ورځ ده

مسافر به تر هغه پوري لمونځ سفریانه کوي ترڅو چې د ۱۵ ورځو یا زیاتو ورځو د اقامت نیت یې نه وي کړي. چې کله یې د اقامت نیت وکړ یعني چي د مقصد په ځای کي ۱۵ ورځي کوم نو هغه وخت به لمونځ پوره کوي او که چیري د ۶ یا ۸ شپو نیت وکي مګر کار یې خلاص نه سو  بیا یې د یو څو ورځو نیت وکړ او دا سي ډیري ورځي په نن سبا کي پر تیري سوې دا مسافر دئ لمونځ به مسافرانه کوی

د مسافرانه لمانځه نیت

نیت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم دوه رکعته فرض مسافرانه په دې حاضر وخت د ماپښین یا مازدیګر یا ماخستن خاص خدای تعالی لره مخ مي کړ پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر

د مسافر او کورني سړي په لمانځه کې دا فرق دي چې مسافر به د څلورو فرضو رکعتو پر ځای دوه رکعته فرض کوي. وتر واجب ، د ماښام لمونځ ، د سهار لمنځ به پره کوي. لیکن که چیري یو مسافر د یو کورني مقیم امام تر شا لمونځ کوي نو هغه وخت به څلور رکعته پوره کوي قصر به یې نه کوي

د سفر د لمانځه یوڅو ضروري مسئلې

ـ۱ـ  مسئله

مسافر چې تر څه وخته پوري د خپل کلي د آبادۍ څخه د باندي ووزي تر هغه وخته پوري به مسافرانه لمونځ نه کوي که چيري دیو ښار په آبادي کې دننه و نو تر څو پوري چې د آبادي څخه د باندي ولاړ نه سی مسافر نه ورته ویل کیږي.   ـــ هدایه ـــ

ـ۲ـ  مسئله

که چیري یو مسافر څلور رکعتیز لمونځ پوره وکړي او قصر یې نه کړي نه که یې چیري په دوهم رکعت کي ناسته وکړه نو په آخر کي دي سجده سهوه وکړي چي لمونځ یې صحت و مومي لیکن که یې په قصد څلور رکعته وکړه نو ګنهګاره کیږي او که یې په هیره سره څلوره ر کعته وکړه نو دوه رکعته یې فرض او پاته دوه رکعته یې نفل بلل کیږي. او که چیري یي تر دوهم رکعت وروسته ناسته نه وکړه نو څلور سره نفل کرځي. دوه رکعته فرض به دوهم واري کوي. ـــ درمختار ـــ

ـ۳ـ  مسئله

که مسافر چیري پر یو ځای باندي په بیغمي او اطمینان سره د ځان ساتني لپاره ودریږي نو ښايي چې سنت موکد هم وکړي او که يې تلوار وي یا موټر یا ریل ګاډي څخه د پاته کېدو خطر وي او یا بله داسي بې اطمیناني وي نو په سنتو پریښودلو کې ګناه نسته . ـــ شامي ـــ

مګر د سهار د لمانځه سنت دي نه پریږي ځکه ځینو علماو په ترک د دوی درجه واجب ته نږدې کړیده

ـ۴ـ مسئله

کوم لمونځ چې په سفر کې قضا سي تر مقیم کیدلو وروسته دی هم د هغه لمامنځه قضايي مسافرانه راوړي.

ـــ عالمګیري ـــ

ــ۵ ــ مسئله

که چیري امام مسافر و او مقتدیان یې کورني وه امام دي خپل دوه رکعته پوره کړي او سلام دي و ګرځوي او کورني مقتدیان دي سلام نه ګرځوي د امام تر سلام کرځولو وروسته دي دوه رکعته نور وکړي او په هغه دواړو رکعتو کې دي قرائت نه وايي. بلکي د قرائت ویلو په اندازه دي پټه خوله ودریږي. ـــ عالمګیري ـــ

ـ۶ـ  مسئله

که چیري مسافر په کورني امام پسي لمونځ کوي په دې صورت کي به مسافر هم پوره څلور رکعته کوي

ـ۷ـ  مسئله

که څوک پر لمانځه ولاړ و . د پنځلسو ورځو نیت یې وکړ. نو کورنی مقیم سو نو په دغه صورت کې چي نیت یې د اقامت کړی وي هغه لمونځ به هم پوره کوي او قصر به نه کوي. ـــ بهشتي زبور ــــ

ـ۸ ـ  مسئله

که يې په ښار یا کوم بل ځای کي تر ۱۵ ورځو کم د اوسیدو نیت و مسافر دئ ده لره ښايي مسافرانه لمونځ وکړي. ـــ هدایه ــــ

ـ۹ـ  مسئله

که چیري امام مسافر و او مقتدیان يې کورني وه په دې صورت کې به مقتدي د رکعتونو تعداد معلوموی. نیت به داسي تړي:- نیت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم فرض د ماپښین یا مازدیګر یا ماخستن خاص خدای تعالی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسي مخ مي دي پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: