له ښځو سره ښه ژوند وکړﺉ

قران کریم وایې : تاسو له ښځو سره ښه ژوند وکړﺉ ، وعاشروهن بالمعروف ، ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې لیکي : یعني خوږې خبرې ورته کوﺉ ، له هغو سره ښه چلند کوﺉ او لکه تاسو چې غواړﺉ هغوی تاسو ته ځانونه ښایسته کړي تاسوهم له خپل وس سره سم هغوی ته ځانونه جوړوﺉ ، په لنډه توګه لکه ته چې له هغې نه کومې غوښتنې لري ته هم دهغي غوښتنې پوره کړه لکه قران چې بل ځا یوایې :ولهن مثل الذي عليهن بالمعروف. یعني لکه په میرمنو چې تاسو څومره حقوق لرﺉ دوی هم هغومره حقوق لري .

ابو السعود په خپل تفسیر کې لیکي :  وعاشروهن بالمعروف ، دا هغو خلکو ته خطآب دی چې له خپلو میرمنو سره بد چلند کوي ، اوښه چلند دې ته وایې چې له شریعت او غیرت سره سم وي ، او مراد له هغوی سره په شپه تیرولو کې انصاب کول دي ، داراز له هغوی سره ښې او خوږې خبرې کول دي .

امام الالوسي د دي ایت په تفسیر کې په پیل کې د ابو السعود خبرې راخیستې دي ، او زیاتوي : له میرمنو سره ښه ژوند دي ته وایې چې هغه باید ونه وهل شي ، بده خبر ورته ونکړل شي ، په ورین تندې باید ورسره مخامخ شي .

دښځو د وهلو موضوع هم قران کریم واضحه کړې او په څو شرطونو پورې یې تړلې ده ، هغه دا چې که ښځه له شریعت سره سم د میړه اطاعت ونکړي او یا کوم لوی شرعي جرم وکړي هغي ته باید لومړی وعظ او نصیحت وکړل شي او باید په خبرو سمې لارې ته برابره کړل شي ، که داسې هم وه نشوه بیا دي میړه له هغې نه د څملاستي ځا ی ګوښی کړي چې دا هم دیوې ښځې له پاره سخته سزا ده ، اوکه په دي هم نه سمیدله بیادي  په داسې توګه ووهل شي چې هغه وهل دردوونکي نه وي ، اودا وهل د هغې دسمولو په نیت وي د انتقام او خپلې سینې دیخولو په موخه نه وي ، قرانکریم دا موضوع داسې راخیستې ده :وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَليًّا كَبِيرًا. {النساء:34}.

یعني هغه میرمنې چې تاسو دهغوی له نه اطاعت نه ویریږﺉ وعظ او نصیحت ورته وکړﺉ ، یا له هغوی نه د څملاستلو ځایونه بیل کړﺉ ، او ویې وهئ ، که لارې ته سمې شوي بیا تاسو هغوی ته څه نشئ ويلئ ، الله لوړ او لوی ذات دی .

امام القرطبي وایې له دې وهلو نه مراد دادب وهل د ي او داسې وهل چې دردوونکي نه وي ، یعني داسې وهل نه وي چې دهغې کوم هډ مات شي یا یې کوم ځای بد رنګ شي او مخ ته وهل یې هم ناروا دي .

یو حدیث بخاري او مسلم دواړو راخیستی ده  ، رسول الله صل يالله علیه وسلم وایې : دا وهل باید دردوونکي نه وي ، او سخت هم نه وي ، په حدیث کې دا صراحت هم شوی دی چې په دي حالت کې هم وهل پریښودل غوره او ښه کار دی ، هغه وایې :لن يضرب خياركم. یعني ستاسو ښه خلک هغه دي چې میرمنې نه وهي .

امام الشفافعي په دې حدیث دلیل نیسي او وایې چې نه وهل یې غوره دي . او له کوم شرعي عذر پرته یې وهل ګناه او جرم ده .

شرعي نصوصو ته چې سړی ځیر شي د میرمنو د وهلو موضوع ډیره دقیقه ده یعني له وهلو نه یې مراد یواځي تهدید او یوډول ویرول دي ، په ټولو تفاسیرو کې د قران کریم له دي جملې :  وَاضْرِبُوهُنَّ سره دا تفسیر لیکل شوی دی چې : غیر مبرح یعني دا وهل باید دردوونکي نه وي او کوم وهل چې در دوونکي نه وي هغه یواځې تهدید او ډارول دي .

مولوي شمس الهدي هادي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب