له بعثت نه وړاندې درسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند

الف: تاريخي پيښې:

له بعثت نه مخکې د رسول الله(صلى الله عليه وسلم) د ژوند په هکله ثابت شوي خبرونه لانديني حقيقتونه په ګوته کوي:

١- رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له ټولو  عر بي کورنيو نه په غوره او اشرفه کورنۍ کې زيږيدلى دى، هغه د قريشو له اشرف شاخ (بنو هاشم) څخه دى، قريش پخپله هم په عربو کې د لوړ مقام، پاک نسب او زيات شرافت لرونکې قبيله ده. له عباس (رضي الله عنه) نه روايت دى چې رسول (صلى الله عليه وسلم) فرمايلى: ((ان الله خلق الخلق، فجعلني من خيرهم من خير فرقهم، و خير الفريقين، ثم تخيرالقبائل فجعلني من خير قبيلة،ثم تخير البيوت،فجعلني من خير بيوتهم فانا خيرهم نفسا و خيرهم بيتا)).رواه الترمذي بسند صحيح.

(الله (جل جلاله) خپل مخلوق پيدا کړ، نو زه يې د هغوى بهتر او له بهترې ډلى نه وګرزولم او د دوو ډلو له بهترې ډلې نه، بيايې قبيلې اختيار کړې، نو زه يې له تر ټولو غوره قبيلې نه وګرځولم، بيا يې کورنۍ اختيار کړې، او زه يې تر ټولو ښې کورنۍ نه وګرځولم،نو زه د دوى تر ټولو د بهتر نفس خاوند او تر ټولو  د بهترې کورنې نه يم).

د قريشو په مينځ کې ددې کريم نسب د اوچتوالي له امله ده چې هغوى د نسب په هکله په محمد (صلى الله عليه وسلم) باندې د  تهمتونو او تورونو لګولو مجال ندى موندلى، ځکه د هغه نسب دوى ته څرګند او ښکاره ؤ، پداسې حال کې چې  لدېنه پرته  په نورو ډيرو شيانو  کې يې بې اساسه  او دروغ تورونه ورپورې تړلي دي.

٢- رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يتيم پيدا شوى، هغه د مور په نس کې د دوو مياشتو ماشوم ؤ چې پلار يې (عبدالله) وفات شويدى، کله چې شپږ کلن شو مور يې (آمنه) هم وفات شوه.  او پدې سره محمد (صلى الله عليه وسلم) په وړکتوب کې د مور او پلار د شفقت له غيږې محروم او بې برخې شو چې لدې وروسته يې بابا (عبدالمطب) سرپرستي کوله، خو کله چې آته کلن شو نو بابا يې هم وفات شو او بيا يې تره (ابوطالب) کفالت په غاړه واخيست، تر څو چې لوى او ځوان شو. قرآنکريم د محمد (صلى الله عليه وسلم) يتيم والي ته اشاره کوي فرمايي:(( أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوَى)). (الضحى  :٦). (آيا هغه ته يتيم ونه ميندلې).

٣- رسول (صلى اله عليه وسلم) د ژوند څلور لومړني کلونه په دښته کې له (بني سعد) قبيلې سره تير کړيدي، او له همدې امله د قوي او سالم بدن څښتن ؤ، ژبه يې فصيحه او زړه ور ؤ، حتى چې په وړکتوب کې يې د آس سپرلي ښه زده وه، لنډه  دا چې  د صحرا د پاکې، آرامې هوا او ځليدونکي لمر له برکته يې ټول استعدادونه د ودې او کمال لوړ پوړ  ته ورسيدل.

٤- محمد (صلى الله عليه وسلم) له وړکتوب نه تر ټولو نجيب او د اوچت استعداد خاوند ؤ، او له همدې کبله په هر ليدونکي ګران و. کله به چې عبدالمطلب پخپل فرش ناست ؤ، نو د هغه له زامنو (د رسول صلى الله عليه وسلم) ترونو) نه به يو هم  نه ورسره کيناست، خو رسول (صلى الله عليه وسلم‌) به راغى او د خپل بابا په ځاى به کيناست، ترونو به يې غوښتل چې د عبدالمطلب  له فرش  نه يې ليرې کړي، خو کله به چې عبدالمطلب وليد نو ورته ويل به يې: زوى مې پريږدئ، قسم په خداى چې د ډير لوړ شان درلودونکى دى.

٥- رسول (صلى الله عليه وسلم) د ځوانۍ په لومړيو کې د څو کمو  پيسو ( چار يک، شش يک دينار) په بدل کې د مکې د خلکو رمه پووله. له هغه (صلى الله عله وسلم) نه روايت دى چې فرمايي: ((ما من نبي الا قد رعى الغنم)) قالوا: و انت يا رسول الله! قال: ((و انا)).و في رواية اخرى انه قال:((ما بعث الله نبيا الا رعى الغنم)) فقال اصحابه: ((و انت يا رسول الله؟ فاجاب: ((و انا رعيتها لاهل مکة على قراريط)).نشته هيڅ پيغمبر مګر خو ګډې يې څرولې دي اصحابو (رضي الله عنهم) ورته وويل: او تاسې يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)؟ ويې فرمايل: هو ما هم څرولې. په بل روايت کې راځي چې ويې فرمايل: الله نه دى ليږلى هيڅ پيغمبر مګر رمه يې څرولې، نو اصحابو ورته وويل او تاسې يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)؟ ځواب يې ورکړ او  ما هم د مکې خلکو ته د قيراطو په بدله کې رمه څرولې ده (يو قيراط ٢٠٠ ملي ګرامه وي او يو مثقال شل قيراطه کيږي).

او کله چې  د (٢٥) کالو شو نو د خديجې بنت خويلد په مال يې  د مزدورۍ په بدله کې تجارت پيل کړ.

٦-  رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هيڅ کله هم له خپلو همزولو سره په لهوه او عبث کارونو کې ګډون ندى کړى، ځکه الله پاک لدي نه ساتلى و.  د سيرت په کتابونو کې راځي چې يو ځل رسول (صلى الله عليه وسلم) د ځوانۍ په دوران کې له يوه کور نه د واده د مراسمو پخاطر جوړ شوي محفل نه آوزا واوريد، ويې غوښتل چې ويې ګوري، خو الله (جل جلاله) خوب ورباندې راووست، او تر هغې پورې ويده ؤ، تر څو د لمر تودوالي راويښ کړ.  له خپل قوم سره يې د بتانو عبادت کې يو شيبه ګډون نه دى کړى، او نه يې د بتانو په نامه له حلال شويو مالونو نه څه خوړلي، شراب يې ندي څښلي، قمار يې ندى وهلى، بده او خرابه خبره هم نده ترې اوريدل شوې.

٧- نبي (صلى الله عليه وسلم) له ډير وړکتوب نه د قوي عقل او سالم نظر  د خاوند په حيث مشهور ؤ په کعبه کې د حجر اسود د ايښولو پيښه ددې مدعا څرګند دليل دى. کله چې د کعبې ديوالونه د سيلاب په واسطه خراب شول د مکې خلکو وغوښتل ديوالونه ونړوي او بيا يې له سره جوړ کړي، کار يې پيل کړ خو کله چې خبره دحجر اسود پخپل ځاى ايښودلو ته ورسيده، په منځ کې يې شديد اختلاف پيدا شو، چې د حجر اسود پخپل ځاى ايښودلو شرف به دې چا په برخه شي، هرې قبيلې دا شرف د ځان لپاره غوښت، اختلاف دومره زيات شو چې د جنګ خبرې پيل شوې خو وروسته پدې راضي شول، هر څوک چې د بني  شيبه، له دروازې را داخل شو هغه به د دوى په مينځ کې فيصله کوي. د خداى تقدير داسې و چې لدې دروازې لومړى رسول (صلى اله عليه وسلم) را ننوت، کله چې قريشو  وليد نو ويې ويل دا امين دى، په حکم والي يې راضي يو. رسول (صلى الله عليه وسلم) چې په مسئلې پوه شو، مشکل يې پداسې حکمت سره حل کړ چې ټول ورڅخه خوشاله شول خپل څادر يې آوار کړ، بيا يې حجر اسود پکې کيښوده، بيا يې هرې قبيلې ته امر وکړ چې د څار يوه څنډه ونيسي، کله يې چې خپل ځاى ته ورسوله، نو پخپله يې حجر اسود واخيسته او په ځاى يې کيښوده، ټول خوشحاله شول، او الله جل جلاله) دده د عقل او حکمت په واسطه عرب له جګړې او وينو تويولو نه وساتل.

٨- محمد (صلى الله عليه وسلم) په ځوانۍ کې د صادق او امين په نامه پيژندل کيده، او د عربو په مينځ کې په وفا، نيکه معامله، ښه نامه او پاک خوى باندې مشهور ؤ. د همدې لوړ مقام درلودلو له امله خديجې غوښتنه ورنه وکړه چې ددې مال بصرى نومي ښار ته په هغه قافله کې د تجارت لپاره يوسي کومه چې هر کال به يوځل نوموړي ښار ته تلله. او دا  ژمنه يې ورسره وکړه چې د بل چا په نسبت به ده ته دوه چنده مزدوري ورکوي. او کله چې  هغه (صلى الله عليه وسلم) بيرته مکې ته راستون شو د خديجى غلام (مريي)ميسره، خپله باداراه (خديجه) د هغه په اخلاص او امانت خبره کړه او خديجې پخپله هم ددې سفر زياته ګټه لويده، نو يې د ټاکل شوې مزدورۍ دوه چنده مزدوري ورکړه، او بالا خره يې له هغه سره د واده غوښتنه وکړه. محمد (صلى الله عليه وسلم) دا غوښتنه قبول کړه که څه هم عمر يې له خديجې (رضي الله عنها)  نه ((١٥))کاله  کم و. له نبوت نه مخکې د محمد (صلى الله عليه وسلم) پر نيک خوى ښه دلالت کونکى دليل د خديجې (رضي الله عنها) دا قول دى چې هغه وخت يې ورته ويلى و کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د حرا په غار کې په بعثت مشرف شو او خپل کور ته په ويره کې راغى خديجې (رضي الله عنها) داسې ورته ويلي ؤ:((کلا والله لا يخزيک الله ابدا  انک لتصل الرحم و تحمل الکل (الضعيف) و تکسب المعدوم، و تقرئ الضيف و تعين على نوائب الحق)). (قسم په خداى چې الله به تاهيڅکله رسوا نکړي، ته د صل رحم خاوند يې، له کمزوري سره مرسته کوې، بې برخې ته څه ورکوي، د ميلمه عزت کوې او په مصيبتونو کې کومکي يې يا تل او په هر حالت کې د حق پلوي کوې).

٩- محمد (صلى الله عليه وسلم) له مکې نه د باندې دوه ځلي سفرونه کړيدي، يو ځل په دوولس کلنۍ کې له خپل تره (ابو طالب) سره، او دوهم ځل په (٢٥) کلنۍ کې د خديجې (رضي الله عنها) له تجارتي قافلې سره چې دا دواړه سفرونه د شام (بصرى) نومي ښار ته ؤ،او په هر سفر کې يې  د سوداګرو خبرې اوريدې او د لارې په جريان کې يې د ښارونو اثار، او د اوسيدونکو خويونه او عادات په ځير ځير کتل.

١٠- له بعثت نه څو کاله مخکې الله (جل جلاله) د محمد (صلى الله عليه وسلم) په زړه کې ددې مينه ور اچولې وه چې د حراء غارته لاړ شي. دغه غر دمکې شمال لويديځې ته پروت دى، رسول (صلى الله عليه وسلم) به هلته د رمضان په مياشت کې تشريف ووړ، تر څو د خداى (جل جلاله) په نعمتونو، او د قدرت په نښانو کې په ګوښې توګه له ځان سره فکر وکړي، او دې کار ته يې تر هغې ادامه ورکړه تر څو چې قرآنکريم ورباندې نازل شو.

ب – درسونه او پندونه:

له مخکنيو پيښونه څيړونکي لانديني درسونه او نتيجې اخستلى شي:

١- په هره اندازه چې د الله (جل جلاله) لور ته بلونکى او ټولنيز مصلح د شرف او لوړ نسب خاوند وي په همغه اندازه يې د خلکو له خوا خبره ښه اوريدله کيږي، ځکه د خلکو عادت داسې دى چې په ټيټ نسبه بلونکو او اصلاح غوښتونکو د باور په ځاى ملنډې وهي، خو که داعي د لوړ او شريف نسب خاوند وي، نو بيا له تورونو پرته بل څه نشي پسې ويلى. همدا وجه ده چې هرقل له ابوسفيان نه لومړى د رسول (صلى الله عليه وسلم) د نسب په هکله پوښتنه وکړه، هغه وخت چې رسول (صلى الله عليه وسلم) هرقل ته خط واستوه، هغه او قوم يې اسلام ته دعوت کړل، نو هرقل ابو سفيان  راوغوښت او ورته ويې ويل: هغه (صلی الله علیه وسلم) د څه ډول نسب خاوند دى؟ ابو سفيان چې لا تر اوسه يې  ايمان نه ؤ راوړى ځواب ورکړ: هغه زمونږ په مينځ کې له ټولو نه د غوره نسب درلودونکى دى. او کله  چې هرقل له ابو سفيان نه خپلې پوښتنې خلاصې کړې، او ځوابونه يې هم واوريدل، نو بيا يې له ابوسفيان نه د رسول (صلى الله عليه وسلم) په هکله د خپلو پوښتنو علت داسې بيان کړ: د هغه (صلى الله عليه وسلم) د نسب پوښتنه مې درڅخه وکړه، ودې ويل چې هغه ستاسې په مينځ کې د اشرف نسب خاوند دى، دا   الله خپل نبي د قوم له اشرافو او غوره نسب درلودونکو نه ټاکي.  صحيح ده چې اسلام ته د اعمالو په مقابل کې نسب څه ارزښت نلري، خو دا ددې مانع هم نه شي کيداى چې د شريف نسب او شريف عمل او فضل خاوند دې له نورو نه لوړ، اکرم او بريالى وي لکه چې رسول (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي دي:((خيارکم في الجاهلية خيارکم في الاسلام اذا فقهوا)).

(په جاهليت کې ستاسې  غوره کسان، په اسلام کې هم ستاسې غوره کسان دي پدې شرط چې پوه وي).

٢- په وړکتوب کې يتيم والى او د ژوندانه نور کړاونه، د انساني لوړو مفاهيمو په هکله د بلونکي احساس قوي کوي، د يتيمانو،فقيرانو او ربړول شويو خلکو په وړاندې يې د رحم او مهربانۍ احساس او عاطفه زياتوي – او  رحيم، مهربان، او د درمند او با انصافه زړه خاوند ور نه جوړوي.

هر داعي ته په کار ده چې د انساني اوچتو عواطفو درلودونکى وي، ترڅو د  بيوزلانو او دردمندو، درد حس کړاى شي او دا نيکې عاطفې به هغه وخت د يوه انسان په وجود کې پيدا کيږي چې د يتيمانو، فقيرانو او مسکينانو په شان درد او غم وويني.

٣- داعي چې هر څومره فطرت ته نژدې، او له با تکلفه محيط نه لېرې وي په همغه اندازه د صفا ذهن، قوي عقل، پياوړي جسم،سالم نفس، روښانه فکر او قوي منطق درلودونکى وي، همدا وجه ده چې الله (جل جلاله) عرب د اسلامي رسالت د اداکولو پخاطر انتخاب کړيدي، ځکه ددې کار لپاره د عربو انتخاب هسې تصادفي مسئله او کار نه ؤ، بلکه دوى د خپلو ګاونډيانو په نسبت د پاکو نفسونو، سالمو فکرونو، ښو اخلاقو او بالاخره د اسلامي دعوت په لار کې د راز راز مشکلاتو په وړاندې د زيات مقاومت، ثبات او پايدارۍ خاوندان وو.

٤- له پوه او ذکي شخص نه پرته بل څوک  د قيادت او دعوت صلاحيت او اهليت نلري، غبي او جاهل خلک د فکري، روحي او اصلاحي قيادت (مشرۍ) استعداد درلودونکي نه دي، بلکه د ژوند طريقه داسې ده چې غبي او د نا سالم فکر  درلودونکي کسان په يوه ميدان کې هم مشرۍ او رهبرۍ ته نه رسيږي، که تصادفاً کوم يو  دې مقام ته و هم  ورسيږي، نو ژر به بيرته د پستۍ کندې ته لويږي او قوم به يې  وروسته  له هغه چې په بې عقلۍ، او ناپوهۍ يې پوه شي ورنه جدا کيږي.

٥- بلونکي ته په کار ده چې د خپل ژوند وسائل د خپلو مټو په زور او له داسې لارې نه تامين کړي چې له هر ډول ذلت او خوارۍ نه پاکه وي.

ريښتينى او شريف داعي د خلکو په صدقو او خيراونو ژوند نه تيروي، هغه څوک څنګه د خپل قوم په وړاندې د عزت او کرامت وړ ګرزيدلى شي چې ځان يې په سوال او سوالګرۍ سره ذليل کړى وي. کله مو که څوک د داعي او مرشد تر نامه لاندې وليدل چې ډير سوال کوي او په ډول ډول چلونو د خلکو مالونه راټولوي نو حتمي به مو د هغه په سپکاوي يقين پيدا شي او باور لرو چې هغه ته به هم خپل ځان سپک ښکاريږي، او چا ته چې پخپل ځان سپک ښکاري، نو د قوم او ګاونډيانو په وړاندې به يې ارزښت څه وي؟ څوک چې د خپل ځان سپکاوى خوښوي، څنګه کولاى شي د نيکو اخلاقو لور ته بلنه وکړي، د طاغوتيانو او مفسدينو په وړاندې ودريږي، د شر او فساد مقابله وکړي، او په ملت کې د کرامت، شرف او عزت روح راژوندۍ کړي؟

٦- په ځوانۍ کې د داعي نيک عمل، په نيکه لار برابري او پاک اخلاق ددې سبب کيږي چې هغه د الله (جل جلاله) لور ته په بلنه، د خلکو په اصلاح او د منکراتو په مقابله کې له بل هر چا نه موفق او پيش قدمه وي ځکه هيڅوک به هم د داسې يو شخص له دعوت نه مخکې ژوند سلوک او کردار ته د انتقاد ګوته نه شي نيولئ. ډير ځله داسې پيښه شويده چې ځنې خلک  د اصلاح او اخلاقي سمون لپاره ملا تړي، خو د هغوى ملوثه او  خرابه ماضي، او بد اخلاق، ددې سبب کيږي چې خلک يې دعوت ونه مني بلکه ټول ورته شا کړي، او دا بده ماضى يې د ريښتينولى په هکله هم د شک پيدا کولو عامل او سبب ګرزي، ځکه د اصلاحي دعوت تر پردې لاندې د نورو خرابو شيانو په غوښتلو متهم کيږي  او يا خو دا ورته ويل کيږي چې تاسې وروسته له هغه چې د شهوت نيلى موستړى کړ اصلاح غوښتونکي شوى، يا داسې وضعه درباندې راغلې او يا مو عمر دې حدته رسيدلى چې نور په همدې روانه وضعه او موجوده حال کې د پاتې کيدو نه څه  د مالي  ګټې، مقام يا شهرت طمع نه لرئ.

خو په ځوانۍ کې د پاک سيرت او نيک عمل درلودونکى داعي به تل هسک سر او سپين مخ ولاړ وي، او د اسلامي دعوت دښمنان به يې د خپل پاک عمل په واسطه لدې نه عاجز کړي وي چې د ده د ماضي په هکله څه بد وويلى شي او بيا له دې بدو نه په استفادې سره خلک ورنه متنفر او د هغه په نسبت  بې تفاوته کړي او ټول يې د ټيټ منزلت او بې شخصيته انسان په توګه وپيژني.

هو! الله (جل جلاله) د صادق او مخلص توبه کوونکي توبه قبلوي، د نيکيو په ذريعه يې پخوانۍ بدۍ له مينځه وړي، ليکن  دا ډول توبه ګار به د هغه بلونکي په شان نه وي چې د خپل نيک سيرت، پاکو اخلاقو او روښانه ماضي په برکت د خپل دعوت د کاميابۍ انتظار باسي.

٧- له سفر او له خلکو سره له ګډ ژوندانه نه لاسته راغلې تجربې د خلکو په عاداتو، وضعه او مشکلاتو باندې پوهه د بلنې په لار کې د داعي په کاميابۍ کې لوى اثر او اغيزه لري. هغه کسان چې يوازې د کتابونو او مقالو له لارې له خلکو سره په تماس کې وي، د اصلاحي دعوت په  لار کې يې د کارونو  نتيجه منفي وي، خلک ورته غوږ نه ږدي او عقل يې دعوت ته مثبت ځواب نه وايي، ځکه خلک پدې پوه دي چې دا ډول خلک د هغوى له وضعې او مشکلاتو نه ناخبره دي. څوک چې د ديندارانو اصلاح کول غواړي، نو بايد له هغوى سره په جوماتونو او د هغوى په نورو مجلسونو او ټولنو کې و اوسي، څوک چې د کارګرانو او دهقانانو د سمون طمع لري نو ورباندې لازمه ده چې له هغوى سره په کليو او فابريکو کې و اوسيږي، هغوى ته پخپلو کورونو کې ډوډۍ ورکړي، او د هغوى په غونډو کې ورته خبرې وکړي، د ورځنيو معاملاتو اصلاح غوښتونکى هم بايد له خلکو سره  په بازارونو، تجارتخانو، فابريکو، غونډو او نورو مجالسو کې ګډون وکړي. همدا راز څوک چې د سياسي وضعې د اصلاح او برابرۍ دعوه لري نو بايد له سياستمدارانو سره يو ځاى شي،  سياسي تنظيمونه وپيژني، ويناوې يې واوري، د احزابو پروګرامونه په ښه ټوګه وڅيړي او تر نظر يې تير کړي، بايدد هغوى د ژوند محيط وپيژني، د ثقافت له سرچينې او له هدف  نه يې پوره ځان خبر کړي، تر څو وکولاى شي  پداسې کلماتو او لاره يې د اصلاح لور ته را دعوت کړي چې له داعي او بلنې سره  يې کينه او دښمني پيدا نه شي.

د داعي لپاره ضروري ده چې له ځان سره د ژوند دومره تجربې او د خلکو د مختلفو امورو په هکله دومره معلومات ولري چې وکولاى شي د الله (جل جلاله) لاندينى امر د عمل په ميدان کې په ښه توګه پلى کړاى شى:(( ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ)). (النحل: ١٢٥)

(اې پيغمبره (صلى الله عليه وسلم) د خپل رب د لارې په لوري په حکمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه).

دا ماثور قول څومره ښکلى او په زړه پورى دى چې وايي: خلکو ته د هغوى د عقلونو (پوهې) سره برابرې خبرې کوئ، ايا غواړئ چې په الله او رسول (صلى الله عليه وسلم) پورې دروغ وتړل شي؟(بخاري).

٨- د الله (جل جلاله) لورته بلونکي ته په کارده چې وخت په وخت ځان له نورو کارونو نه فارغ، او ګوشه نشين شى، داسې ګوشه نشيني چې روح يې له الله سره اتصال ومومي، نفس يې له بدو اخلاقو، او شاو خوا ناپاک ژوند  نه پاک او په امن شي. دا ډول ګوښي کيناستل او خلوت انسان  له ځان سره حساب او محاسبې ته متوجه کوي، که چيرې يې د خير په کار کې سستي کړې وي، د حکمت لاريې پرييښې وي، په کومه طريقه کې غلط شوى وي، له خلکو سره يې بې ځايه جدال او مناقشه کړې وي، نو دا ګوښي کيناستل الله (جل جلاله) ورپه يادوي، او د قيامت ورځ، جنت، دوزخ، مرګ اود مرګ سختۍ يې سترګو ته دروي. همداوجه ده  چې تهجد او د شپې عبادت په نبي (صلى الله عليه وسلم) باندې فرض او په نورو (امت يې) مستحب  ګرزيدلى دى، او د الله لور ته بلونکي بايد له بل هرچا نه ددې نفلونو په ادا کولو کې مخکې او هميشه پرې پابند وي. خلوت، تهجد او د الله عبادت داسې خوند او لذت لري چې يوازې هغه څوک يې درک کولى شي چې  الله عزت ورکړى وي، ابراهيم بن ادهم (رحمة الله عليه) به د خپل تهجد او عباداتو په آخر کې ويل: مونږ پداسې خوندونو او مزو کې يو که پاچايان پرې خبر شي حتما  به جنګ راسره پرې وکړي.

رسول (صلی الله علیه وسلم) ته د الله (جل جلاله) راتلونکى خطاب پدې هکله راته کافي او شافي دى:

((يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ (1) قُمْ اللَّيْلَ إِلاَّ قَلِيلاً (2) نِصْفَهُ أَوْ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلاً (3) أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلْ الْقُرْآنَ تَرْتِيلاً (4) إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلاً ثَقِيلاً (5) إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئاً وَأَقْوَمُ قِيلاً (6)). (المزمل: ١/ ٧)

(اې ځان نغښتونکى ويده کيدو نکيه، شپه  په لمانځه کې په ولاړه تيره کړه مګر کمه، نيمايي شپه يا له هغې نه يو څه کمه کړه، يا له هغې نه يو څه زياته کړه او قرآن ښه په کراره کراره لوله مونږ پر تا باندې د يو درانده کلام ناز لوونکې يو په حقيقت کې د شپې پاڅيدل د نفس کنترولولو لپاره ډيراغيزمن او د قرآن د صحيح لوستلو لپاره زيات مناسب دى.

اخیستنه: درسونه عبرتونه (السيرة النبوية دروس وعبر) له کتاب څخه

لیکنه: دکتور مصطفی السباعي

ژباړه: سلطان محمود صلاح

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب