هغه خلک چې خپل لور ژر په نكاح نه وركوي

دا يو حقيقت دئ چي ښځه هم دنر غوندي جفت او دژوند ملګري ته اړتيا لري چي دځوانۍ سره هم مهاله بايد ورته دملګري تابيا ونيول سي خو دبده مرغه چي ځيني خلګ خپلي لونړي اوياهم ځيني وړونه خپلي خوندي دبلوغ وروسته ډيره مده ساتي  آن چي ځيني يي تر35 اويا 40 كلنۍ پوري هم رسيدلي وي خو ددي خلګو داكار هم شرعا اوهم دانساني فطرت له نظره ناروا دئ ، شرعا ځكه چي الله پاك دخپل رسول پرژبه انسانانو ته داسي سپارښتنه كړيده چي تاسو دانجوڼو په وركولو كي ځنډ مكوئ لكه چي رسول اكرم  صلي الله عليه وسلم وحضرت علي رضي الله عنه ته په درو شيانو كي دتلوار سپارښتنه كوي چي يويي دښځي ژر په نكاح وركول دي:

وَالاِيْمُ اِذَاوُجِدَتْ لَهَاكُفْوًا{ { رواه الترمذي وقال حديث غريب حسن كمانقله الالباني في المشكاة 1/192}.

ژباړه:اوداغسی مه ځنډه وه ښځه کله چي سيال ورته پیداسی. یعنی په نکاح یی ورکړه.

همدا راز په حديث كي راځي:

} عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْ t وَاَنَسْ بِنْ مَالِكْ t عَنْ رَّسُولِ اللهِ r قَالَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً وَلَمْ يُزَوِّجْهَافَاَصَابَتْ اِثْماً فرکبت اثمافَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ{.{ شعب الإیمان حدیث 8302 و 8303 }

your ads

ژباړه:ده عمربن خطابt اوانس بن مالكtڅخه روايت دي  د رسول اكرمr څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي: چي د چا لور دوولسو كالوته ورسيږي اوده په نكاح نه وي وركړي اوهغه ښځه مرتكبه د ګناه سي نوګناه ئي د پلارپرغاړه ده.

اودحضرت عمر رضي الله عنه څخه روايت دئ :

عَنْ عُمَرَبْنِ الْخَطَّابْ رَضِيَ اللهُ تَعَالَي عَنْهُ اَنَّهُ قَالَ زَوِّجُوْااَوْلاَدَكُمْ اِذَاَبلَغُوْا لاَتَحْمِلُوْا آثَامَهُمْ{ {ابن الجوزي احكام النسآء34}.

ژباړه: د عمربن خطاب رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي چي ده  وفرمايل په نكاح وركړئ خپل اولادكله چي بلوغ ته ورسيږي،ځانونه مه باروي ددوي په ګناهونوباندی.

په شريعت كي هم ددي لپاره ډيري نموني لرو چي پلارونو خپلي لوڼي په خپله په نكاح وركړيدي لكه موسي عليه السلام ته چي دده خوسر ددي وړانديز كوي چي زه غواړم خپله يوه لور تاته دركړم چي بيا همداسي كيږي ، خپله لور وركوي.

همدا راز حضرت عمر رضي الله عنه دخپلي لور حفصه رضي الله عنها دنكاح كولو وړانديز حضرت ابوبكر اوحضرت عثمان رضي الله عنهما ته كوي چي بياهغه وو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورسره نكاح كوي.

همدا راز سعيدبن المسيب رضي الله عنه چي تابعي اويو ستر مجتهد اومقتدا عالم وو دخپلي لور دنكاح وړانديز خپل شاګرد عبد الله بن أبي وداعة ته كوي چي هغه هم ورسره نكاح كوي.

نو داهيڅ بد كارندئ چي څوك دي دخپلي لور دنكاح وړانديز ويو صالح اونيك انسان ته وكړي ځكه چي لكه سړئ چي دخپل زوي لپاره دښځي په انتخاب كي څومره جدي او دقيق وي همداسي بايد دخپلي لور لپاره دميړه په انتخاب كي جدي او دقيق وسي.

دبله پلوه په كور كي دښځي ډير كښينستل ددي لامل كيږي چي ښځه دي دډيرو روحي او جسمي ناروغيو سره لاس اوګريوان سي چي چي بيا دعمر ترآخره پوري يي تداوي ګرانه وي.

نوپلارونه او دكور مشران بايد ودي خبري ته ډيره پاملرنه وكړي او خپلي لوړي دبلوغ وروسته سم ځاي په نكاح وركړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب