عبدالاحد عارض

 Prof. Abdul Ahad Ariz

 ښاغلی پوهاند عبدالاحد عارض د کندهار د نامتو سوداګر ميرزا ذکريا خان زوی او په ۱۲۹۷ لمريز کال کی د کندهار د هرات بازار د ملا شال ناصری په کوڅه کی زيږيدل دی . وروسته تر هغه چه لمړنی زده کړی يی په ۱۳۱۳ لمريز کال کی په کندهار کی پای ته ورسولی د عربی علم په زده کړه يی پیل وکړ . محترم عاض صاحب چه په هغه وخت کی خپلی کورنئ د عبدالاحد په نامه ياداوه ، د ۱۷ کالو په عمر يعنی په ۱۳۱۵ کی د عربی علومو په زده کړه بريالئ سو . که څه هم په هغه وخت کی په کندهار کی له بده مرغه د زیات تحصيل امکانات برابر نه وه ، خو بيا هم څنګه چه عارض صاحب د ځوانئ به دوره کی يو ځيرک او د زياتی زده کړی تږی ځوان ووو په ډيره لنډه موده کي يی ډير زيات په عرپی او آردو ژبه کتابونه ولوستل او ودی ته يی ځان چمتو کړچه د وطن سياسی ، اقتصادی او اجتماعی وضعی ته په نيوکه سترګه وګوری .

عارض صاحب د ۱۳۱۵ ۱و ۱۳۲۵ هجری لمريز کلونو په بهیر کی په ملی بانک ، د وطن په شرکت ، د ميوی په شرکت او د قند جوړولو عمومی مديريت په دفتر کی په د نده بوخت وو . څنګه چه ده په اردو ژبه کی پوره مهارت در لود ، له همدی کبله وو چه په کال ۱۳۲۶ کی د ميوی د شرکت له خوا د نظار هيئت د عضوه په توګه د پاکستان په چمن کی وټاکل شو . عارض صاحب دادنده  د دریو کلونو په بهير کی په پوره پوهی ، مهارت او ايماندار پای ته ورسوله . په ۱۳۲۹ کی عارض صاحب کندهار ته راستون شو او هلته د قند جوړولو په شرکت کی د حسابونو او کنترول په دنده و ګومارل شو . کوم وخت چه په ۱۳۳۰ کی د قند جوړولو شرکت په دولتی انحصاراتو پوری وتړل شو ، نو عارض صاحب د نوموړی شرکت مرکز ته په کابل کی تبد يل شو . په دغه وخت کی څنګه چه عارض صاحب د سياست سره پوره علاقه نيولی وه او د خپلی اولنی زده کړی پر بنسټ يی د وطن و سياسی او اجتماعی چارو ته په نيوکه سترګه کتله نو ځکه د ويښ زلمیانو د حرکت ته ور ننوتئ .

عبدالاحد عارض په کال ۱۳۳۵ په کندهار کی د قبائلو عمومی مدیر مقرر شو . دوه کاله وروسته يعنی په ۱۳۳۷ عارض صاحب ددی دندی نه ځان ګوښه کړ او په قادری بس چلولو موُسسه کی د محاسبی د مدير په توګه وټاکل سو. دا دنده يی تر ۱۳۴۵ پوری په پوره ايمانداری سرته ورسوله . په کال ۱۳۴۵کی چه د محمد هاشم ميوندوال د صدارت دوره وه عاض صاحب د صدراعظم ميوندوال په خاص منظوری په اُروزګان کی د ولسوال په توګه مقرر شو . په کال ۱۳۴۷ کی کوم وخت چه محمد هاشم میوندوال د پاچاه محمد ظاهر شاه سره د نظر اختلاف در لود او د خپلی دندی نه يی استعفاُ وکړه ټوله هغه مامورين چه د ميوندوال په دصدارت په دوره کی مقرر شوي وه د وظيفی نه ګوښه کړل شوه . په همدی ترتيب عارض صاحب هم . په کال ۱۳۴۸ عبدالا حد عارض په داخله وزارت کی دخدماتو د مدير په توګه مقرر شو. په ۱۳۵۳ کی عارض صاحب د ننګرهارپه ولايت کی د سرکاڼو ولسوال مقرر شو او په کال ۱۳۵۴ کل اجباری تقاعد ته واستول شو .

هغه دندی چه عارض صاحب تر سره کړيدی :

۱۳۲۵- د افغانستان مل بانک ، د وطن شرکت ، د ميوی شرکت او د قنه جوړولو لوی مديريت
۱۳۲۶- د ميوی شرک په ریاست کی د نظار هیئت عضوه په چمن پاکستان کی
۱۳۲۹- دمحاسبی او کنترول ماموريت په قند جوړلو شرکت کښی
۱۳۳۰- دولتی انحصارات دقند جوړولو څانګه په کابل کښی
۱۳۳۵- د قبائلوپه عمومی رياست کی د خدماتو د مدير په توګه
۱۳۳۷- په قادری شرکت کی د محاسبی د مدير په توګه
۱۳۴۵- د محمد هاشم ميوندوال د صدارت په دوره کی د آروزګال د ولسوال په توګه
۱۳۴۸- د کورنيو چارو په وزارت کی د ترانسبورت د مدير په توګه
۱۳۵۳- د ننګرهار ولايت په سرکاڼو کی د ولسوال په توګه
۱۳۵۴- د بعضی سياسی اختلافاتو له امله اجباری تقاعد .

محترم عارض صاحب د خپلو رسمی دندو په څنګ کی او هم دتقاعدی په دوره کی زيات کتابونه او اثرونه ليکلی او ژباړه کړيدی چه نومونه يی په لاندی ډول دي :

۱- بيسواده آمرپه پښتو ژبه (په کال ۱۳۳۶ کی دکال لمړنی اثر وټکل شو او دکال جايزه يی وګټل)
۲- د ملګرو ملتونو منشورپه پښتو ژبه ۳۲۶ صفحی (په کال ۱۳۴۶ کی د کال کتاب انتخاب او د سيد جمالدين افغانی جايزه يی وګټل)
۳- ابوريحان البيرونی په د ری ژبه ۳۳۲ صفحی
۴- فتاوی دارلعلوم ديوبند په دری ژبه په ۱۲ ټوکه کی ۵۰۰۰ صفحی
۵- قوت القلوب په د ری ژبه په ۲ ټوکه کی ۲۰۰۰ صفحی
۶- رياضالصالحين په پښتو ژبه په ۳ ټوکه کی صفحی ۱۹۵۰ صفحی
۷- بوستان سعدی په پښتو ژبه ۳۰۰ صفحی
۸- د سزاګانو اسلامی قانون په پشتو ژبه ۴۶۰ صفحی
۹- درود او سلام په پښتو ژبه په ۲ ټوکه کی ۴۳۰ صفحی
۱۰- درود او سلام په دری ژبه په ۲ ټوکه کی ۴۳۰ صفحی
۱۱- اسمأ الحسنی په پښتو ژبه ۱۴۶ صفحی
۱۲- اسمأ الحسنی په دری ژبه ۱۴۶ صفحی
۱۳- فتاوی معمی په دری ژبه ۲۳۰ صفحی
۱۴- حلال او حرام په اسلام کی په پښتو ژبه ۴۸۰ صفحی
۱۵- احکام ميت په پښتو ژبه ۲۷۰ صفحی
۱۶- اح‍ګام و مسايل روزه په پښتو ژبه ۲۳۲ صفحی
۱۷- مسائل ذکات په پښتو ژبه ۲۹۰ صفحی
۱۸- احکام ميت په دری ژبه ۲۷۰ صفحی


څنګه چه عبدالاحد عارض د خپل ماموريت په دوره کی لمړی په ويښ زلمیانو کی یو ډیر فعال غړئ وو او بیا د هغه تر ړنګيدو وروسته د صدراعظم محمد هاشم ميوندوال په ګوند کی چه مساوات نوميده شامل وو ، ډیری زياتی ادبی ، سياسی ، اجتماعی او انتقادی مقالی يی ليکلی او خپری کړيدی . دده مقالی په عمومی توګه په روزنامو ، مجلو جرايدو او مخصوصاً په مساوات جريده کی خپريدلی .

دعارض صاحب په وياړ

دا جهان په تا نازيږی
که پرون ووُ که هم نن او که سبا شی
———-
بل به تا غوندی رانه شی دی جهان ته
که تورتم که تاريکی او که رڼا شی
———-
ستانه سترګی پټول به نا پوهان کړی
هله به پوه شی چی انځوردی بر ملا شی
———–
وياړ د علم د ادب او د افغان يی
شاهدان به اثرونه او قلم ستا په دنيا شی

(احمدالله رحمانی–المان)

 ټول افغانستان څخه په مننې

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب