پنځه هغه کارونه چې د کال په پيل کې یې ترسره کړو

د کال په پيل کې باید څه وکړو؟

نوی کال د یوه نوي پیل لپاره ښه پلمه ده. نوی کال مونږ ته دا فرصت راکوي چې لکه یو کمپیوټر چې دوباره چالانوو او یا د “Refresh” تڼی یې کیکاږو، خپل ځان او خپل ژوند ته نوي او پیاوړي ساه ورکړو او ژوند ته له یوې نوي او تازه زاویې وګورو. لاندي پینځه چاري له مونږ سره کمک کوي ترڅو د خپل ژوند کنټرول یو ځل بیا په خپل لاس کې واخلو او د خپل شخصي او رسمي ژوند اهداف په یو څه آسانۍ سره ترلاسه کړو:

۱- خپل پرمختګ ارزول

مخکې لدې چې مخته ته وګورو، باید یو ځل خپل تېر وخت ته نظر واچوو تر څو پوه شو چې څومره پرمختګ مو کړی او څومره لاسته راوړنې مو لرلي دي.
اکثره اوقات مونږ یواځې خپلې مخې ته ګورو، یواځې خپل راتلونکې ته پام کوو او همدا تشویش کوو چې څومره ډیره لار لاپاتې ده چې مونږ یې باید طی کړو، څومره ډیر کارونه لاشته چې باید ترسره یې کړو او څومره ډیر اهداف مو لاپاتې دي چې باید ترلاسه یې کړو. که څه هم خپل راتلونکي ته کتل او هغې ته جدي پاملرنه اړین او ګټور دی خو یواځې راتلونکی په پام کي نیول او هغې ته ټوله توجه اړول زمونږ توان او انرژی کموي، زمونږ د نن ورځي خوشالیاني، تر خپل شعاع لاندې راولي او نه مو پریږدي چې خپلې لاسته راوړنې او پرمختګونه په وخت ولمانځو او قدر یې وکړو. خپل ماضي ته نظر اچول، خپلي لاسته راوړنې ځانته په ګوته کول، په هغې راضي اوسېدل او د هغې قدر کول مونږ ته خوشالۍ، نوي انرژي او نوي هیلې راکوي، د لانورو لاسته راوړنو او نورو لوړو اهدافو د ترلاسه کولو توان راکوي او هغې ته مو لانور هڅوي.
داچې اوس مونږ د یوې لسیزې پای ته نږدې کېږو، همدا اوس یې وخت دی چې یو ځل خپل د ژوند تیرو څو کلونو ته یو ځغلنده نظر واچوو او وارزوو چې په تېرو څو کلونو کې مو څومره پرمختګ کړی او څومره ډیرې لاسته راوړنې مو لرلي دي. د مثال په ډول که وګورو چې په ۲۰۱۰ کال کې مونږ چیرې و؟ له هغه راهیسي مو کومې لاسته راوړنې ډیر ویاړ رابخښي هم کافي ده.

۲- موخې ټاکل

لوړ او نوي اهداف په احتیاط سره وټاکو.

د اهدافو ټاکلو او هغې ته د رسېدلو په لارو چارو فکر کولو په وخت کې هڅه وکړو چې شاید او باید الفاظ ونه کاروو. (باید) لفظ زمونږ په فکر او ذهن باندې فشار راولي او مونږ ناتوانه کوي. کله هم چې مونږ ځانته وایو چې باید یو څه ترلاسه کړو، که وګورو زمونږ فکر ورسره منفي عکس العمل ښیي. د (باید) لفظ پرځای باید د کال په پای کې خپل ځان تصور کړو او خپل ځان له ترلاسه شوو اهدافو سره یو ځای په خپل ذهن کې مجسم کړو. د هر هدف له ټاکلو سره سم باید پدې جدي فکر وکړو چې آیا دا هدف واضح او د لاسته راوړلو وړ دی؟ آیا مونږ یې په وړاندې پرمختګ اندازه کولی شو او آیا دا هدف واقعا ارزښتمن او نتیجه یې مثبته ده؟ د لوړو اهدافو له ټاکلو وروسته اهداف باید په وړو مقاصدو وویشو. د واضح او مشخص اهدافو ټاکل له مونږ سره د کال په جریان کې د مناسبو اقداماتو په ترسره کولو او د هر یوه هدف له ترلاسه کولو سره سم د خپل ځان په تقدیرولو کې مرسته کوي. ددې لپاره چې خپلو اهدافو ته ژمن پاتې شو اهداف باید په لیکلي بڼه راولو او له هغو دوستانو او ملګرو سره یې شریک کړو چې مونږ تل ورته ژمن یو، ترڅو د هغوی له ملاقات او هغوی ته په کتلو سره مو د اهدافو په وړاندې تعهد تازه او د زړه قوت ډیر شي.

۳- تېر وخت او کارونه ارزول

هغه کارونه او طرحې چې په تېرو کلونو کې يې مثبته پایله نده لرلې باید ودروو.
مشهور جرمني فزیکپوه البرت انستاین د نامعقولیت څه ښه تعریف کړی. نامعقولیت: دیوه کار په ځلونو په عین شکل ترسره کول او له هغې د مختلفې پایلې توقع لرل دي. مونږ باید له ځان سره د کارونو د ترسره کولو په طریقو کې چې مونږ یې عملي کوو صادق او ريښتینې واوسو او وګورو چې ايا مونږ تر اوسه د کوم لوی کار ترسره کولو ته ملا تړلې؟ کومه نوې طرحه مو عملي کړي؟ کوم خطر او ریسک مو په ځان منلی؟ او که ځان غلطوو او یواځې هغه کارونه ترسره کوو چې هرڅوک یې ترسره کولای شي؟ آیا تر اوسه مو واقعا د یوې داسې طرحې عملي کولو ته ملا تړلې چې ناب وي او د هغې محتمل ریسک مو په ځان منلی وي؟

۴- ټیم جوړول

د لویو کارونو ترسره کولو ته د ملګرو، دوستانو او همکارانو په یو کاري ټیم جوړولو کار کول.

د بریالیتوبونو ترلاسه کولو لپاره د یوې داسې کاري ډلې تنظیمول حتمي دي چې مونږ ته نیکه مشوره راکړي، آزاد فکر ولري، په درد مو دردمن، په خوشالیو مو خوشاله او په خفګان مو خفه شي، زړونه یې راباندې وخوږیږي، زمونږ په بریالیتوب کې خپلې بریاوې ووینې او د ناکامیو په وخت کې مو لاسنیوی وکړي او د زړه تسلي راکړي.

۵- د خپل ځان خیال ساتل

د دې اهدافو په ترلاسه کولو او تغیراتو عملي کولو کې خپل ځان له یاده ونه باسو.
باید له یاده ونه باسو چې دا مونږ یو چې دا اهداف به ترلاسه کوو او دا مونږ یو چې دا تغیرات به عملي کوو. نو لمړی باید د خپل ځان خیال وساتو او د ځان جدي پالنه وکړو. نوي مهارتونه او نوي تجارب ترلاسه کړو، نوي دوستان ووینو، نوي سفرونه پلان کړو او په خپل ځان باندي په کلي توګه جدي پانګونه وکړو. مونږ باید د کال په جریان کي د خپلو اهدافو له ترلاسه کولو سره سم د خپلو بریاوو مالکیت هم احساس کړو نه داچې کله بریا ترلاسه کړو هغه په بخت، محیط او نورو انسانانو پورې وتړو او یواځې ناکامی په خپل ځان پسې ولیکو. مونږ نباید نورو ته د خپل ځان په اړه د قضاوت کولو وخت او فرصت ورکړو، منفي خلک او هغوی چې زمونږ بریاوي نشي زغملی د خپل ځان شاوخوا پریږدو.

لیکوال: جاوید رفعت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب