
منځپانګه:
د فلوجستون په نظريې باندې نقد:
– یواځې د کیمیاوي تعاملاتو د سرته رسیدو لاملونو او د نسبتا ګټورو معلوماتو د راغونډیدو لامل شوه.
– د ارسطو د نظريې د بشپړ ردیدو او د کیمیا ګري د کارونو د منسوخ کیدو لامل شوه.
– د نوو مسایلو د مطرح کولو لامل شوه چی نوو څیړنو او تفکر ته يې اړتیا لرله، او د هغه وخت زیاتو پدیدو ته یی د شونتیا تر بریده توضیحات وړاندې کړل.
– خوځینې دلایل یې داسی فریب ورکوونکي وه چی د ورځې د ستونزو څخه يې تر ډیره بریده نظر واړوه.
– هیڅ وخت د فلوجستون په جلا کولو بریالي نشوه بلکې هایدروجن يې چی یو کیمیاوي عنصر دی فلوجستون ګاڼه.
– هغه دقیقې څیړنې چی د لاوازیه په وسیله سرته ورسیدې پایلو يې د فلوجستون نظريې سره مطابقت نه لره.
په همدې اساس دغه نظریه د یوې پیړی په تیریدو سره د موانعو سره مخامخ شوه چی په پایله کی رد شوه.
د انتي فلوجستون نظریه او د غازاتو کشف:
د لاوازیه ټولې څیړنې چی د فلوجستون د ردیدو لامل شوې د انتي فلوجستون په نوم شهرت لري چی دلته ورڅخه یادونه کوو.
د سوزیدو په هکله د لاوازیه نظریه:
د شونتیا تر بریده ګمان کیدای شي چی د لاوازیه دغه نظریه د فلوجستون نظريې سره ورته والې لري ولې باید پام ولرو چی ددې نظريې طرفدارانو هغه د سوزیدونکې مادې جز او محتوا ګڼله ، په داسی حال کی چی د سوخت ماده لاوازیه د اکسیجن برخه ګڼله.
د لاوازیه نظریه د اوبو د تشکیل په اړه:
اوبه →شعله یا جرقه ـــــــــــــــــــ اکسیجن + اشتعال پذيره هوا
لدې لحاظه هغه په ۱۷۸۹ کال کې اشتعال پذیره (سوزیدونکې )هوا د اوبه جوړونکي عنصر (هایدروجن ) په نوم ونوموله.
د لاوازیه نظر د فلز او اسید د تعامل په اړه:
دې ته په پام سره چی تیزابونه په محلول حالت فلزاتو سره تعامل کوي،هغه اوبه پدي تعامل کی د تیزاب او فلز تر مینځ تعامل کې د کتلسټ په ډول په نظر کې نیولې او د تعامل میکانیزم يي په لاندې ډول ده:
هایدروجن + د فلز اکساید →فلز +اوبه
مالګه →د فلز اکساید+اسید
———–
هایدروجن+مالګه→اوبه+ فلز +اسید
وړاندې نظریه Antiphlogistonد لاوازیه ددې څیړنو پایلې وې چی د هغه د انتي فلوجستون
کړي، د هغه ازمایښتونه وه کوم چی په اکسیجن سرته ورسیدل او داسی پایلې یې په لاس راوړې کومی چی د فلوجستون سره مطابقت نه درلود، نو ځکه دغه نظریه یوه پیړی وروسته د موانعو سره مخ او رد شوه