غوره او ناسم کړه وړه
پدی لنډه لیکنه کی هڅه شوې چی د یادی موضوع په اړه لاندی پوښتنو ته ځواب وموندل شی.
لمړئ: غوره کارونه او ناوړه کارونه یعنی څه؟
دوهم: ولی باید وګړو ته د غوره کړو وړو امر وشی او له ناوړه کړو وړو منعه شی؟
دریم: که وګړو ته په غوره کړو وړو امر ونشی او له ناوړه کارونو منعه نشی نو څه به وشی؟
لمړئ: غوره کړه او ناوړه کړه وړه یعنی څه؟
په ساده ټکو کی وییلئ شو چی ټول هغه کړه وړه چی د اسلام د سپېڅلی دین سره سمون لری غوره کړه وړه بلل کیږی او ټول فرایض، واجبات، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت، مستحب او داسی نور پکې راځی، بیلګی یی لمونځ، روژه، زکات، حج، د سنتو سره سم ږیره پرېښودل، لنګوټئ په سر کول، مسواک وهل، له خلکو سره ښه چلند کول او داسی نور ګڼ شمېر کړه وړه دی چی له شک پرته انسان او انسانی ټولنې ته ګڼې فایدی پکې نغښتې دی. مګر ددې پر خلاف ټول هغه کړه وړه چی د اسلام د سپېڅلی دین سره په ټکر کې دی او د اسلام سپېڅلی دین یی په اړه خپلو پلویانو ته د نه کولو امر کوی ناوړه کړه وړه بلل کېږی او د حرام، مکروه او نورو په ډلو وېشل کېږی. بېلګې یی د خدای پاک سره شریک پیدا کول، دروغ وییل، بډې اخیستل، غلا کول، زنا کول، له خلکو سره بد چلند کول، شراب څښل، سود خوړل او داسی نور ګڼ شمېر ناوړه کړه وړه دی.
دوهم: ولی باید وګړو ته د غوره کړو وړو امر وشی او له ناوړه کړو وړو منعه شی؟
الف: ددې لپاره له هر څه ړومبئ دا دلیل بس ده چی وګړو ته په غوره کړو وړو امر کول او له ناوړه کړو وړو منعه کول د الله پاک او د انسانیت د ستر لارښود امر ده. الله پاک په خپل سپېڅلی کلام کی فرمایی چی (تاسو ښه امت یاست …… په غوره کړو وړو وګړو ته امر کوئ او له ناوړه کړو وړو وګړی منعه کوئ). بل ځای فرمایی چی (او خامخا دی ستاسو څخه یوه ډله وی چی نېکو کارونو ته بلنه کوی، په غوره کړو وړو وګړو ته امر کوی او له ناوړه کړو وړو وګړی منعه کوی). د انسانیت ستر لارښود فرمایی چی (که ستاسو څخه یو وګړئ کوم ناوړه کار ګوری نو په لاس دی منعه کړی، که په لاس یی نشی منعه کولئ نو په خوله دې منعه کړی یا په نورو ټکو ورته دی ووایی چی دا ناوړه کار مکوه، که په خوله هم ورته نشی وییلئ نو په زړه کې دې ترې کرکه وکړی، په پای کی وایی چی هغه څوک چی نوموړئ ناوړه کار په لاس یا په خوله نه منعه کوی او یواځې په زړه کې تری کرکه کوی نو د هغه ایمان کمزورئ ده). نو وییلی شو چی ددی لپاره چی الهی امر په ځای شوئ وی باید وګړو ته په غوره کړو وړو امر وشی او له ناوړه کارونو منعه شی.
ب: د انسانیت غوښتنه دا ده چی په بل انسان به ښه پېرزوینه لری او بد څیز به په بل انسان نه پېرزو کوی لدی کبله هر هغه کړه وړه چی نیک وی نو باید بل وګړی ته یی د کولو امر وشی چی هغه یی له غوره لاس ته راوړنو څخه برخمن شی. یو عیسوئ که خپل عیسوی دین او عیسوی کړو وړو ته بلنه کوی، یو هندو چی خپل د هندو مذهب سره سمو کړو وړو ته بلنه او د هغی د کولو امر کوی لامل یی همدا ده چی عیسوی ته خپل کړه وړه او هندو ته خپل کړه وړه غوره بریښی. مسلمانی چی د انسانیت تر ټولو لوړه کچه (معراج) ده نو مسلمان خو به خامخا دا غوره پېرزوینه کوی دا ځکه که یو وګړئ ته د غوره کړو وړو امر ونشی نو له هغه غوره لاس ته راوړنو څخه به بی برخی شی چی د نوموړو کړو وړو په پایله کی یی لاس ته راوړی او که له ناوړه کار څخه منعه نشی نو له هغه بدو عواقبو څخه به ونه ژغورل شی چی هغه او په ټوله کی ټولنه ورسره مخ کیږی. د بیلګی په ډول که یو وګړی ته مونږ د مسواک وهلو امر کوو نو په حقیقت کی هغه له هغه ثواب څخه برخمن کوو چی د مسواک وهلو سره یی الله پاک ورکوی، له ګڼ شمېر ناروغیو څخه یی ژغورو مګر که دا امر ورته ونکړو نو له یوی خوا مو هغه له هغه اجر نه بی برخی کړ چی د مسواک وهلو په پایله کی یی الله پاک ورکوی له بلی خوا ښایی هغه په ګڼ شمیر ناروغیو اخته شی او دا ناروغئ ښایی سربیره پردی چی پخپله په وګړی ناوړه اغیزه کوی ښایی د هغه په کورنئ او په ټوله کی په ټولنه ناوړه اغیزه وکړی.
دریم: که وګړو ته په غوره کړو وړو امر ونشی او له ناوړه کارونو منعه نشی نو څه به وشی؟
الف: که وګړو ته په غوره کارونو امر ونشی او له ناوړه کارونو منعه نشی نو د الله پاک او د انسانیت د ستر لارښود امر به په ځای نشی، کله چی دا امر په ځای نشی نو سربیره پردی چی له نیک اجر نه به بی برخی شو ښایی ګنهکار هم شو.
ب: سره لدی چی جرم فردی ده او سزا یی یواځې مجرم ته ورکول کیږی مګر دا هغه اصل ده چی یواځی دولت یی پلئ کوی خو ګڼ شمېر ناوړه کړه وړه په یو نه یو ډول نورو وګړو او ان ټولنې ته زیان رسوی د بېلګې په ډول د زنا په پایله کی ښایی ګڼ شمېر داسی کوچنیان نړئ ته راشی چی پلار یی معلوم نه وی، دا پېښه په لویدیځه نړئ کی همدا اوس په ډېره لوړه کچه لیدل کیږی. زمونږ په ټولنه کی خو یی ان مور هم نه معلومیږی. داسی یو ماشوم چی مور پلار یی معلوم نه وی نو څرګنده خبره ده چی د هغه سمه پالنه به نه کیږی او ښایی چی غل، سړی تښتونکئ یا داسی نور تری جوړ شی یا د اخلاقی فساد په مرکز کی په کار کولو مجبور شی او ټولنه فاسده کړی. یو سړی وژونکئ که له سړی وژنې منعه نشی نو ښایی د سړی وژنې په وخت پخپله مړ شی، یا د دولت له خوا اعدام شی چی اولاد او کورنئ یی بی برخلیکه او له غوره پالنې بې برخې کیږی او د ټولنې په اوږو د یو بل بار لامل کیږی. سربیره پردی هغه څوک چی نوموړئ یی وژنی د هغه کورنئ او اولادونه له غوره پالنی بی برخې او ښایی ناوړه وګړی تری منځ ته راشی چی چم ګاونډ او ان ټولنی ته ستونزی جوړولئ شی.
ج: تر ټولو مهمه دا چی الهی عذاب عام ده لدی کبله که په غوره کړو وړو وګړو ته امر ونشی او له ناوړه کړو وړو منعه ونشی نو یو لور ته به غوره کړه وړه لږ او ان چی صفر او بل لور ته به ناوړه کړه وړه ډېر شی چی پدی صورت کې د الهی عذاب راتلو ته لاره هواریږی او کله چی الهی عذاب راشی نو د ناوړه وګړو سره یوځای ښه وګړی هم تری اغیزمن کیږی یا که نوره هم سپینه خبره وکړو نو د ناوړه وګړو د کړو وړو له کبله ښه وګړی هم زیانمن کیږی، دا چی د ناوړه وګړو د کړو وړو په پایله کی غوره وګړو ته هم زیان رسیږی نو لدی کبله د هغو حق جوړیږی چی له ناوړه کړو وړو څخه وګړی منعه کړی. ددی عذاب یوه ژوندئ بیلګه څو لسیزی مخکی په هېواد باندی د سرو لښکرو وحشیانه یرغل وه. په یاد یرغل کی ښایی د ګوتو په شمېر وګړی ښکېل وه مګر د ټولنی ټول وګړی تری په یو ډول نه یو ډول اغېزمن شوه او تر نن ورځې یی هم ناوړه اغېزې لیدل کیږی.