قرآن څه ته وايی؟ قرآن څه مانا؟

د قرآن لفظ مصدر دی چې د (قرأ ، يقرأ ، قرآءة او قرآناً) څخه اخيستل شوی دی چې لوستل شوي ته وايي او ځنې علماء وايي قرآن د (قرَنَ ) له فعل څخه اخيستل شوی چې جمع شوي ته وايي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ أنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ، فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ] (القيامه ۱۷-۱۸ ) .

ژباړه : يقيناً پر مونږ د هغه را ټولول او پر تا تلاوت کول دي ، نو کله چې مونږ (د ملائکی په واسطه ) پر تا تلاوت کړو د لوستو يې پيروي وکړه .

او ځينې علماء وايي چې قرآن اسم مشتق نه دی بلکي اسم جامد دی چې په مطلق ډول د قرآن لپاره دی لکه : انجيل او تورات .

په اصطلاح کې قرآنکريم د الله تعالی کلام دی چې د جبرئل په واسطه په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی او مونږ ته په تواتر سره رسېدلی دی.

your ads

او ځنې علماء کرام يې داسې تعريفوي : كلام الله حقيقة المنزل على محمد صلی الله عليه وسلم المتعبد بتلاوته.

کلام الله : يعنې قرآن يوازې د الله تعالی کلام دی نه د بل هيچا ، حديث ، شرعي خطبه او نور ته قرآن نه ويل کيږي .

حقيقة : يعنې قرآن په حقيقت سره د الله سبحانه وتعالی کلام دی څنګه چې د ده د بلا کيف شان سره ښايي .

المنزل علی محمد : يعنې دغه قرآن هغه کتاب دی چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی ، او کوم کت اب چې محمد صلی الله عليه وسلم نه وي نازل شوی هغه ته قرآن نه ويل کيږي .

المتعبد بلاوته : يعنې د تلاوت وړ ، مثلاً حديث قدسی غير متعبد بلاوته دي يعنې : تلاوت يې په لمانځه او نورو نه کيږي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب