له تنګسې وروسته اساني وي! | مه خفه کېږه! ۱۳

ای انسانه! له لوږې وروسته مړښت، له تندې وروسته خړوبېدل، له بې خوبۍ وروسته خوب او له ناروغۍ وروسته روغتیا شته دی، ورک شوی به لاره پیداکړی، او زیار کښ به د خپلې خوارۍ پایله ومومی، ځکه په تیارې پسې رڼا راشې:

(  فَعَسَی اللهُ أَن یَأْتِیَ بِاٌلْفَتْحِ أَوْ أمْرٍ مِّنْ عِندِهِ )
”  خـــو لـــرې نـــه ده، چـــې الله تـــعـــالـــی تـــاســـې تـــه بـــری در پـــه بـــرخـــه کـــړی، یـــا لـــه خـــپـــل لـــوری نـــه کـــومـــه بـــلـــه خـــبـــره څـــرګـــنـــده کـــړی.  ”

شپې ته د سبا زېری ورکړه، چې دغرونو او درو په روڼولو به سر راپورته کړي، او غمجن ته د برېښنا په څېر د ناڅاپه راتلونکی خوښۍ زېری ورکړه ، کله چې یوه داسې صحرا او دښته وګورې،  چې لا پسې غځېږي، نو پوه شه چې تر شا يې شين باغ او سمسور ګلبڼ هم شته دی.
رسۍ چې څومره اوږدېږي، هومره يې دپرې کيدو خطر هم ډېرېږی.

له اوښکو وروسته موسکا، له وېرې وروسته امن او له ترهې وروسته ډاډ شته.

اور ؛ ابراهیم علیه السلام ونه سوځاوه، ځکه چې د الله تعالی امر ؤ:

(  يَنَارُ کُونِی بَرْداً وَسَلَامَا عَلَی اِبْرَاهِیمَ  )
”  اې اوره !  پــر ابـــراهـــیـــم بـــانـــدې یـــخ شـــه، او ســـلامـــتـــیـــا والا جـــوړ شـــه.  ”

د قلزم سند ونشو کړای چې، موسی علیه السلام غرق کړی، ځکه چې هغه په لوړ او ریښتنۍ غږ وویل:

(  اِنَّ مَعَیَ رَبِّی سَیَهْدِینِ  )
”  لـــه مــا ســـره زمـــا رب دی، هـــغـــه بـــه خـــامـــخـــا مـــاتـــه لارښـــوونـــه وکـــړی. ”

محمد صلی الله علیه وسلم خپل د څمڅې ملګری ( ابوبکر رضی الله عنه ) ته ډاډ ور کړ، چې مه خفه کېږه!  الله تعالی له موږ سره دی، په دی ډول الله تعالی د هغوی زړونو ته ډاډ ورښکته کړ، او هغوې په امن کې شول.

په اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې راګېر کسان یوازې د تنګۍ، عبرت او بدبختۍ احساس کوی، د دوی لید یوازې د کوټې تر دیوالونو او دروازې پورې محدود وی، کاش چې دوی له دغو دېوالونو څخه بهر نړۍ کتلای شوای، نو زړونه به یې په دې حال نه وای.

تر ټولو غوره عبادت د الله تعالی رحمت ته انتظار ویستل دی، زمانه بدلون مومی، وخت تېرېږې، او څرنګه چې الله تعالی هره ورځ په نوی شان کې وی، له دی امله امید ولره، چې الله تعالی به یوه لاره راپیدا کړی، ځکه له سختۍ سره اساني ملګرې وی:

(  اِنَّ مَعَ اٌلْعُسْرِ یُسْراً  )
”  بـــېـــشـــکـــه لـــه تـــنـــګـــســــې ســـره پـــراخـــتـــیــــا هــــم وی.  “

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب