ويده ملتونه په څه راويښيږي؟

د نړۍ د ملتونو خوځښت او بيداري تل د هغوی د خلکو د میړانې او غښتلتیا له مخې اندازه کېږي. هغه سرښندونکي ملتونه چې له اصلي مسير څخه له بل لور ته اړوونکو حرکتونو سره مخامخ دي، له سپکاوي او کم وسۍ څخه ټوټه ټوټه ترپوزې رسیدلي اوغواړي خپل راتلونکی ژوند په ټینګو او مضبوطو بنسټونو سره ورغوي ، کوم چې دراتلونکو نسلونو دبریالیتوب او پرمختګ ژمنه کوي، غواړي چې ترې اخيستل شوی حق بیرته دځان کړي، خپل غصب شوی سهار ولټوي، دغه ملتونه د خپلو سړو او افرادو رغولو ته اړتیا لري، داخلاقو او تګلارې سمبالښت یې اړین دی، نو ځکه یې باید بچیان او ځوانان له مېړانې سره ځان اشنا کړي ، ترڅو دهغه کړاوونو په وړاندې دودریدو توان ولري ، کوم چې دلارې خنډیې ګرځي ، پر سختیو لاسبري ترلاسه کړي. نو ملتونو دژوندانه دخوځښت ، پرمختګ، عزت او ځواک راز یواځې مېړنيو نومیالو په وجود کې نغښتی دی.

دملتونو تاریخ په ټولیزه توګه په همدې میړنیو خیر غوښتونکو انسانانو ډک دی ، چې دغټ نفس لوړ همت ، نمونه اخلاقو څښتنان وو..

میړني دي چې یادیږي

داسې نومیالي چې ملتونه را ژوندي کوي ، خوځوي او پرمخ بیایي ، کم پیدا دي، ډیر کم دسترګو ترڅرک لاندې کیوزي ، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا ریښتینی حقیقت داسې څرګند کړی : ( انما الناس کالابل لاتکاد تجد فیها راحلة ) رواه مسلم

خلک داوښانو په مثل دي ، ډیر کم به دسفر وړ پکې پیدا کیږي . يا ها د چا خبره ډېر پکې د پچو وي، او لږ پکې د بار اوښان وي.

دیاد شوي حدیث څخه دا په ډاګه څرګندیږي ، چې دانسانانو دډیروالي سره سره بیاهم  پیاوړي دغیرت په شروطونو برابر خلک پکې ډیر کم لیدل کیږي ، لکه څرنګه چې په سلو اوښانو کې انسان کیدای شي ، یو هم داسې ترلاسه نکړي چې دسفر وړ شرطونه پکې موجود وي .

عمر فاروق رضی الله عنه هم دکره خلکو هیله لري :

عمر فاروق درک کړې وه ، چې غیرتي خلک دملت دسرلوړی او پیاوړتیا راز او لامل ګڼل کیږي ، نو ځکه یې دځواکمنو وفادارو غیرتي خلکو دموجودیت هیله درلوده ، چې دکلکې عقیدې څښتنان او دژوندي او ویښ اخلاص څخه برخمن وي .

روایت شوی چې عمر فاروق رضي الله عنه دخپلو ملګروسره په مجلس کې ناست وو ، او ورته ویې ویل:

هیله وکړﺉ  ( یعنې دا چې څه هیله لرﺉ)

نو ددوی څخه یوه ویل : هیله لرم چې داکور دسرو ډک وي ترڅو دخدای په لاره کې یې خیرات کړم.

عمرفاروق وویل: هیله وکړﺉ

یو کس وویل : هیله لرم چې داکور دلوړ بیه تیږو ، زمروتو او جواهرو څخه ډک وای او دخدای په لاره کې مې خرڅ کړي وای.

عمر فاروق وویل: هیله وکړﺉ

نو ملګرو یې وویل : نه پوهیږو چې څه ووایو اې امیر المؤمنینه !

عمرفاروق ورغبرګه کړه : زه دداسې نومیالیو شازلمو هیله لرم لکه : ابوعبیده بن جراح ، معاذ بن جبل ، سالم دحذیفه غلام ، ترڅو دخدای دکلیمې په لوړوالي او دخدای ددین په بریالیتوب کې مې ورڅخه مرسته غوښتې وای.

دصحابوو دور دسرلوړو غیرتي خلکو دور وو ، خپل ځانونه یې خدای ته سپارلي وو ، دخدای رضا یې یواځنۍ موخه وه ، له همدې وجې یو ددوی نه په زرو نورو برابروو ، ان تردې چې هر یو یې په خپله یو ملت ګڼل کیده .

ابوبکر صدیق رضی الله عنه به دقعقاع بن عمرو جلیل القدره صحابي په هکله ویل:

دقعقاع غږ په لښکر کې ترزرو کسان غوره دی.

په بل روایت کې راځي : هغه لښکر به ماتې نه خوري چې قعقاع پکې موجود وي .

کله چې دمصر فتحه دعمرو بن العاص په مشرۍ وځنډیده ، نو عمر فاروق ته یې دمرستې په هکله غوښتن لیک واستاو ، ترڅو مرستندوی لښکر ورته واستوي ، نو عمر فاروق  په څلورو زورو کسانو دهغه ملاتړ وکړ او ورته ویې لیکل : په څلورو زرو کسانو مې ستا ملاتړ وکړ ، هر کس په زرو کسانو حساب شو ی .

یو کس په زرو کسانو ، زبیر بن العوام ، مقداد بن عمرو ، عبادة بن صملت او مسلمة بن مخلد ، پوه شه چې ستا سره دولس زره کسان دي ، او دولس زره کسان دکموالي له مخې ماتې نه خوري.

نو څومر زموږ ملت ځواکمنو قوي ننګیالو ته اړتیا لري ، ترڅو ملت له مړینې ، ضعف او کرکې څخه وساتي.

(رجال لاتلهیهم تجارة ولا بیع عن ذکرالله واقام الصلاة و ایتاء الزکاة یخافون یوما تتقلب فیه القلوب والابصار* لیجزيهم الله احسن ماعملوا ویزیدهم من فضله ، والله یرزق من یشاء بغیر حساب).

((داسې) سړي چې نه غافلوي دوی سوداګري او پیرودل له یاده دالله او له اداء کولو دلمانځه او ورکولو دزکاة ، وریږي(دوی سره له ذکره او طاعته له عذابه) دهغې ورځې چې اوړي راوړي(له وارخطایۍ) په هغې ورځ کې زړونه او سترګې (له ډیرې ویرې)

ليکوال: دکتور ایمن حمودة

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب