تنفسي سیستم Respiratory system

د تنفسی سیستم اناتومی او فزیولوژی anatomy of respiratory syste

تنفسی سیستم متشکل دی له:- پوزی – حلقوم – شزن – ششونه او حجاب حاجز څخه۰

تنفس تعریف:

دهوا داخلولو او بیرون ته ایستلو عملی ته تنفس وایی ۰ چی دا عملیه دهمدی سیستم په واسطه سرته رسیږی۰

هوا دخولی او سګمو(پزی) له لیاری داخلیږی او دحلقوم څخه تیریږی هوایی نل ته داخلیږی۰

شزن :- یو اوږد او طویل ساختمان لری چی په آخری برخه کی په دوه ابتدایی شعبو تقسیم کیږی چی د برانشی په نوم یادیږ ی Bronchi

هوا بیا هم په وړوکوشاخونو تقسیم کیږی چی د برانشولیس یا برانشولزپه نوم یادیږی هوا بیاهم له شاخونو تیریږی اوهوایی

نلونو او هوایی کیسو (الویلو) ته داخلیږی چی بلآخره دهمدی هوایی کڅوړو او الویلو په ذریعه د وینی جریان ته داخلیږی

کله چی دوینی جریان ته داخله شی د سروکرویاتو په واسطه دبدن مختلفو انساجو(نسجونو) ته رسول کیږی ۰ که چیرته

مریض په سینه وبغل او یاهم په کم خونی مبتلا وی دتنفس تعداد یی پورته ځی ۰

دهوا داخلولو او یا بیرون ته ایستلو(داخل وخارج) عملیه د یوی عضلی چی حجاب حاجز نومیږی سرته رسیږی ۰

 حجاب حاجز:- هغه عضوه چی د سینی قفس (صدر) دګیډی (بطن) څخه بیلوی۰

سینوس (ساینوس):- هغه خالیګاوی چی دسر دجمجمی په لاندینی برخه کی واقع دی او دپزی سره وصل کیږی او دپزی آخری سوری دحلقوم سره ختم کیږی ۰

حلقوم (ګلو):- دهوا او غذاء تر مینځه دڅلورلاری(چهاراهی) پولیس چی ستون فقرات یی له قدام څخه بیل کړی دی ۰

ایپی ګلوت :- دحلقوم دڅلور لاری پوښ چی په وخت د غذاء کی بند او دهواد داخلید لو  په وخت کی خلاصیږی ( ایپی ګلوت دتحفظ او مراقبت وظیفه د هوا اود غذاء په غاړه لری)  دایپی ګلوت نه لاندی ساحی ته حنجره یا د آواز صندوق وایی ۰

حنجره :- د حنجری وظیفه د آواز تولید او دهوا انتقال لاندی حصو ته ده ۰ دحنجری ته لاندی ساحی ته شیزن یا تراخیا ویل کیږی ۰

شیزن یا تراخیا :- دشیزن وظیفه دهوا انفقال ششونو ته ده۰ شیزن په دوه حصو تقسیم شوی چی د قصبه یا برانشیس (برانکیول)په نوم یادیږی

چی راسته سږی (شش) او چپ سږی (شش) سره وصل کیږی  راسته یا ښی سږی (شش) په دری شعبو تقسیم کیږی او کیڼ یا چپ سږی(شش) په دوه شعبو تقسیم شوی چی هر یوه ته یی فص یا لوب ویل کیږی همدارنګه کوچنی قصبه یا برانشیلز آخرین قسمت دشیزن دی چی بلآخره هوایی کڅړوته وصل کیږی ۰ هوایی کڅوړی د ډیرو الویلونو څخه جوړی شوی دی ۰

د سږی نسج :- نسج شش چی جوړ شوی دی د څو زرو هوایی کڅوړو څخه باید له یاده ونه باسو چی 21 فیصده خالص اکسیجن سږو ته داخلیږی

همدا رنګه د هوایی کڅوړو په اطراف یا شاوخوا عروق شعریه موجودیت لری۰

ریوی شریان (شریان ریوی):-یواځینی شریان چی نا پاکه وینه لری هغه شریان ریوی دی ۰

ریوی ورید ( ورید ریوی):- یوا ځینی ورید چی پا که وینه لری هغه ورید ریوی دی ۰

ششونو پرده (پوښ) د پلورا(پلیرا) په نوم یادیږی۰پلورا په دوه شعبو تقسیم شوی ده  د

اول :- پلورا حشوی چی ششونه یی پوښلی دی ۰

دوهم:- پلورای جداری چی دسینی قفس یی پو ښلی دی ۰

دواړه پلوراوی په ذریعه دیوی مایع نښتی دی چی یو په بله وښویږی ددواړوپلوراووترمینځ فاصلی ته جوف پلورا وایی چی ډیره لږه مایع ده او په طبعی حالت کی یی فشار منفی دی۰

امراض سیستم تنفسی

د حنجری التهاب:– لرانجایتس یا دحنجری التهاب اکثره دیو ډول ویروس په واسطه    Laryngitis-1

مینځ ته راځی یعنی ویروسونه ډیر لیکن یو نوع وی ۰

سینوسایتس :- عبارت له التهاب کیدلو د سینوس څخه دی (دجمجمی)کوچنی سوری التهابی کیږی۰ Sinusitis-  2

ریزش عادی (عادی زکام ):- عدی زکام د ویروسونو په ذریعه مینځ ته راځی او انتی بایوتیک دوایی ورباندی تاثیر نه کوی

علایم:– دپزی څخه افراضات خارجیږی – عطسه (پرنجی)- نرمه تبه – دستونی درد – دسر درد- کله کله ټوخی- ستونی او تانسلونه التهابی کیږی دغاړی لمفاوی غدی لږ شانته پړسوب پیداکوی او درد ناکه وی ۰

دزکام تداوی:- مریض ته زیات مایعات ورکړل شی – استراحت – او دځلورو ورځو روسته انتی بایوتیک ورکول کیدای شی

 ایپی ګلوتایتس epiglottitis

ایپی ګلوتایتس یا خروسک:- دا مرض د باکتریا په ذریعه مینځ ته راځی چی ډیرخطرناک دی چی زیاتره په هغو ماشومانو کی چه عمر یی له 3 څخه تر 7 پوری وی لیدل کیږی کله کله په لویانو کی هم لیدل کیږی۰ خروسک معمولاً په ایپیدمیک ډول مینځ ته راځی۰

دخروسک علایم:-د مرض شروع ډیره په تیزی سره وی( په ضرف دڅو ساعتو) په ماشومانو کی اوچته تبه دتنفسی مشکل سره- یو آواز د غوراوهیجانونکی په وخت دداخل کولو دهوا پیداکیږی دپوښتیو ترمینځ دپوستکی ساحه داخل ته کش کیږی

مریض کبود رنګه (سیانوزیس) معلوم کیږی دایپی ګلوت غشاء د الوبالو شان ته سره اوړی۰

دخروسک تداوی :- د ایمپیسیلین یا هم کلورام فینیکال زرق کول د لسو ورځو پوری – مریض باید له نورو څخه بیل کړی شی – دکورنی ټولو هغو ماشومانوته چی عمر یی له 8 څخه کم وی ایمپیسیلین دوقایی په ډول ورکړل شی۰

نوټ:–   1- ایپد یمیک :- کله چی څوکورونه په یومرض اخته شی۰

2- اندومیک :- کله چی یو کلی په یو مرض اخته شی ۰

3- پایندومیک :- کله چی یو مملکت یاملک په یو مرض اخته شی۰

دیفتری diphtheria

دیفتری یوډیر وخیم باکتریایی مرص دی چی تانسلونه – حلقوم- حنجره- پزه- اوکله کله زړه متاثره کوی د وړو اوشیرخور ماشومانوکی ډیر معمول وی د دیفتری عمده صفت یوه خاکستری رنګه التهابی پرده چی ګلون (ستونی) یی پوښلی وی معلومیږی۰

علایم:- دمرض شروع دریزش يه قسم وی (خفیفه تبه – سردردی- دستونی درد) دپزی څخه افرازات- لمفاوی عقدی دغاړی پړسیږی ۰امکان لری نفستنګی ولری- د مریض تنفس بد بوی لری- خون ریزی دپزی او خولی معمولاً لیدل کیږی امکان لری چی ورمیګ (ګردن) متورم(پړسیدلی) وی۰

تداوی:– پنسیلین وی دخولی له لاری هر شپږ ساعته تکرارکړی  دمسو ورځو لپاره۰

که چیری مریض بلغم ولری کولای شی چی د پروکاین پنسلین 600000 شش لکه د عضلی له لیاری تطبیق کړی۰

که مریض د پنسلسن سره حساسیت ولری کولای شی د اریترومایسین څخه استفاده وکړی۰

مالګه په اوبو کی حل شی او غرغره شی همدارنکه مریض باید له څلورو څخه تر شپږو هفتوپوری استراحت وکړی۰

وقایه :- ټول ماشومان باید( ډی پی ټی) شی د دیفتری مریض له نورو څخه بیل شی ټول هغه کسان چی ددی مریض سره پ تماس کی شوی وی باید چی پنسیلین وی یا هم اریترو مایسین هر شپږ ساعته  دلسوورځو پوری تداوی شی۰

whooping cough سیاه سرفه (توره ټوخله)

توره ټوخله دتنفسی سیستم یو باکتریایی مرض دی دا مرض په ماشومانو کی ډیر لیدل کیږی هغه ماشومان چی عمر یی د یوکال څخه کم وی امکان دمرګ یی ډیر وی

اعراض او علایم:- دتوری ټوخلی مریض روسته له لسو ورځو هغه څوک چی دتوری ټوخلی دمریض سره په تماس شوی وی اخته کیږی په شروع کی دعادی زکام یا ریزش په ډول د پزی څخه افراذات – ټوخی- نرمه تبه- لری دوه هفتی روسته اصلی درض ښکاره کیږی او ماشوم دوامداره ټوخی پیداکوی اومریض نه شی کولای چی هوا(اکسیجن) ششونو ته داخل کړی ترڅوچی سریښناکه بلغم دهوایی نل دمجرا څخه نه وی جداشوی ټوخی دوام کوی وروسته چی هوا شش ته داخله شی په دغه وخت کی یو مخصوص آواز(هوف) پورته کیږی دامرض معمولاً دری میاشتی یاهم زیات دوام کوی

تداوی:-  اریترومایسین ددی مرض لپاره یو انتخابی انتی بایوتیک دی چی هر شپږ ساعته دلسو ورځوپوری ورکړشی ۰

استراحت- ښه غذاء- مایعات ډیرډیر ورکړشی

وقایه:- ټول واړه ماشومان باید چی واکسین شی – مریض باید له نوروڅخه بیل شی ټول هغه کسان چی ددی مریض سره په تماس شوی وی باید دوقایی په ډول اریترومایسین دلسوورځوپوری ورکړشی هغه کسان چی مخکی واکسین شوی وی باید چی بوستر(دوباره) واکسین شی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب