خپلي میرمني ته په (طلاقې شوې) سره ویل طلاق واقع کیږي؟

که چیري یو سړی خپلي ښځي ته وویل چي : اې ‘طلاقي سوي’ تا زما لپاره ډوډۍ تیاره کړې ده او که نه؟، په دې وخت کي که څه هم د ده د طلاق مقصد نه وو بیا هم دده پر ښځه باندي طلاق راځي ځکه په صریح الفاظو کي نیت ته اعتبار نسته، که چیري دغه سړي دغه لفظ یو واري ووایه نو یو رجعي طلاق واقع کیږي او که چیري یې دوه واره ویلي وي نو بیا دوه طلاقه واقع کیږي، په رجعي طلاق کي په عده کي دننه رجوع ورته کولای سي.
هدایه باب الرجعة صـ۳۷۴ دوهم ټوک
بدائع الصنائع کتاب الطلاق فصل النیة في الطلاق صـ۱۶۱

پر حامله ښځي باندي طلاق راځي!

که چیري یو سړی خپلي ښځي ته په داسي وخت کي یو طلاق ور کړي چي حامله (کوچنی یې په نس وي) نو طلاق واقع کیږي، خو دا چي د حیض یا نفاس په وخت کي په یو وار سره درې یا دوه طلاقه ور کړي نو دا د شریعت خلاف دی او بدعت ورته وایي په دې وخت کي طلاق واقع کیږي خو خاوند ګنهګار دی.
*ردالمختار کتاب الطلاق صـ۴۵۴_۴۵۵ دوهم ټوک
عالمګیري کتاب الطلاق فصل البدعت صـ۳۴۹ لومړی ټوک*

احمدجنید مبارز

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب