له خاوند سره د خبرو کولو اصول او مهارت

د ګډ ژوند یو اصل دا دی چې خاوند خپله دنده ښه ترسره کړي، ترڅو خوشاله ژوند ولري.
د یوې سالمې او ارامې ټولنې د منځ ته راتګ په خاطر د سالمو او ارامو کورنیو جوړول مهم دي.
که په کور کې هره ښه یا بده پېښه وشي، پر ټولنې تاثیر کوي، نو ځکه باید له خپل خاوند او ماشومانو سره د اړیکو د ساتلو مهارتونه زده کړو.
یو مهم مهارت د خبرو کولو دی چې دغه مهارت بیا په څو برخو وېشل شوی ، د بېلګې په ډول د اورېدلو مهارت، د خبرو کولو مهارت
خاوند ته د غوږ نیولو مهارت:
یو مهم مهارت چې زده کول یې لازم او واجب دي، د خپل خاوند او د کور د نورو غړيو د خبرو اورېدل دي، که زه په تمامه مانا د خپل خاوند خبرو ته غوږ ونيسم، هغه ته دا ښیم چې ته ما ته مهم یې، خوښېږې مې چې اړتیاوې دې واورم او مرسته درسره وکړم،
کله چې ښځه او خاوند په اصولو یو بل ته غوږ ونیسي، د ژوند نیمایي ستونزې به یې حل کړې وي.
خاوند ته د غوږ نیولو په خاطر لومړی ګام:
د غوږ نیولو په خاطر لومړی باید هغه موارد وپېژنئ چې تاسې نه پرېږدي، نورو ته غوږ ونیسئ ، یانې دا مسله روښانه کړئ چې کومه داسې خبره مو په ژوند کې ده چې له امله يې تاسې خپل خاوند ته غوږ نه شئ نیولای! .
د خاوند په نیت مو ځان پوه کړئ:
د خبرو د اورېدلو پر مهال مو باید د خاوند نیت ته هم پام وي، شاید هغه به ټوکه کوي، خو تاسې به خبره جدي بولئ ، د خبرو پر مهال د هغه څېره او نیت ولولئ او خبره چې څه ډول درته کېږي، د هغه د نیت په څېر یې واخلئ.
د خاوند خبره مو مه فیلټر کوئ:
په دې حالت کې مېرمن د خپل خاوند د خبرو هغې برخې ته پام کوي چې په ګټه یې وي.
یوازې نصیحت مه اورئ:
د خاوند او مېرمنې یوه لویه ستونزه دا وي چې د یو بل هغو خبرو ته غوږ نیسي چې نصیحت کوي ، تاسې باید د یو بل نورې خبرې هم په دقت واورئ.
د خبرو کولو پر مهال په خیالونو کې مه ډوبېږئ:
داسې وخت هم راځي چې خاوند به مو خبره درته کوي، خو تاسې به په خیالونو کې ډوبې شوې یاست، که دا عادت لرئ، نو د اورېدلو پر مهال مخاطب ته ډېر پام کوئ.
په کار کې مه مصروفېږئ:
کله مو چې خاوند یا مېرمن درته خبره کوي، د کتاب په لوستلو، د موبایل یا کمپیوټر په کارولو یا هم په نورو شیانو ځان مه مصروفوئ.
که تاسې د خبرو کولو پر مهال د بل کار د کولو عادت لرئ، ژر یې په تمرین کولو ختم کړئ
لیکنه : قاري حکیم الله صابري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب