پـاچايانو ته د پيغمبر ص ليکونه

مسور بن مخرمه  رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  غوښتل ځيني صحابه کرامو ته ليکونه ورکړي اود بيلابيلو سيمو واکمنانو ته يې وليږي؛ نو راغى صحابه وو ته يې وويل:

خداى مو وبخښه ! دا چې خداى پاک زه د ټولو انسانانو له پاره رحمت را ليږلى يم؛ نو تاسو زما پيغام ټولو خلکو ته ورسوئ او لکه د عيسى  عليه السلام  ملګري (حواريين) چې د عيسى  عليه السلام  له لارښوونو په شا شول تاسو هغسې مه کوئ، عيسى  عليه السلام  غوښتل خپل ملګري سيمو ته واستوي؛ نوپه هغوى کې ځينو انکار وکړ او نه يې غوښتل چې يوې ليرې سيمې ته ولاړ شي (ځکه چې د هغه سيمې له ژبې سره به نابلده ول) عيسى  عليه السلام  خداى پاک ته سوال وکړو؛ نو چې سهار کيده کوم سړى چې عيسى عليه السلام  هرې سيمې ته ټاکلى و د هغه سيمې ژبه يې زده وه، عيسى  عليه السلام  ورته وويل: اوس نو  هرو مرو دې کارته غاړه کيږدئ ځکه چې د خداى پاک امر دى، صحابه کرامو وويل: يارسول الله! ستا چې کوم ځاى خوښ وي مونږ به هلته ستا پيغام رسوو يواځې امرکوئ

پيغمبر صلی الله عليه وسلم  دغه صحابه وټاکل: عبدالله بن حزافه  رضي الله عنه  کسراته، سليط بن عمرو  رضي الله عنه  د يمامه مشر هوذه بن علي ته، علاء بن حضرمي  رضي الله عنه  د هجر منذر بن ساوي ته، عمرو بن العاص  رضي الله عنه  د عُمان دوه پاچايانو جيفر اوعبآد ته، د حيه کلبي  رضي الله عنه  قيصر ته، شجاع بن وهب اسدي  رضي الله عنه  منذر بن حارث بن ابى شمر غساني ته او عمرو بن اميه ضمري  رضي الله عنه  نجاشي ته

 ټول روان شول او له علاء بن حضرمي رضي الله عنه  پرته نور ټول دپيغمبر صلی الله عليه وسلم  له وفات نه وړاندې بيرته راغلل، علاء بن حضرمي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  دوفات پروخت په بحرين کې و ([1]).

[irp][irp][irp]

حافظ ابن حجر رحمه الله  دسيرت پوهانو په حواله وايي: څلور تنه نور چې يو يې مهاجر بن اميه رضي الله عنه  نوميده حارث بن عبدکلال ته ور وليږه، جرير رضي الله عنه  ذى الکلال ته، سائب  رضي الله عنه  مسيلمه ته او حاطب بن ابى بلتعه  رضي الله عنه  يې مقوقس ته ولېږل ([2]).

انس بن مالک رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  له وفات نه وړاندې کسرا، قيصر،د حبشي نجاشي پاچا او نورو کبرجنو پاچايانو ته ليکونه واستول او د اسلام بلنه يې ورکړه([3])

همداسي حديث جابر  رضي الله عنه  هم روايت کړى دى ([4]).

د حبشې نجاشي پاچا ته ليک :

پيغمبر صلی الله عليه وسلم  د عمرو بن اميه  رضي الله عنه  په لاس د جعفر بن ابى طالب او دهغه دملګرو په هکله نجاشي ته ليک ور وليږلو او داسې يې ورته وليکل:

بسم الله الرحمن الرحيم

د محمد رسول الله له خوا د حبشې پاچا نجاشي اصحمه ته!    سلامونه

زه ستا په وړاندې د هغه رب ستاينه کوم چې پاک ذات او پنا ورکونکى پاچا دى او ددې خبرې ګواهي کوم چې عيسى  عليه السلام  د خداى  جل جلاله  له لورې يو روح او هغه فرمان و چې پاکې اوسپېڅلې مريمې ته يې ور وليږه هغې حمل واخيست او عيسى  عليه السلام  د ادم  عليه السلام  غوندې د خداى پاک په ځانګړي قدرت او پوکي ترې پيدا شو، زه تاته بلنه درکوم چې د يوه خداى جل جلاله  بندګي کوه او په کلکه يې اطاعت کوه او زما لار خپله کړه او څه چې پر مانازل شوي پر هغو باور ولره ځکه چې زه دالله رسول يم، بله دا چې ما  خپل د کاکا زوى جعفر له يو ډله ملګرو سره تاته در وليږل؛ نو چې درشي ښه پالنه يې وکړه او له کبر نه لاس واخله، دغه راز زه ستاټول لښکر ته د اسلام بلنه ورکوم او تاسو ته  مې د الله پيغام ورساوه.

دا خبرې ستاسو د ښېګڼې له پاره دي نوزما نصيحت ومنئ

او د نيکې لارې پر لارويانو دې سلام وي.!

[irp][irp][irp]

دنجاشي ځوابي ليک:

بسم  الله الرحمن الرحيم

محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم  ته د نجاشي اصحمه بن البحر له خوا!

                                                                                                                          په تادې سلامونه او د خداى رحمتونه وي.

او بيا: هغه ذات چې هيڅ سيال نه لري زه يې د اسلام په سپيڅلې لار روان کړم.

يارسول الله! ستاسو مبارک ليک ما تر لاسه کړ، تاسو په ليک کې د عيسى  عليه السلام  يادونه کړې وه؛ نو زما دې دځمکې او اسمانونو په رب قسم وي! چې تاسو څه ليکلي همدا د عيسى  عليه السلام  مرتبه ده، بله دا چې زه ستاسو د ليک په ټولو خبرو وپوهيدم مونږ د جعفر اود هغه د ملګرو ښه پالنه او ميلمستيا وکړه او زه په دې خبره ګواه يم چې ته د الله ريښتونى پيغمبر يې او د جعفر په لاس زه تاسو سره بيعت کوم او د خداى پاک ټول حکمونه پر ځان منم، بله دا چې د اوس له پاره زه خپل زوى “اريحا” تاسو ته درليږم  که تاسو واياست نو زه هم درتللو ته تيار يم ځکه زه باور لرم چې تاسو څه واياست هغه حق دى ([5]).

د روم قيصر پاچا ته ليک :

دحيه کلبي رضي الله عنه  وايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ماته يو ليک راکړ ويل دا د روم پاچا ته يوسه! زه روان شوم له رسيدو سره سم د قيصر دربار ته ورننوتم او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ليک مې ور وسپاره، قيصر ليک راواخيست او په څنګ کې يې يوسور شين سترګى سړى ناست و -چې جګ جګ ويښتان يې ول او خلکو ويل چې دا د پاچا وراره دى- هغه ته يې ورکړ ويل دا ولوله!

هغه چې ليک پرانيست داسې پکې ليکل شوي و:

د محمد رسول الله له خوا رومي هرقل ته!

شين سترګي چې داتوري ولوستل له ځان سره وګړيد او په غصه کې يې وويل: دا ليک به نه لوستل کيږي، قيصر ورته ويل ولې؟ ويل: يو خو يې په سر کې خپل نوم ليکلى او بل يې تاته د پاچا پر ځاى رومي لقب درکړى، قيصر ورته وويل: ته يې تر اخيره پورې ولوله! دحيه كلبي رضي الله عنه  وايي: شين سترګي ټول ليک ولوست او بيا چې خلک ووتل قيصر زه وغوښتم او يو پادري (راهب) يې -چې قيصر به ورسره ځانګړي مشورې کولې- را وغوښت، پادري چې راغى قيصر ورته ټوله خبره وکړه او بيا يې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ليک ورکړ، هغه چې ليک ولوست ويل: پاچا سلامت! دا خو هغه کس دى چې موږ يې انتظار کاوه او عيسى  عليه السلام  يې له وړاندې مونږ ته زيرى راکړى و، قيصر ورته وويل: زما په هکله دې څه رايه ده؟ پادري ورته وويل: ستا خپله خوښه ده خو زه يې لار خپلوم، قيصر ورته وويل: خو که زه د دې سړي لار خپله کړم پاچايي به مې له منځه ولاړه شي، د حيه کلبي  رضي الله عنه  وايي: په دغو شپو کې ابوسفيان هم روم ته راغلى و قيصر هغه را وغوښت او پوښتنه يې ترې وکړه چې دمحمد  صلی الله عليه وسلم  په هکله ته څه وايي؟ ابوسفيان وويل: هغه يو ځوان سړى دى، قيصر ورته وويل: کورنۍ يې څنګه ده؟ ابوسفيان ورته وويل: ډېره درنه او لوړه کورنۍ يې ده، قيصروويل: دا د پيغمبرۍ نښه ده، بيايې ورته وويل: ريښتينولي يې څومره ده؟ ابوسفيان وويل: په ټول عمر يې دروغ نه دي ويلي، قيصروويل: دا هم دپيغمبري نښه ده؛ خو دا راته ووايه چې کله ستاسو څوك د هغه دين ومني بيا بيرته ترې اوړي او که يه ؟ ابوسفيان وويل: يه! قيصرويل: داهم د نبوت نښه ده خو يوه خبره بله راته وکړه چې په جګړه کې څنګه دى  هر وخت سوبمن وي او که کله په شاتګ هم کوي؟ ابوسفيان وويل: هو! مونږ ډېر جنګونه ورسره کړي خو کله هغه برلاسى وي او کله بيا موږ برلاسي يو.

[irp][irp][irp]

قيصر وويل: دغه ټولې د نبوت نښي دي، د حيه کلبى  رضي الله عنه  وايي: قيصر بيا زه را وغوښتم او راته ويې ويل: ملګري ته دې ووايه: زه ښه پوهيږم چې ته ريښتونى پيغمبر يې؛ خو که ستا دين خپل کړم پاچايي مې له منځه ځي او زه دې ته تيار نه يم.

دى وايي: هغه پادري چې قيصر ته به يې مشورې ورکولې او هره يکشنبه به يې خلکو ته د عيسايت تبليغ کاوه په کور کښيناست بهر نه راووت او خلکو ته به يې د ناروغۍ پلمې کولې، اخير خلک پوه شول چې کيسه بله ده؛ نو راټول شول او پيغام يې ورکړ چې راووځه که نه؛ نو مونږ به بريددرباندې وکړو او په کور کې به دې ووژنو ځکه چې له کومې ورځې نه دا عربي سړى راغلى ته بدل شوى يې، دحيه کلبي  رضي الله عنه  وايي: زه دغه پادري ته ورتلم هغه به رانه پوښتنې کولې، په دې ورځ يې يوليک راکړ ويل: لاړ شه پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته زما سلام وايه او دا ليک ورکړه ورته ووايه چې زه ګواهي وركوم چې له الله پرته بل څوک د عبادت وړ نه دى او محمد  صلی الله عليه وسلم  د خداى رسول دى او ورته ووايه چې ما پرتا ايمان راوړى او ستا ټولې لارښوونې پر ځان منم؛ خو دا خلک زما محمدي ايمان بدګڼي او ته يې وينې؛ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته ووايه، دى وايي: پادري چې ماسره مخه ښه وکړه نو له کوره بهر را ووت دکورخواوشاته يې قهريدلي خلک ولاړ وو او د پادري په ليدو يې پر نوموړي بريد وکړ او ځاى پرځاى يې شهيدکړ ([6]).

سعيد بن ابي راشد رحمه الله  وايي: هرقل چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ته کوم استازى ور ليږلى و هغه په “حمص” کې زما ګاونډي شو او ډېر بوډا شوى و، يوه ورځ مې ورته وويل چې هغه د هرقل د استازيتوب کيسه خو راته وکړه! ويل: سمه ده، کيسه خو داسې وه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  تبوک ته راغلى و او له هغه ځايه يې د حيه کلبي  رضي الله عنه  ته يو ليک ورکړ او هرقل ته يې را وليږه، هرقل چې ليک ولوست پوه شو؛ نو ټول راهبان او پادريان يې را وغوښتل د دربآر دروازې يې وتړلې او ټولو ته يې داسې وينا وکړه:

اى خلکو! تاسو وينئ چې محمد ( صلی الله عليه وسلم  ) تبوك ته را رسيدلى دى، دغه دى اوس يې ماته يو ليک راغى د درې خبرو غوښتنه يې کړې ده وايي: يا اسلام ومنئ يا ماليې ته غاړه کيږدئ، او يا جنګ ته تيار شئ! اى خلکو! تاسو خو اسماني کتابونه لوستي دي او زه قسم خورم چې دا سړى به زما تر ولکې لاندې سيمې او آن دغه ځاى چې زه پرې ولاړ يم هم نيسي! نو راځئ يا خو مسلمانان شو او يا ماليه ورکړو چې هېواد موخوندي شي، پادريانو چې دا خبرې واوريدې ټولو چيغې کړې او خپلې خولۍ يې په ځمکه ووهلې ويل: ته غواړې چې مونږ عيسائيت پرېږدو او هاغه د حجاز د بانډه چې غلامي وکړو؟! هرقل پوه شو چې خبره خرابيږي؛ نو ورته ويې ويل: ما هسي تاسو ازمويلئ چې څومره په خپل دين کلک ياست، بيا يې د “تجيب” عربي قبيلي والي را وغوښت او ورته ويې ويل: يو داسې سړى را وله چې ښه ياد (حافظه) ولري او په عربي ژبه پوهيږي، راوي وايي: بوډا راته وويل چې هغه والي زه هرقل ته وروستم، هرقل راته وويل: دا ليک يوسه او محمد  صلی الله عليه وسلم  ته يې ورکړه او بيا دې درې خبرو ته پام وي: لومړى داچې هغه زما په هکله څه وايي؟ دوهم دا چې کله زما ليک ولولي نو د شپې او ورځي يادونه کوي او که نه؟ او درېم اوګوره چې پر شايې يوه داسې نښه -چې ته پرې شکمن شې- شته او که نه؟

[irp][irp][irp]

دی وايي: ما  ليک را واخيست او را روان شوم، تبوک ته چې را ورسېدم ګورم صحابه کرام ډلي ډلي ناست دي؛ نو پوښتنه مې ترې وکړه چې ستاسو مشر چېرته دى؟ ويل: هاغه دى د چينې پر غاړه له صحابه وو سره ناست دى، زه ورغلم مخ ته يې کښېناستم او ليک مې ورکړ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ليک په غيږ کې کېښود او بيايې له مانه پوښتنه وکړه چې دکومې قبيلې يې؟ ماويل: د تنوخ قبيلې يم، ويل : د خپل نيکه ابراهيم  عليه السلام   او اسحاق  عليه السلام  دين نه خپلوې؟ ما ورته وويل: زه دخپل قوم استازى او د هغوى په دين يم؛ نو چې بيرته خپل قوم ته ورنشم خپل دين نشم پرېښودلاى، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  دا ايات ولوست :

إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [القصص /٥٦]

ژباړه:ته هغه چاته هدايت نشې کولاى چې ستاخوښ وي خوچاته چې الله وغواړي هدايت ورته کوي اوهماغه په لارموندونکوښه عالم دى

بيايې راته وويل: تنوخي وروره! ما د حبشې يو پاچا ته ليک ور ليږلى و هغه زما ليک څيرې کړ؛ نو خداى پاک به د هغه وطن همداسې څيرې کړي او ستاسو قيصرپاچا ته مې چې کوم ليک ورلېږلى و هغه زما ليک خوندي کړ؛ نو ترڅو چې دى ژوندى وي دخلکو په زړونو کې به يې رعب پروت وي، ما چې دا خبرې واورېدې ځان سره مې وويل چې پاچا راته د کومو درې خبرو يادونه کړې وه يوه خو دا شوه، نو ژر مې له شخول څخه غشى را ويوست د توري په تيکي مې داخبره وليکله، بيا پيغمبر صلی الله عليه وسلم  زما ليک راواخيست او چپ طرف ته  يې يو سړى ناست و هغه ته يې ورکړ، ما پوښتنه وکړه چې دا سړى څوک دى؟ ويل:دامعاويه رضي الله عنه  دى، هغه ليک پرانست؛ نو داسې پکې ليکلي و:

ته چې ماته د جنت خبرې کوې او وايې چې دا جنت به د ځمکې او اسمانونو په کچه پراخ وي او دابه د نيکانو له پاره وي؛ چې داسې ده بيا نو دوزخ چيرې دى؟

پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: سبحان الله! چې ورځ راشي نو شپه چيرته لاړه شي؟ ما چې دا خبره واورېده بيا مې غشى را واخيست او ومې ليکله، مجلس چې پاى ته ورسيد پيغمبر صلی الله عليه وسلم  راته وويل: ته مونږ ته يو استازى را غلى يې او ستا پر موږ حق دى چې توښه درکړو؛ خو مونږ اوس په سفرکې يو او هيڅ راسره نشته که نه هرو مرو به مو تاته د لارې توښه درکړې وه، ها خواته يو سړي نارې کړل يارسول الله! دې سړي ته زه توښه ورکوم او خپله غوټه يې پرانسته يوه اردنۍ جوړه يې راوړه زما په غيږ کې يې کېښوده، ما پوښتنه وکړه چې دا ملګرى څوک دى؟ ويل: دا عثمان بن عفان  رضي الله عنه  دى، بيا پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وويل: دا استازى به څوک ميلمه کړي؟ يو انصاري زلمى پاڅيد ويل: زه يې ميلمه کوم، زه چې له هغه زلمى سره روان شوم پيغمبر صلی الله عليه وسلم  را نارې کړل : تنوخي وروره! زه بيرته را ستون شوم او چې چيرې ناست وم په هغه ځاى مخامخ ورته ودرېدم، هغه  صلی الله عليه وسلم  له مبارکې شانه څادر ليرې کړ ويل: راشه هغه بله نښه هم وګوره! ماچې وکتل د مبآرکو وږو تر منځ يې د کوترې د هګۍ په شان د نبوت مهر له ورايه ښکارېده ([7]).

ليکوال: نوميالی بلندوی مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد


[1]  (اخرجه الطبراني قال الهيثمي وفيه محمد بن اسماعيل بن عياش و هو ضعيف كذا في المجمع ٥/٣٠٦).

[2]  (ذكره الحافظ في الفتح ٨/٨٩).

[3]  (اخرجه مسلم كذا في البداية ٤/٢٦٢).

[4]  (اخرجه احمد و الطبراني).

[5]  (اخرجه البيهقي عن ابن اسحاق كذافي البداية ٣/٨٣).

[6]  (اخرجه البزار وقال الهيثمي ٨/٢٣٦-٢٣٧ و فيه ابراهيم بن اسماعيل بن يحيى و هو ضعيف و اخرجه ايضاً الطبراني من حديث حيه t مختصراً و فيه يحيى بن عبدالحميد الحمانى وهو ضعيف كما قال الهيثمي ٥/٣٠٦ وهكذا اخرجه ابو نعيم في الدلائل ١٢١ بمعناه مختصراً و اخرجه ايضا عبدان بن محمد المرزوى عن عبدالله بن شداد نحوه و اتم منه).

[7]  (اخرجه عبدالله بن احمد و ابو يعلى قال الهيثمي ٨/٢٣٥-٢٣٦ رجال ابى يعلى ثقات و رجال عبدالله بن احمد كذالك ، و اخرجه ايضاً الامام احمد كما في البداية ٥/١٥ و قال هذا حديث غريب و اسناده لاباس به تفرد به الامام احمد، و اخرجه ايضاً يعقوب بن سفيان كما في البداية ايضاً ٦/٢٧).

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب