بیولوژيمیکروسکوپي موجودات

فنجي (Fungi)

 دا ژوندي موجودات د ځمکې د مخ په هر ځای کې موجود وي، زياتره يې د اقتصاد او طب له پلوه د اهميت وړ دي. همدارنګه مو په تېرو ټولګيو کې لوستي دي مرخړېي او چKياسې )پوپنک( په دې ډله کې شامل دي.

فنجيد مهمو تجزيه کوونکو له ډلې څخه دي. زياتره فنجي کثيرالحجروي ژوندي موجودات دي. د فنجي يوه نوعه په انسانانو کې د Ring worm په نامه د پوستکي ناروغۍ منځته راوړي. ددې ناروغۍ د فنجي سپورونه د ناروغ انسان څخه روغ انسان ته د ککړو کاليو له لارې لېږدول کېږي. سربېره پردې فنجي نباتي خطرناک پرازيتونه دي چې کرنيزو محصولاتو او خوراکي توکو ته ډېر لوی اقتصادي زيانونه رسوي، لکه د جوارو د وګي د توروالي (سياقاق) ناروغي.

بايد وويل شي چې يوشمېر فنجي خوړل کېږي. له ځينو نوعو څخه يې مهم درملونه؛ لکه: انټي بيوټيک جوړیږي، چې هره ورځ زرګونو انسانان له خطر څخه خلاصوي.

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close