اسلام مشاهیرنړۍ مشاهیر

محمد الغزالي ژوندلیک، پاک زړه او ځيرک عقل

د اسلامي د لارې دې لاروي، او ستر بلونکي، محمد الغزالی السقا (۱۳۳۵- ۱۴۱۶هـ = ۱۹۱۷- ۱۹۹۶م)، د مصر د دلتا د بحيرې ولايت د ايتای البارود ولسوالۍ د نکلا العنب په کلي کې د ۱۳۳۵هـ کال د لوی اختر مياشتې په پنځمه او د ۱۹۱۷م کال د سپتمبر په ۲۲مه په يوې ديندارې، بېوزلې او کليوالې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار يې د خپل تصوفي ميلان له کبله پرې د ابوحامد الغزالی نوم ته په کتلو سره د محمد الغزالی نوم کيښود. محمد الغزالی د خپلو ۷ وروڼو او خويندو مشر ورور وو. په همدغه بيوزله کورنۍ کې چې له ده پورې يې خپلې هيلې تړلې وې، لوی شو.

د قران کريم حفظ او زده کړه

د لس کلنۍ په عمر يې د قران مجيد حفظ بشپړ کړ او د اسلامي علومو د زده کړې په تکل د سکندريې ښار د ازهر شريف په ديني ښوونځي کې شامل شو. په ۱۹۳۲م کې له ابتدايې او په ۱۹۳۷م کې د همدغه ښوونځي له ثانويې څخه فارغ شو.

په ۱۹۳۷م کال کې په قاهره کې د الازهر په اصول الدين پوهنځي کې شامل شو او هلته يې د علم له ځلانده ستورو، لکه شيخ عبدالعظيم الزرقانی، شيخ محمود شلتوت او نورو څخه علم تر لاسه کړ. په ۱۹۴۱م کال کې يې د العالمية بری ليک تر لاسه کړ او په ۱۹۴۳م کال کې يې د دعوت او ارشاد تصديق تر لاسه کړ.

له اخوان المسلمين سره يو ځای کيدل

د اصول الدين پوهنځي ته د راتلو په کال (۱۹۳۷م) کې د اخوان المسلمين له بنسټګر شيخ حسن البنا [۱۳۲۴- ۱۳۶۸هـ = ۱۹۰۶- ۱۹۴۹م] سره مخ شو او د اخوان المسلمين د جماعت غړی شو چې له دې سره يې په ژوند کې ستر فکري او عملي بدلونونه پيل شول.
په پوهنځي کې د محصلتوب پر وخت يې واده وکړ او رب پرې نهه بچيان ولورول چې له دې څخه يې دوه زامن، ضياء او علاء، او پنځه لورګانې ژوندۍ دي.

تر سره کړې دندې

د محصلتوب په پړاو کې يې اسلامي بلنه پيل کړه او د قاهرې په يوه مسجد کې يې د امام او خطيب دنده په غاړه واخيسته. تر فراغت يو کال وروسته يې په ۱۹۴۲م کال کې د اوقافو وزارت د العتبة الخضراء په مسجد کې چې د قاهرې په منځ کې واقع دی، امام او خطيب وګومارل شو. د مصر د دعوت او ارشاد وزارت په اړوندو منصبونو کې همداسې پر مخ ولاړ. د مسجدونو د تفتيش.. د ازهر شريف د وعظ… د مسجدونو د مدير.. د روزنې د مدير… په ۱۹۷۱م کال کې د جولای په ۲مه د دعوت او ارشاد مديريت، او په پای کې د ۱۹۸۱م کال د مارچ په اتمه د اوقافو په وزارت کې د اسلامي دعوت د چارو د مسؤل تر منصبه ورسيده.

محمد الغزالی ته د شهيد حسن البنا ليک
ادبي او فکري وړتياوې يې د شيخ حسن البنا په لاس رابرسيره شوې او د اخوان د صحافت له ليکوالانو څخه وګرځيد.. تر دې چې د دعوت د اديب په لقب ونازول شو… استاذ البنا ور ته په ۱۹۴۵م کال کې په يوه ليک کې وليکل: “ګرانه وروه محمد الغزالي! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته… له سلامه وروسته، د اخوان مجلې په وروستۍ ګڼه کې مې ستا ليکنه (الاخوان المسلمون والأحزاب ” ولوستله چې له خواږه عبارت، دقيقو مفاهيمو او پاکو او عالي ادبياتو څخه مې يې خوند واخيست.
ای مسلمانو وروڼو په کار ده چې همداسې ليکل وکړئ، تل ليکل کوه، …، الله دې په لوري دی، والسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته… حسن البنا).
*****

پر غزالي د استبداد لورينه

شيخ محمد الغزالی هم له هغو ربړونو او ځورونو څخه خپله برخه تر لاسه کړه چې د اخوان المسلمين پر جماعت (د وخت واکمنو) لورولي وو. د طور په محبس کې يې چې د سيناء په ټاپووزمه کې پروت دی، په ۱۹۴۹م کال کې نږدې يو کال تير کړ. څه کم يو کال يې له شهيد سيدقطب سره په ۱۹۶۵م کال کې د طره په زندان کې تير کړ.
د هغو دريځونو له کبله چې د ۱۹۶۲م کال د ولسي ځواک په ملي کانفرانس کې د ګډون پر وخت يې مطرح کړي وو، د ده پر ضد د ليبرالانو او چپيانو تر مشرۍ لاندې رسنيز تبليغات پيل شول. عام ولس يې په ملاتړ راپاڅيد او د عمرو بن العاص مسجد ته به د ده د خطبې د اوريدلو له پاره په لس ګونو زره وګړي راټوليدل. کله چې پر دولت د نيوکو له کبله له بنديزونو سره مخ شو، په ملاتړ يې د مسجدونو لاريونونه په لار واچول شول…
کله چې په ۱۹۷۴م کال کې دی او محمد ابو زهرة د شخصي احوالو په قانون کې د تعديلاتو پر وړاندې ودرېدل او ويې ويل چې د مصر ستونزه په تعدد زوجات کې نه، بلکې په دې کې ده چې ځوانان يې د واده د لګښتونو وس نه لري، دولت پرې کړۍ راتنګه کړه، د عمروبن العاص د مسجد له خطابته يې ګوښه کړ، ټول هغه عوايد يې پرې بند کړل چې د دعوتي دندو په بدل کې ورکول کيدل، او ان تر دې چې د دولت له تشکيلاتو يې هغه چوکۍ (د دعوت عمومي مدير) له مينځه يووړه چې ده پرې کار کاوو! د قاهرې د سندرة په سيمه کې د صلاح الدين د مسجد تر څنګ هغه دفتر يې له لاسه ووت او د خپل کور پر پيزي کښيناستو ته اړ شو. هماغه پيزی يې غوره کړ او د تأليف کار ته يې مخه کړه!

له هيواده بهر

کله چې په يوې عسکري قضيې کې د څيړنو پر وخت د صالح سرية له هغه څرګندونو خبر شو چې ويل يې يو وار يې له محمد الغزالی سره کتلي، د مصر د پرېښودلو په هڅه کې شو. سعودي ته لاړ او هلته په مکه مکرمه کې د أم القری پوهنتون کې استاذ شو. د ۱۹۷۴م او ۱۹۸۱م کلونو تر مينځ موده يې د سعودي په پوهنتونونو کې تيره کړه.. په ۱۹۸۱م کال کې چې کله د دعوتي چارو په برخه کې د اوقافو وزارت د مسؤليت څوکۍ ورکړل شوه، له اسرائيلو سره د دولت د سولې سياست سره د مخالفت له کبله يې استعفا ورکړه.

د اُمت په خدمت کې

له عربي او اسلامي واقع سره له پخوا اشنا وو… له مصر څخه بيرون يې په ۱۹۵۲-۳م کلونو کې په مکه مکرمه کې د مصري وګړو له پاره جوړې شوې خيريه مؤسسې د رئيس په توګه کار وکړ. په ۱۹۶۸-۷۳م کلونو کې به يې د روژې مياشتې په کويت، قطر، سودان، المغرب او نورو هيوادونو کې تيرولې… له ۱۹۸۰م کال څخه راهيسې يې هر کال د الجزاير د اسلامي فکر په کلنيو غونډو کې ګډون کاوو… په ۱۹۸۲-۸۵م کلونو کې يې په قطر کې د ميلمه استاذ په توګه دنده تر سره کړه… په ۱۹۸۵-۸۸م کلونو کې په الجزاير کې واوسيد تر څو هلته د امير عبدالقادر د اسلامي پوهنتون د بنسټ او پياوړتيا کارونه پر مخ يوسي.. د ياد شوي پوهنتون علمي شورا د مشرتابه دنده يې تر سره کړه او د خپل ژوند په دې پنځلسو کلونو (۱۹۷۴-۸۸م) کې د اُمت په درد، دردمن واوسيد، او په عربي او اسلامي نړۍ کې د دعوت، تجديد، اصالت او فکري روڼاوي له مهمو څيرو څخه وګرځيد.
د تيرې پيړۍ د پنځوسمو کلونو له پيل څخه يې د مفکر حريت او د مجدد استقلاليت تر لاسه کړ. په همدې وخت کې يې د اخوان المسلمين له دوهم مرشد استاذ حسن الهضيبي سره د اختلاف له کبله له جماعت څخه استعفا ورکړه، د دعوت او تأليف کار ته اوزګار شو، او خپله فکري خپلواکي يې وساتله ان هغه وخت هم چې د عمر په وروستيو کلونو کې يې د اخوان المسلمين له جماعت سره بيرته د مينې او همکارۍ اړيکې له سره کړې.
*****

د شيخ د زړه هيله

شيخ الغزالی داسې ژوند تير کړ چې زړه يې له مسجد پورې تړلی وو.. د ژوند خوب يې هغه وو چې د اوقافو وزارت د دعوت د مسؤليت پر مهال يې د تعبير شرمنده کړ او هغه دا چې مسجدونه بايد د اُمت د ځوانانو او ولسونو له پاره ازاد اسلامي پوهنتونونه وګرځي چې د ديني علومو او اسلامي تمدن په هکله پکې منظم درسونه ورکول کيږي.. ان تر دې چې له وفات څو ورځې وړاندې يې د ۱۹۹۶م کال د مارچ په پنځمه هغه ليکل شوې پاڼې يې چې په ازهر کې جوړې شوې غونډې ته يې ليکلې وې او د سفر له کبله يې و نه شو کولای په خپله وړاندې کړي هم د يوه وصيت په توګه ليکلې وي چې مسجدونه بايد د اسلامي ثقافت په پوهنتونونو بدل شي.
*****
ډيرې فکري ټولنې او مؤسسې يې د غړيتوب له وياړه برخمنې شوې…د بيلګې په توګه د الأزهر مجمع البحوث الاسلامية، د اردن المجمع الملکی لبحوث الحضارة الاسلامية، د واشنګټن المعهد العالمی للفکر الاسلامی، د کويت الهيئة الخيرية الاسلامية العالمية…او نور…

تر لاسه کړې جائزې

همدا راز يې ګڼ شمير جائزې او نښانونه هم تر لاسه کړل چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
۱- د أسير نښان چې د الجزاير تر ټولو ستر نښان ګڼل کيږي، په ۱۹۸۸م کال کې يې تر لاسه کړ.
۲- د اسلام د خدمت په برخه کې د ملک فيصل نړيواله جائزه، ۱۹۸۹م.
۳- د امتياز جائزه، پاکستان، ۱۹۹۱م.
۴- د دولت تقديري جائزه، مصر، ۱۹۹۱م.
۵- د حافظ له پاره د علی او عثمان جائزه چې د کال د مفکر په نوم ورکول کيږي، ۱۹۹۱م.


شيخ الغزالی له ۱۹۸۸م کال څخه راوروسته قاهرې ته د استوګنې په موخه راستون شو او په علمي او فکري غونډو کې يې د لنډو سفرونو په ډول ونډه اخيسته… وروستی سفر يې ملګرو ملتونو ته وو (۱۹۹۶م) چې د دغه تنظيم په پنځوسمه کليزه کې يې د الازهر شريف په استاځيتوب وينا وکړه… په دغه سفر کې يې د امريکا له مسلمانانو سره درې اوونۍ وخت تير کړ.

د تلپاتې کور په لور

له راستنيدو څو اوونۍ وروسته يې سعودي ته سفر وکړ څو د هغه هيواد د ثقافت په ملي جشن کې ګډون وکړي. په همدغه ځای کې يې د رب غوښتنې ته لبيک ووايه، او په داسې حال کې يې له نړۍ څخه سترګې پټې کړي چې د ملک فيصل په تالار کې قلم په لاس ناست وو او د اسلام د دفاع په موخه يې افکار ليکل. د جُمعې په ماښام د ۱۴۱۶هـ د کوچني اختر مياشتې په ۱۷مه، د ۱۹۹۶م کال د مارچ په ۹مه يې په هماغه نيټه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې تر ده ۹۹ کاله وړاندې پکې د اسلامي ويښتابه يوه افغان سرلاري پټې کړې وې. د نبوت په پايتخت مدينه منوره کې البقيع هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
روح يې ښاد او افکار يې تلپاتې
*****

د شيخ الغزالی ليکنې:

۱- الاسلام والأوضاع الاقتصاديه- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۲- الاسلام والمناهج الاشتراکية.
۳- الاسلام ولاستبداد السياسی.
۴- الاسلام المفتری عليه بين الشيوعيين والرأسماليين- طبعة نهضة مصر- ۱۹۹۷م.
۵- من هنا نعلم- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۶- تأملات فی الدين والحياة- طبعة دارالدعوة- الاسکندرية- ۱۹۹۲م.
۷- خلق المسلم- طبعة دارالدعوة- ۱۹۹۴م.
۸- عقيدة المسلم- طبعة دارالدعوة- ۱۹۹۰م.
۹- التعصب والتسامح.
۱۰- فقه السيرة- طبعة دارالدعوة- ۱۹۸۸م.
۱۱- فی موکب الدعوة.
۱۲- ظلام من الغرب.
۱۳- جدد حياتک- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۱۴- ليس من الاسلام.
۱۵- من معالم الحق.
۱۶- کيف نفهم الاسلام؟- طبعة دار الدعوة- ۱۹۹۱م.
۱۷- الاستعمار أحقاد وأطماع.
۱۸- نظرات فی القرآن- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۱۹- مع الله- دراسات فی الدعوة والدعاة.
۲۰- معرکة المصحف- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۲۱- کفاح دين- طبعة مکتبه وهبة- القاهرة- ۱۹۹۱م.
۲۲- الاسلام والطاقات المعطلة.
۲۳- حقوق الانسان بين تعاليم الاسلام واعلان الأمم المتحده- طبعة دار الدعوة- ۱۹۹۳م.
۲۴- هذا ديننا- طبعة دارالشروق- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۲۵- حقيقة اليومية العربية وأسطورة البعث العربی.
۲۶- الجانب العاطفی من الاسلام.
۲۷- دفاع عن العقيدة والشريعة ضد مطاعن المستشرقين- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۲۸- رکائز الايمان بين العقل والقلب- طبعة مکتبة وهبة- ۱۹۹۴م.
۲۹- حصاد الغرور- مکتبة وهبة- ۱۹۹۶م.
۳۰- الاسلام فی وجه الزحف الأحمر.
۳۱- قذائف الحق.
۳۲- الدعوة الاسلامية تستقبل القرن الخامس عشر- طبعة مکتبة وهبة- ۱۹۹۰م.
۳۳- فن الذکر والدعاء عند خاتم الانبياء- طبعة دارالاعتصام- القاهرة- ۱۹۸۰م.
۳۴- دستور الوحدة الثقافية بين المسلمين- طبعة دار الوفاء- القاهرة- ۱۹۹۳م.
۳۵- واقع العالم الاسلامی فی مطالع القرن الخامس عشر.
۳۶- مشکلات فی طريق الحياة الاسلامية- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۳۷- هموم داعية- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۳۸- مائة سؤال فی الاسلام- طبعة دار ثابت- القاهرة- ۱۹۸۱م.
۳۹- علل وأدوية- طبعة دار الدعوة- ۱۹۹۱م.
۴۰- مستقبل الاسلام خارج أرضه وکيف نفکر فيه- طبعة الأردن-عمان- ۱۹۸۴م.
۴۱- قصة حياة.
۴۲- سر تأخر العرب والمسلمين- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۴۳- الطريق من هنا.
۴۴- جهاد الدعوة بين عجز الداخل وکيد الخارج.
۴۵- الحق المر- (۶ مجلدات)- طبعة نهضة مصر- القاهرة- ۱۹۹۶م.
۴۶- من معالم الحق فی کفاحنا الاسلامی الحديث.
۴۷- الغزو الثقافی يمتد فی فراغنا- طبعة الأردن-عمان- ۱۹۸۵م.
۴۸- المحاور الخمسة للقرآن الکريم- طبعة دار الصحوة و دار الوفاء- القاهرة- ۱۹۹۴م.
۴۹- السنة النبوية بين أهل الفقه وأهل الحديث- طبعة دار الشروق- ۱۹۹۶م.
۵۰- قضايا المرأة بين التقاليد الراکدة والوافدة- طبعة دار الشروق- ۱۹۹۴م.
۵۱- تراثنا الفکری فی ميزان الشرع والعقل- طبعة دار الشروق- ۱۹۹۱م.
۵۲- کيف نتعامل مع القرآن الکريم؟- طبعة المعهد العالمی للفکر الاسلامی- واشنطن- ۱۹۹۲م.
۵۳- صيحة تحذير من دعاة التنصير- طبعة دار الصحوة.
۵۴- نحو تفسير موضوعی للقرآن الکريم- طبعة دار الشروق- ۱۹۹۵م.
۵۵- کنوز من السنة.

—————————————————————-
سرچينه: الاسلام فی مواجهة التحديات، د دکتور عمارة ليکنه، د نهضة مصر چاپ- ۲۰۰۸م کال.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: