اسلامي نړۍ او امت

له ورورۍ مو موخه څه ده؟

د الله تعالی د سترې لورېنې (مينې او ورورۍ) شکريه ادا کوم چې د ناخوالو په سپکولو او د ايماني رسالت په اداينه کې راسره د ژوند چارې پر اوږه وړي، دغه مينه چې دلته يې يادونه کېږي د کور د حريم وراخوا يوه نړۍ واله وروري ده چې د اسلام مبارک دين يې پېروان په کلک التزام ورته بللي دي، په يو داسې نړيوال مزي سره یې تړي چې :تور، سپين، ختيځوال او لويديځوال پېړۍ مخکی او اوس … د يو بل مرستندويه او خواخوږي وي دا لاڅه چې د راتلونکو پېړيو وروڼو لپاره د ژوند ټول خواږه د هغوی لپاره نذرانه کوي .

د پيغمبر عليه السلام او ملګرو ټولنه يې د لږ کار وروسته جوړه وه خو زمونږ غم ؤ چې د عربو د سرحداتو د باندې يې د ژوند ترخې شپې سبا کړې او دغه وروري يې تر مونږ راوغزوله، د نړۍ ځواکمن او عادل خليفه بيا يو تور حبشي غلام خپل سردار باله او همدغه مينه وه چې د عربي سيمې استوګن نن له خپل ټاټوبي څوسوه کيلومتره لرې له ما سره د مينې په پار په يوه خړه تپه تر خاورو لاندې دی.

خو سوال دا دی اخير دا (وروري) د څه لپاره!؟
تاسې ورته څه ځواب لرئ؟ آيا کله مو په اړه فکر کړی دی که نه؟ د ځواب لپاره راسره تر پايه وروري وپاله او راسره ولاړ شه چې په مينه او خوږه لهجه سره پوهه شو.

که مينه او وروري نه وي نو څه به وي؟ حتمي ده چې ځواب مو دادې چې کرکه، نفرت، حسد، دښمني او لنډه دا چې خپل منځي فساد به وي چې هر زورور به کمزوری خوري، اخلاق به فاسد وي، عزت به خوندي نه وي، ډاډ او اطمینان به ورک شي، نظام به نه جوړېږي او ټول عمر به د غم، مرګ، کرکې او …لپاره تېروو.
رسول اکرم ﷺ فرمايي: فإنَّ فساد ذات البين هي الحالقة.الترمذي
ژباړه: خپلمنځي فساد کلونکی دی.(ټولنيز خيرونه او ايمان له منځه وړي).
وروري مو لدې لپاره…

۱: د نړول شوي اسلامي امت تهداب رغول: مونږ په داسې وخت کې د نړۍ پر مخ ژوند کوو چې د ځمکې خيټه راته له شرمه غوره ده، کله هم مسلمان ملت له دومره ذلت سره ندی مخ شوی، څوارلس نيمې پېړۍ لوړ مجد او برم اوس تر خاورو لاندې نيمه ساه وهلی پروت دی، د تاريخ په پاڼه د نني مسلمان ژوند د اسلام په ټنډه داغ دی، ځمکې مو وويشل شوې، جيداد مو د مريض سړي په نوم راڅخه پرديو تالا کړ، لومړۍ قبله مو د يهودي پليت قدم لاندې سلګۍ وهي، د امن ښار چې د خدای لپاره ورته پنځه وخته ورګرځو د دښمن بړيڅي پرې برلاسي دي، ولږه، فقر، جګړه مو د نيمه مسلمان وينه زبېښي او لدې څو چنده زياتې او خورې ستونزې او کړاونه! دا هر څه رغول غواړي او په هماغه ډول لکه پخوانيو مشرانو چې رغولی ؤ او رښتيا تر رغولو د مخه په امت کې ډېرې ناخوالې شته چې بايد له بېخه ونړول شي او د اسلامي امت له پولو لرې وغورزول شي.

نو آيا دا دومره ستر مسؤوليت چې د اسلامي امت په وګړو پروت دی ممکنه ده چې په فردي ډول يې چاره وشي؟ فرد لا څه چې څو متحد مملکتونه يې هم د مينې او ورورۍ پرته چاره نشي کولی.

دغه بيارغونه د مؤمنانو له زړونو پېل کېږي تر څو چې زړونه د الله لپاره د الله په محبت نه وي ګنډل شوي دومره ستر کار ممکن ندی د صحابه ؤ (الله دې ترې راضي شي) مينه دومره وه چې دوه ملګري به په لاره روان وو او په لار کې به د ونو اړخونو ته له يو بل پناه شول، د مخامخېدو سره سم به يې په يو بل سلام واچوه، سلام چې د مينې او اخلاصه به يې شغلې کولې، عمر(الله دې ترې راضي شي) وايي: د شپې ويده يم يو ملګری مې را په زړه شي زر راولاړ شم الله ته ودرېږم او د الله څخه دعا‌ء و غواړم، تر سبا په انتظار يم او دا شپه راباندې اوږده شي، چې سبا راوخيژي زر د هغه ملاقات ته ځان ورسوم.

۲:په ښيښه (اينه)کې د خپلو عيبونو پلټنه:وروري په ټولنيز ژوند کې يوه اينه ده چې هر مسلمان ورور په کې خپل عيبونه ويني، مشهوره خبره ده چې خپل عيب د ولو منځ وي، نو ضرورت شته چې په ټولنيز ډول داسې يو څه وي چې انسان په کې خپل عيبونه وويني.

وروري داسې ښيښه ده چې مسلمان په کې بغير لدې چې بې حياء شي خپل عيبونه ويني، په داسې دور کې چې هر ډول فتنې، فحاشي، او دربدرۍ لکه سيلاب راوانې دي، سړی په غير شعوري ډول پکې اخته کېږي نو ددغه ښيښې اړتيا څو وارې زياتېږي.
د هر مسلمان فريضه ده چې د ورور لپاره د ائينې حيثيت غوره کړي تر څو د وروڼو مخ يې له ټولو بدرنګيو پاک وي.

۳: په ورځنيو عباداتو کې د سستۍ درملنه:د مسلمان شان لدې ډېر لوړ دی چې په حرامو کې دې تل اخته وي، خو ولې په مباحاتو کې مسلمان تر ډېره بريده له توازن څخه وزي، چې د فرايضو او ټولنيزو مسؤوليتونو څخه يې سستوي او ممکن کله په حرامو کې هم مسلمان واقع شي، نو د ورورۍ غوښتنه داده چې سم لوري ته توجيه شي او لارښوونه ورته وشي.

۴: د شخړو او ستونزو هوارول: دوه انسانان يو مخ يو رنګه او يو ډول نه موندل کېږي له دې ځايه پوهېږو چې سليقې او مزاجونه يې هم سره ورته نه دي، حتمي ده چې د نظر اختلاف او شخړه منځته راشي، خو دغه وروري نه پرېږدي چې شخړه اوږده او پراخه شي، يو بل مسلمان ورور يې هم د ايماني ورورۍ پر اساس ترمنځ د صلحې او مينې څلی دروي او نه پرېږدي چې ستونزه نوره هم وغزېږي.
مسلمان ورور مخکې له دې چې ستونزه پيدا شي، له زيرکتيا کار اخلي او لاملونه يې په نطفه کې خنثا کوي.

۵: په اهدافو کې د ستړياوو کمښت: رسول اکرم ﷺ فرمايي: بدأ الإسلام غريبًا، وسيعود غريبًا كما بدأ، فطوبی للغرباء. (المسلم)

ژباړه: اسلام په پېل کې ډېر ناشنا ؤ او بيا هم دغه ډول ناشنا کېږي لکه په پېل کې چې ؤ،نو ددغه وخت ناشنا خلکو لپاره زيری دی.(لدې کبله به دوی ناشنا وي ېې دغه اسلام ته به پوره غاړه اېښودونکي وي).

د دغه ډول ناشنا خلکو په اړه نبوي احاديث وايي: دا هغه خلک دي چې د خلکو د فساد پر وخت به دوی اصلاح کوي، د دين په خاطر به د فتنو له وېرې تښتي، د پيغمبر عليه السلام لاره به يې هغه وخت ټينګه کړي وي چې نورو به په بدعتونو او خواهشاتو سره خپل مسير بدل کړی وي.

مونږ ښه پوهېږو چې د جاهليت په دوهم پړاو کې ژوند کوو له څنګه چې په لومړي پړاو کې اسلام ناشنا ؤ اوس هم ناشنا دی پدې حالت کې په اسلام منګولې لګول د اور سکروټې په لاس کې اخيستل دي، د اسلام د اهدافو د تحقق لپاره خو دا ډول ستونزې څو برابره ډېرېږي.
وروري ده چې ددغو اهدافو د تحقق ستونزې سپکولی شي.

۶: د بېړۍ د غرقېدا دمخه د پخوانيو لاره تعقيبول: د پېړيو په تېرېدو سره ښه او بد خلک ټول د خاورو لاندې شول، د دوی لارې او ګودرونه د دوی په نشتون کې هم شته، د زمانې خلک هر يو د ټولنيزو تأثيراتو او ددې په څېر نورو لاملونو له کبله ځانته لارې انتخابوي، د جاهليت په دويم دور کې دکږو لارو لارويان د سمو لارو د لارويانو څو برابره زيات دي، ډېره ستونزمنه به وي چې له مينې او ورورۍ پرته دې په سمه لاره تلل وشي.

د الله د لارې لارويانو بېړۍ ډېره پټه، ځانته او د ټولنې څخه په شړل شوي حالت کې روانه ده، نو که وروري نه وي ډېر به د بدبختيو په سمندر کې غرق شي.

۷: د پيغمبري تګلارو راژوندي کول: د هر بدعت په راتللو يو پيغمبري سنت له منځه تللی او لاهم د ټولنو او وګړود ژوند چارې پرې برابرې ندي، د سنتو په راژوندي کولو بدعت له منځه وړل زمونږ د بلنې يوه برخه ده.
په ټولنه کې د بدعت په لمنځه وړلو پسې ډېرې ډلې او وګړي راپورته شوي خو د ورورۍ او مينې د نشتون له کبله يې نور بلا بدعتونه زيږولي.
زمونږ د درملنې راز دادی چې مريض مو ورور دی او د مينې له کبله يې د مرض تشخيص او سالمه تداوي کوو.

۸: ملاتړ؛ او کوټلی عزم: الله متعال فرمايي: …هارون اخي…طه
ژباړه: هارون چې زما ورور دی.
الله متعال چې کله موسی عليه السلام د فرعون څنګ ته د يو سخت ماموريت د ترسره کولو په پار لېږه، نو د کار سختي يې درک کړې وه او د ورور د ملاتړ غوښتنه يې وکړه.

نن د يو بااحساسه مسلمان مسؤوليت د يو لوی غره ډير دورند دی، ددغه جاهليت ژوند ته د پای ټکی کېښودل او پر ځای يې د الله نظام پلې کول،فکر وکړئ څومره وخت، استعدادونو، لګښتونو، قربانيو او…ته اړتيا لري؟ څنګه به ممکنه وي چې له يوې نړيوالې مينې او ورورۍ پرته دې دغه لوی ماموريت سرته ورسېږي.
د نړیوالې ورورۍ په هيله

حبيب الله منيب

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: