غیبت کوونکي او ځینې بهانې

د غيبت تعريف:

غيبت یواځې دا نه دی، چې د يو سړي پسې بدې خبرې وکړو، بلکې غيبت د خپل يو مسلمان ورور په غياب کې داسې خبره کول، چې په هغه کې وي خو مخامخ پرې هغه خفه کېږي.

يو څو يادونې:

ښايي ځيني خلک ووايي چې زه خو غيبت نه کوم بلکې دا ټول صفات خو په هغه کې شته، هو! د دې صفتونو شتون د هغه غيبت دی، خو که په کې نه وي او په غياب کې يې ويل کېږي نو بيا تهمت دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په يو حديث کې د غيبت تعريف داسې کوي:
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: آيا پوهېږﺉ غيبت څه شی دی؟ خلکو وويل: الله او رسول صلی الله عليه يې ښه پوهېږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل ورور داسې يادول چې د هغه نه خوښېږي، خلکو ورته وویل: که په هغه که هغه خبرې موجودې وي او مونږ يې يادونه وکړو نو بيا؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که هغه خبره، چې ته ورپسې کوې په هغه شخص کې موجود وي غيبت دي، او که هغه صفت په کې شتون ونه لري نو بيا دې پرې تور (تهمت) تړلی دی.

ځيني خلک بيا وايي، چې د هغه د ګټې او د هغه د اصلاح کېدو لپاره يې وايم، ددې خلکو په ځواب کې بايد وويل شي: که چېرته د نوموړي د اصلاح غم درسره وي، نو مخامخ ورته په ډېر ښکلي ډول ووايه چې وروره دا غلطي دې سمه کړه.
ځينو خلکو ته بيا که وويل شي، چې غيبت مه کوه نو وايی، چې زه خو يې مخامخ هم ورته وايم، مګر په حقيقت کې يې د مخامخ ويلو جرات هم نه لري.

ځيني خلک د دې لپاره چې ځانونه ډېر خبر لوڅ او چالاکه وښايی نو هر څه وايی او هر ډول غیبت کوي، او بيا ورسره دا هم وايي، چې څه دروغ خو نه وایم دا خو په کې شته دی، له دې نه دی خبر، چې دا د ابليس خولۍ يې پر سر کړې او د شيطان نمايندګي کوي، لاندې روايت ته په ځير سره متوجه شئ.

له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دی، چې فرمايی: د عربو دود و، چې په سفر کې به يې له ځان سره يو خدمتګار هم ساته، له حضرت ابوبکر صديق، او حضرت عمر فاروق رضي الله عنه سره به هم په سفر کې خدمتګاران موجود و، يوه ورځ له خوبه راپاڅېدل، ګوري چې ډوډۍ يې نه ده تياره، نو يو بل ته يې وويل، لکه چې خوبونه وهي؟ خدمتګار يې را ويښ کړ او ورته يې وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورشه او ورته ووايه، چې ابوبکر او عمر خوراک غوښت (هغه خدمتګار لاړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې هغه خبره ور ورسوله) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې هغوی خو خوراک کړی دی، ابوبکر او عمر د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خبره ډېر حيران شول او دواړه هغه صلی الله عليه وسلم ته راغلل ورته يې وويل، چې هغه کس مې درته رالېږلی و چې له تاسو څخه خوراک وغواړي او تاسو ورته ويلي و چې هغوی خوراک کړی دی، مونږ څه شی خوړلی دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: د خپل ورور غوښه! په هغه ذات مې د قسم وي، چې زما نفس د هغه لاس کې دی، چې زه د هغه کس غوښه ستاسو په غاښونو کې ګورم، دواړو ورته وويل، چې ای د الله رسوله! مونږ ته بښنه وکړه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې هماغه کس بايد درته بښنه وکړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب