فاطمه (رض) – د اسلام دنومياليو ښځو تذکره


دلته دهغه ښځوتذکره کيږي چاچي خپل ژوندددنيادرنګونوڅخه لري ساتلي وواودشپي دالله تعالي ومخ ته په عبادت ، مناجات اوپه استغفارکښي مشغولې وې۔دلته به هڅه وشي چي دبعضوهغومېرمنوتذکره وشي چي دهغودتذکرې څخه مېرمنې لږخبرې دي اودبعضوداسي مېرمنوتذکره به وشي چي تراوسه په هغه باندي څوک خبرندي۔نودلته دداسي مېرمنو تذکره هم کيږي چي دهغوئ یادونه له منظرعام څخه هېره دي۔په دي سلسله کښي د دجنت دسرداري حضرت فاطمه بنت محمد صلي الله تعالی عليه وسلم په سرکښې تذکره کول کيږي۔ 

حضرت فاطمة الزهرارضي الله تعالی عنهابنت محمدرسول الله صلي الله تعالی عليه وسلم

د بي بي فاطميرضي الله تعالی عنهازوکړه:۔

حضرت فاطمه رضي الله تعالی عنهادنبوت څخه درې کال وړاندي پيداشوې ده۔ دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم په اولادونوکښي ترټولو کشره دا ده، دې مبارکې دماشومتوب څخه دخپل پلارنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم عادتونه په خپل ځان کښي خپلول۔ 

دبي بي فاطمي رضي الله تعالی عنها نکاح ډيردخيراوبرکت نکاح وه، ددې دنکاح په هکله دحضرت علي کرم الله وجهه او دنورواصحابوکرام رضی الله تعالی عنهم اجمعين ډېرې په زړه پوري قيصي شته،بهرکيف حضرت علي کرم الله وجهه دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم دحکم مطابق خپله زغره دخرڅولولپاره صحابه کرامورضي الله تعالی عنهم اجمعين ته وړاندي کړه نوحضرت عثمان بن عفان رضی الله تعالی عنه هغه په څلور سوه (۴۰۰)درهمه باندي واخيستله ۔يعني هغه په حقيقت کښي ددومره قيمت نه وه خوهغه په تحفه کښي ورکړه۔ 

رسول اکرم صلي الله تعالی عليه وسلم وحضرت عثمان رضي الله تعالي عنه ته دُعاوکړه اوورته یې وفرمايل چي ددغه زغرې روپۍ دوې برخې پرخوشبوباندي خرڅې کړه اويوه برخه یې د واده پرسامان باندي خرڅه کړه۔اوبيایې حضرت ابوبکر،عمر،طلحه،زبيراو عبدالرحمن بن عوف رضي الله تعالی عنهم اجمعين اونورصحابه مهاجرين اوانصاريې مسجدته راوبلل اونکاح يې وشوله . دحضرت فاطمي رضي الله تعالی عنها عبادت اوتقوی: حضرت فاطمه رضي الله تعالی عنها دالله تعالی دعبادت کولوډېره محبت کوونکي مېرمن وه . هغه قائم الليل اوصائم النهاروه(یعنی شپه به یې په عبادت اوورځ به یې روژه نیولوتېروله)۔ تر واده وروسته ددې مبارکې خونه(کوټه) د ازواج مطهراتوسره نژدې وه له هم دې امله به یې دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم نصيحتونه اوريدل اوکله چي به یې د آخرت ذکر واوريدي نودالله دخوف څخه به بي هوښه شوه۔ حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي چي فاطمېرضي الله تعالی عنها چي به خواړه تيارول نوبه يې ذکرکاوي ۔ حضرت سلمان فارسي رضي الله تعالی عنها وایي چي د ژرندې دچلولوپروخت به هغې قرآن کريم وايو۔ حضرت عليSفرمايي چي حضرت فاطمې رضي الله تعالی عنهاډېره عبادت کوونکي مېرمن وه، خوعبادت یې دکورپه کارونوکښي کوم فرق نه راوړي۔

 حضرت فاطمه رضي الله تعالی عنها په ټوله ژوندکښي پرخپل حال باندي قانع وه۔ دډيرضرورت څخه علاوه يې دکوم څه دلاسته راوړلو لپاره تمناياخواهش ندي کړی۔ همېشه به يې داخبره پرژبه باندي وه چي الله زماکوم حالت جوړکړی دي زه پرهغه باندي راضي يم۔ خپله نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم به ودې مبارکې ته دژوندترآخره پوري دزهداوقناعت تلقين ورکاوي۔ که به چيري کله حضرت فاطمه رضي الله تعالی عنها پريشانه شوه او اشارتاًبه یې دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم څخه دمریې يادمينځې غوښتنه وکړه نوبيابه هم نبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم هغه په مختلفوطريقوسره پوهه کړه بيرته به ېي کورته ولیږله ۔ځکه چي نبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم نه غوښتل چي دخپلې ګراني لور زُهداوتقوی ورماته کړي۔ حضرت فاطمه رضي الله تعالی عنها دخپلو ميرو ګانوسره ډيرښه ژوندکاوی۔ حضرت عائشه رضي الله تعالی عنها اوبي بي فاطمه رضي الله تعالی عنها تقريباًسره همزولې وې اويودبل سره یې ډيرمحبت کاوی۔

کله چي بي بي فاطمه رضي الله تعالی عنها ودېدله نوددې حجره حضرت عائشې رضي الله تعالی عنها په خپل لاس جوړه کړه۔ حضرت فاطمه رضي الله تعالی عنها پرخپل پلارنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم باندي هم ډيره ګرانه وه ،نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم چي به کله بهر دسفرڅخه راغلی نوبه یې دوه رکعته په مسجدکښي وکړل اوبيابه یې دبي بي فاطمي رضي الله تعالی عنها کورته تشريف راوړی۔ حضرت محمدصلی الله تعالی علیه وسلمبه فرمايل چي “فاطمه زمادجسم يوه ټکړه ده چاچي فاطمي ته تکليف ورساويی هغه وماته تکليف ورساوی”۔

 وفات :۔

دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وآله وسلم دوفات پروخت باندي دې بي بي دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم څخه دژرملاقات زېری اورېدلي وو۔ او دپلارپه جدایی کښي ډېره غمجنه وه۔ اودنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم درحلت څخه وروسته په لږموده کښي داهم وفات شوه۔ بي بي فاطمي رضي الله تعالی عنها په خپل وصيت کي داوويل چي زماجنازه دي دشپي لخوترسره شي، ددې لپاره چي دچانظرزماپرجنازه ونه لګي يعني دغه دې دزُهداوتقوی اوشرم اوحيا له وجي دغه وصيت کړي وو، دامبارکه پر۳م دروژې دمبارکې مياشتې په سنه ۱۱هج کښي وفات شوه۔ اودجنازي لمونځ یې حضرت ابوبکرالصديق رضي الله تعالی عنه وه کړي ۔

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب