ماشومانو ته د نظر د دفع لپاره لوګی یا دود کول؟

له پخوا زماني څخه د ځنو نباتاتو ،پلتو او نورو دودول يا لوګئ کول د نظر د دفع او د شيطانانو د شړلو لپاره په خلکو کې رواج لري ولی دا کار په اسلام کې هيڅ اصل نه لري او نه هم په رواياتو کې ورته اشاره شوی ده .
د سترګو نظر حق دی د قرآنکريم په لاندې ذکر شوو دؤ آيتونو کې ورته اشاره شوی ده .
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِد (67 يوسف )ٍ
(او ويی ويل :ای زما زامنو ! په يوه دروازه ښار ته مه ننوځئ ) .
دجمهورو مفسرانو په قول يعقوب ع ويريده که يې زامن له يوی دوازې ننوځې نظر به شي ځکه چې هغوی ډير ښکلي وو . (تفسير انوارالقرآن 3/150 ) .
وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ (51 القلم )
 دغه آيت شريف د د سترګو د زخم او تأثير د حقيقت دليل دي د سترګو نظر حق چې تأثير یې د الله تعالی په اراده پورې اړه لري .
په حديث شريف کې راغلي «… والعين‌ حق ( د سترګو نظر يا تأثير حق دی ) »
همدارنګه بل حديث شريف کې دي: «قد تدخل‌ الرجل‌ العين‌ في‌القبر، وتدخل‌ الجمل‌ القدر:  ځنې وخت د سترګو نظر سړی په قبر کې او اوښ په ديګ کې ننباسي ) .
حسن بصري (رح ) وايي : د سترګو د نظر تداوي همدا آيت شريف دی ) .
(تفسير انوارالقرآن 6/408 ) .
د سحر ، انس او جن د ضرر د دفع ، وسواسو او په خوب کې د ماشومانو ويريدلو د دفع لپاره د قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ  او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ  سورتونه دي .

حکيم امت علی تهانوي رح ليکي : که ماشومان ژاړي ، په خوب کې ويريږي او يا نظر شي دغه آيتونه ورباندې دم کوئ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب