د غرونو رول د سطحي اوبو وېش کې

غرونه د سطحي اوبو په ویش کې مهم رول لوبوي او د اوبو د حوزو لپاره سرحد ګڼل کیږي. په دې اساس غرونه د یوې حوزې اوبه له بلې هغې بېلوي. او دا نشي کیدای چې له یوې حوزې بلې ته اوبه انتقال شي مګر د پير او پلور په بدل کې.
که چیرې مونږ د هلمند حوزې توپوګرافۍ ته نظر وکړو دا جوتیږي چې د ایران په خاوره کې د هلمند حوزې ډیره لږ ساحه تر پوښښ لاندې راوستې ده.

د نړیوالو قوانینو په اساس افغانستان یوازې همدې وړې ساحې ته د اوبو په ورکړه کې داسې مسولیت لري چې خپله ترې متضرره نشي. دا چې اوس ټول ایران وچکالۍ ځپلئ دا زمونږ ګناه نه ده. که د همدې کوچنۍ ساحې مساحت ته وګورو نو د ایران د خاروې دوه فیصده هم نه کیږي. خو دوی بیا د ټول ایران د وچکالۍ لپاره افغانستان مسول ګڼي چې اوبه نه ورکوي. پوښتنه دلته ده چې ولې دوی د نورې ساحې غم نه خوري چې یوازې په همدې کوچنۍ برخه پسې یې را اخیستې. له دې معلومیږي چې هسې جنګ او د جنګیالیو ملاتړ ته بهانه لټوي. که دوی د ګاونډیانو د ابادۍ غوښتونکي وای جوړ عراق به یې نه لوټه لوټه کاوه.

کرنه او مالداري

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب