اتوم څه شی دی؟

اتوم د یوه عنصر هغه کوچنۍ ذره ده چې د همغه عنصر ټول خواص ولري. ټول مواد د اتوم په نوم لکه کوچنیو ذرو څخه جوړ شوي دي. هغه ذري چې د برېښنایي مثبت چارچ (+) لري د پروتون په نامه یادېږي او هغه ذري چې د برېښنایي منفي چارچ ولري د الکترون په نامه یادېږي. نیوترونونه هم کوچني ذري دي او کوم برقي چارچ نلري.(چارچ یې صفر دی). د اتوم هسته د اتوم په مرکز کې واقع ده اومثبت چارچ لري. په هسته کې دوې اساسي ذرې، پروتون او نیوترون ځای لري. الکترونونه په الکتروني قشرونو کې ځاي لري او د هستي په شاوخوا په مختلفو انرژیکی سویو کې د ګرځېدو په حالت کې دی.

اتوم د یو عنصر کوچنۍ ذره ده چي په سترګو نه لیدل کېږي. له همدې امله ، مونږ د مودل درسم کولو  په اساس ښودلای شو چې یو اتوم څنګه ښکاري. یو مودل یو نمونه د واقعیت سرګندوي. ډیر د استفادې وړ مودل الکتروني قشرونه دی.‍ په الکتروني قشرونو کې الکترونونه په مختلفو سویو کې په مختلفو مسافو کې ځاي برځاي شوي دي. الکترونونه د هستي په شاوخوا کې د څرخیدلو په حالت کې دی. الکترونونه د هستې په شاوخوا په مختلفو انرژیکي سویه کې حرکت کوي.

یو مودل سرګندوي چې اتومونه څنګه ښکاري او د الکترونونو اعظمي شمیره په لومړۍ اصلي انرژیکي سویه کې ۲ دي او په دویم انرژیکي سویه کې د الکترونونو اعظمي شمېره ۸ دي.

د اکسیجن د اتوم په هسته کې ۸ الکترونونه شتون لري نو د هغه د الکترونونو اعظمي شمیره په لومړۍ اصلي انرژیکي سویه کې ۲ دي. او په دویم انرژیکي سویه کې د الکترونونو اعظمي شمېره باید چې ۶ وي.

هایدروجن او هیلیوم ډیر ساده او کوچني عنصرونه دي. د هایدروجن او هیلیوم عنصرونه یواځي یوه یوه انرژیکي سویه لري. هایدروجن په هسته کې یو پروتون او یو نیوترون لري او یو الکترون د هستې په شاوخوا د ګرخېدو په حالت کې دی. د دې عنصر اتومونه  په عادي حالت کې مساوي پروتونونه او الکترونونه لري، نو له دي کبله د عنصرونو اتومونه د دچارچ له مخې تل خنثي وي. دا په دې مانا دي چې اتومونه چارچ نلري او اتومونه خنثي دی. او د هیلیوم اتومي نمبر دوه دی. هیلیوم دوه پروتونونه ، دوه نیوترونونه او دوه الکترونونه لري چې د هایدوجن په برتله لږ غټ دی.

هغه مواد چې د یو ډول ذرو یا اتومو څخه جوړ شوي وي د عناصرو په نامه یادېږي.د اتوم په هسته کې د پروتونونو شمیر مشخص کوي چې کوم عنصر دی. په طبیعت کې، 92 عنصره شتون لري. ټول عناصر سمبول سره لیکل کېږي.

د یو عنصر سمبول یو یا دوې توری سره ښودل کېږي. اکسيجن (O)، هايدروجن (H)، سرو زرو (Au) او سپين زر (Ag) د عناصرو یو مثال دي.

اکثراً اتومونه له دې له کبله اتحاد کوي چې هغوی غواړي چې دویم اصلي انرژیکي سویه یا مدار ډک شي. آتومونه د الکترونونو تقسم کولو لپاره سره یو ځای کېږي او په مالیکول بدلېږي. هغه اتومونه چې الکترونونه وېشي د مالیکول په نوم یادېږي. د هایدروجن دوه اتومونه کولای شي الکترونونه تقسیم کړي. په دې سبب دو اتومونه په آخري مدار کې دوه الکترونونه اخلي چي دا مدار یې ډګ کېږي. هغه دوه د هایدروجن اتومونه (H) په یو هایدروجن مالیکول بدلېږي. (H2). اوبه هم مالیکول ده چې دلته د هایدروجن دوه اتوم (H) او د اکسیجن یو اتوم (O) د اوبه مالیکول جوړوي(H2O) .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب